د ميدان وردګو نوي والي کار پيل کړ

ميدانښار (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۹۴): د ميدان وردګو نوى والى حيات الله  حيات وايي چې په دغه ولايت کې به ستونزې پر لومړيتوبونو ووېشي او له وکيلانو سره به سره کرښه يواځې قانون وي.
حيات د غبرګولي په ٢٥مه د دغه ولايت په مرکز ميدان ښار کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې چې په کې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې چارواکو، قومي مشرانو او وکيلانو ګډون درلود،  د دغه ولايت ځايي چارواکو او خلکو ته ور وپېژندل شو.
د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مرستيال عبدالمالک صديقي په خپلو خبرو کې حيات ځوان او وړ کس وباله او زياته يې کړه چې هغه په بېلابېلو ادارو کې پراخه کاري تجربه لري.
صديقي له ځايي چارواکو، خلکو او قومي مشرانو څخه غوښتنه وکړه چې له نوي والي سره د پروژو په پلې کولو کې مرسته وکړي؛ ځکه د هغه بر يا د خلکو په همکارۍ او مشوره پورې تړلې ده.
په ملي شورا کې د دغه ولايت استازو او د ولايتي شورا وکيلانو هم په خپلو خبرو کې وويل چې ميدان وردګ يو نا امنه ولايت دی او نوی والي بايد ډېره پاملرنه ورته وکړي.
د ولايتي شورا ځينو وکيلانو وويل چې دا ولايت له دريمې درجې څخه تېر کال دويمې درجې ته راښکته شوی، خو تر اوسه يې هم ملکي او پوځي ارګانونو ته د دريمه درجه ولايت بوديجه ورکول کېږي.
په مشرانوجرګه کې د دغه ولايت د خلکو استازي انجنير حسيب الله کليمزي په خپلو خبرو کې وويل چې ميدان وردګ د کابل دروازه ده، خو محروم ولايت دی.
هغه زياته کړه چې نا امني او د ځمکوغصب د دغه ولايت عمده ستونزې دي او نوی والي بايد  له مرکز پرته ولسواليو او لرې پرتو سيمو ته پاملرنه وکړي او د ولس ملاتړ ترلاسه کړي.
نوموړي وويل :((نننۍ غونډې ته باید ددې ولايت له ولسوالیو خلک راغلي وی، خو هېڅوک هم نه دي راغلي او اکثره له کابل نه راغلي دي چې لامل يې امنيتي ستونزې دي.))
کلیمزي زياته کړه، چې په ځينو ښوونځيو کې وسله وال طالبان دښوونکو په توګه کار کوي او دولت غواړي چې په دې ولايت کې د ټوپک په زور امن راولي چې دا ناسم تصميم دی.
مدني فعال اسحاق دقيق وويل چې ميدان وردک کرنيز ولایت دی، خو محصولاتو ته يې ساتنځای او مارکېټ نشته چې نوی والی بايد ددې ولايت د خلکو د اقتصاد ښه کېدو په موخه ورته پاملرنه وکړي.
د ميدان وردګو نوي والي حيات الله حيات په خپله وينا کې وويل چې د دغه ولايت له ستونزو خبر دی او د حل په موخه به يې پر لومړيتوبونو ووېشي.
هغه زياته کړه چې سر له سبا ورځې  به د دغه ولايت ټول رياستونه د خپل سل ورځني پلان په جوړولو کار پيل کړي او د يوې اوونۍ په ترڅ کې به يې ده ته وړاندې کوي.
ده وويل ، دا ولايت پخوا د زده کړې او نورو فعاليتونو په برخه کې د هېواد په کچه مطرح و، خو اوس هغه مقام نه لري او هڅه به يې دا وي چې د خلکو په مرسته يې بېرته پخواني مقام ته راولي.
هغه له وکيلانو او قومي مخورو هم وغوښتل چې په اړوندو چارو کې ورسره پوره همکاري وکړي او پر ستونزو د برلاسۍ لپاره ګډ کار وکړي.
حيات زياته کړه: ((قانون بايد تر هر څه مقدم وي او له وکيلانو قومي مشرانو سره به يې سره کرښه يواځې قانون وي.))
د يادونې ده، ويناوالو په خپلو خبرو کې د دغه ولايت د پخواني والي عبدالمجيد خوږياڼي د کړو خدمتونو ستاينه وکړه او هغه يې د يوه هڅاند والي په توګه ياد کړ.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.