پکتيکا کې ستونزو ته د حل موندلو لپاره کمېسيون جوړېږي

ښرنه (پژواک، ١٨ غبرګولى ٩٤): د پکتيکا ولايتي شورا او مدني ټولنې په دغه ولايت کې ستونزو ته د لارو چارو موندلو په موخه په نږدې راتلونکي کې ګډ کمېسيون جوړوي.
په پکتيکا کې د ملګرو ملتونو د همکارۍ دفتر (يوناما) په نوښت د دغه ولايت د ولايتي شورا او مدني ټولنو تر منځ نن ګډه غونډه جوړه شوې وه.
په ياده غونډه کې د پکتيکا د ولايتي شورا غړي مبين فقير زاده وويل چې د پکتيکا خلکو د هوساينې په موخه بايد مدني ټولنې او ولايتي شورا د همغږې ګډ کمېسيون جوړ کړي.
هغه زياته کړه: ((که مدني ټولنې او ولايتي شورا په ګډه کار وکړي او په مياشت کې يو ځل د ستونزو په اړه سره بحثونه وکړي، په ډېر نږدې راتلونکي کې به په دې ولايت کې د اداري فساد مخه ونيول شي، امنيت به ښه شي او د خلکو او دولت تر منځ به واټن هم کم شي.))
دغه راز په ياده غونډه کې د مدني ټولنې غړي محمدالله همت يار وويل که ولايتي شورا او مدني ټولنې سره همغږي شي او په ګډه يو کمېسيون جوړ کړي، له يوې خوا به په دولتي او نادولتي ادارو کې د اداري فساد مخه ونيول شي او له بل پلوه به پر دواړو بنسټونو د ولس باور زيات شي.))
د هغه په وينا، د ولايتي شورا او مدني ټولنې تر منځ د همغږې کمېسيون تر جوړېدو وروسته ولايتي شورا اړه ده چې په هرو دريو مياشتو کې د خپلو کړنو راپور مدني ټولنو او خلکو ته وړاندې کړي.
په دې غونډه کې قومي مشر ګل زاده احمدي د مدني ټولنو او ولايتي شورا پر ګډ کار ټينکار وکړ او ويې ويل چې مدني ټولنې او ولايتي شورا بايد په ګډه له دولتي کړنو څارنه او د اداري فساد پر وړاندې جدي مباره وکړي.
په ياده غونډه کې د ملګرو ملتونو د همکارۍ دفتر (يوناما) استازي احمد جامع وويل چې په دغه ولايت کې ستونزو ته د حل لارو چارو د لټولو په موخه به ډېر ژر د مدني ټولنو او ولايتي شورا تر منځ د همغږې ګډ کمېسيون جوړ شي.
هغه وويل چې دواړه ياد بنسټونه بايد يو ځاى کار وکړي تر څو په دغه ولايت کې ستونزې کمې شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.