پکتيکا کې درې ورځنى نندارتون جوړ شو

ښرنه (پژواک، ١٩ غبرګولى ٩٤): د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د دغه ولايت د توليداتو او د خدمتونو وړاندې کوونکو ادارو  درې ورځنى نندارتون جوړ شو.
ياد نندارتون د پکتيکا د کليو پراختيا رياست له خوا جوړ شوى چې توليدوونکو خپل فعاليتونه  نندارې ته وړاندې کړي دي.
دغه راز په نندارتون کې يو شمېر دولتي ادارو هم خلکو ته د خپلو فعاليتونو په اړه معلومات وړاندې کوي.
د نندراتون د پرانيستې په غونډه کې د پکتيکا د  کليو پراختيا رييس نجيب الله جاهد پژواک خبري اژانس ته وويل له دې نندارتون څخه اساسي موخه دا ده چې سوداګر  د خپلو توليداتو په اړه او يو شمېر دولتي ادارې د خپلو فعاليتونو په اړه خلکو ته معلومات ورکړي.
هغه زياته کړه: ((دا نندارتون به د يو مارکېټ په توګه رول ولوبوي، په نندراتون کې به توليدوونکي له اخيستونکو سره وګوري او دولتي ادارې به هم د خپلو فعاليتونو په اړه نندارچيانو ته معلومات ورکړي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، په نندارتون کې موټر، مېوې، سبزيجات، مالګه او نور خوراکي او غير خوراکي توکي نندارې ته وړاندې شوي دي.
دغه راز د پکتيکا ښاروال عبيدالله سادات هم په دې اړه وويل چې نندارتون به خدمت وړاندې کوونکو ادارو او سوداګرو  ته دا فرصت ورکړي، څو په مرکز او ولسواليو کې خپلو فعاليتونو ته پراختيا ورکړي او له خلکو سره به مرسته وکړي څو خدمت وړاندې کوونکې ادارې هم وپېژنې.
د پکتيکا د ولايتي شورا مشر افسر خان سليمانخېل هم د کليو پراختيا رياست له نوښت نه مننه وکړه او ويې ويل چې نورې ادارې هم بايد ورته نندارتونونه  جوړ کړي.
په دغه نندارتون کې د ايوډين لرونکې مالګې د توليدي شرکت  استازي  حياګل پژواک ته وويل: ((موږ د دې نندارتون په جوړېدو ډېر خوښ يو ځکه د لومړي ځل لپاره يې دا موکه برابره کړه تر څو موږ د ايوډين لرونکې مالګې او خپل تجارت په اړه پکتيکاوالو ته معلومات ورکړو.))
دغه راز  د سرې مياشتې له لوري د جوړې شوې غرفې استازي عطاالله وويل چې دوى هم د نورو دولتي ادارو تر څنګ هڅه کوي چې نندارچيانو ته د خپلو خدمتونو او فعاليتونو په اړه معلومات ورکړي تر څو يې خلک له کارونو خبر او په اړوند کارونو کې ورسره همکاري وکړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.