تر څلور کلن ځنډ وروسته د چک د سړک چارې بيا پيل شوې

ميدان ښار (پژواک، ۷ غبرګولی ۹۴): د کابل ـ غزني له لويې لارې د ميدان وردګو چک ولسوالۍ ته د غځېدلي ١٧ کيلومتره سړک د جوړولو چارې تر څلور کلن ځنډ وروسته بيا پيل شوې.
د ميدان وردګو د سرپرست والي وياند عطاالله خوږياڼي د غبرګولي په ۱۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ١٧ کيلومتره سړک جوړولو پاتې چارې به د يوه کال په موده کې بشپړې شي.
هغه زياته کړه چې د دغه سړک په اوږدو کې به پنځه سوه متره استنادي دېوال، اتيا پلچکونه او څلور لوی پلونه هم جوړ شي.
خوږياڼي وويل، دغه سړک په ميدان وردګو ولايت کې د کابل ـ غزني له لويې لارې د ټوپ دښتې له سيمې چک ولسوالۍ ته ګرځېدلى چې ۱۷ کيلومتره اوږدوالی لري او د ټولګټو چارو وزارت د ۱۳۲ ميليونه افغانيو په لګښت يې چارې بشپړېږي.
د ميدان وردګو د ټولګټو چارو رييس سيد يونس نجفي زاده پژواک ته وويل، ټاکل شوې وه چې د دغه سړک د جوړولو چارې ۴ کاله وړاندې پيل شي خو د امنيتي ستونزو له امله يې کارونه ځنډېدلي وو.
هغه زياته کړه، د ملي شورا غړو، د چک ولسوالۍ د خلکو او ولايت مقام د پرله پسې هڅو په ترڅ کې وتوانېدل چې ياده پروژه يو ځل بيا منظوره او په رسمي ډول يې چارې پيل کړي.
د ميدان وردګو د  ولايتي شورا غړي عبدالوحيد اکبرزوی پژواک ته وويل چې په چک ولسوالۍ کې تر سلو زره زيات کسان مېشت دي چې ګڼ شمېر يې په بڼوالۍ بوخت دي چې د سړک د خرابوالي له امله يې حاصلاتو اويا سلنه زيانونه ليدل.
ده زياته کړه، د دغه سړک په جوړولو سره به يې په ياده برخه کې ستونزې حل شي.
د اکبرزوی په وينا، د دغه سړک د چارو د پيلېدو په ترڅ کې ګڼ شمېر ځوانانو ته هم کاري زمينې برابرې شوې دي.
د چک يوه اوسېدونکي وحيد وردګ پژواک اژانس ته وويل، هر کال د دغه سړک د چارو د پيلېدو په اړه به دوی ته ډاډ ورکول کېده، خو د حکومت له خوا د څلور کلونو په ترڅ کې له شوو ژمنو وروسته د ياد سړک چارې پيل شوې.
هغه له مسوولينو غوښتنه وکړه چې د سړک د چارو د پيل تر څنګ دې د څارنې په موخه يوې ځانګړې مسلکي ډلې ته دنده وسپاري تر څو کار  چارې په ښه توګه ترسره شي.
د ميدان وردګو د والي وياند دغه راز وويل چې د چک سړک تر څنګ نن د ۳۵ ميليونه افغانيو په لګښت پر ۴۱ کيلومتره سړک د جغل اچونې کار هم پيل شوې.
د والي وياند وويل چې دغه سړک چک او دايميرداد ولسوالۍ سره نښلوي چې تېر کال يې چارې پيل شوې وې خو د سړې هوا له امله يې کارونه ځنډېدلي وو.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.