Corruption rampant in Paktika offices: activists

ښرنه (پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٤): په پکتيکا کې د مدني ټولنو غړو او ځوانانو له حکومتي چارواکو په دولتي ادارو کې د فساد د مخنيوي غوښتنه وکړه او ويې ويل چې په فساد کې ښکېل کسان بايد د قانون منګلو ته وسپارل شي.
د مدني ټولنوغړو او يو شمېر  ځوانانو د پکتيکا د قبايلو په رياست کې د غبرګولي په ٢٧مه د اداري فساد د مخنيوي په موخه ګډه غونډه جوړه کړې وه.
په دې غونډه کې د پکتيکا د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مرستيال خورشيد امان کټوازي وويل چې په دغه ولايت اداري فساد خپل وروستي حد ته رسېدلى دى.
هغه زياته کړه: ((په اداري فساد کې نه يوازې د پکتيکا رييسان بلکي د دغه ولايت له لوړه رتبه تر ټيټ رتبه د ولايتي شورا او پارلمان غړي په اداري فساد کې ښکېل دي او دې ټولو يو زنځير جوړ کړى چې په ګډه استفاده ترې کوي.))
کټوازي له حکومتي چارواکو وغوښتل چې نور دې په پکتيکا کې په اداري فساد کې د  ښکېلو کسانو مخه ونيسي او ژر دې د قانون منګلو ته وساري.
په ياده غونډه کې  د ځوانانو په استازيتوب غلام الرحمن همدرد هم وويل چې په دغه ولايت کې اداري فساد خپل وروستي حد ته رسېدلى چې نور يې خلک د زغم توان نه لري.
هغه وويل چې حکومت بايد په دغه ولايت کې د اداري فساد د مخنيوي تر څنګ ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي او د دغه ولايت نورو برخو ته هم اړينه پاملرنه وکړي.
دغه راز د پکتيکا مرستيال والي عطاءالله فضلي هم وويل چې په دغه ولايت کې د اداري فساد کچه ډېره لوړه شوې ده.
هغه زياته کړه: ((په ولايت کې د وخت چارواکو بې کيفيته بيارغونه کړې او په  اداري فساد او نورو بدبختيو کې مستقيم لاس درلود.))
فضلي وويل چې د پخوا په څېر به يو ځل بيا په پلازمېنې کابل کې د پکتيکا د ځوانانو ستونزې له اړوند مسوولينو سره شريکې کړي.
دغه راز د پکتيکا د ولايتي شورا غړي مبين فقير زاده وويل چې ولايتي شورا به له خپلو واکونو سره سم هڅه وکړي تر څو په دغه ولايت کې د اداري فساد مخه ونيول شي.
د بېلابېلو راپورونو له مخې، افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو په کتار کې راځي چې د اداري فساد کچه په کې ډېره لوړه ده.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.