5 distance learning edu centers opened in Wardak

ميدانښار ( پژواک ۲۷ غويى۹۴) :د ميدان وردګو ولايت د پوهنې ادارې په پنځو بېلابېلو ښوونځيو کې د انلاين او کمپيوټر زده کړو پنځو مرکزونو په فعاليت پيل وکړ.
د پوهنې وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ رييس احمدشاه د غويي په ۲۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وزارت يې هر کال د دوو سوو کمپيوټر مرکزونو د پرانيستلو تړون لاسليک کړی دی .
هغه زياته کړه، د دغه تړون له مخې به د کمپيوټرو ياد مرکزونه په انټرنټ سمبال وي او په يو مهال به د کليوالي سيمو زده کوونکي وکولای شي،چې له مرکز څخه انلاين زده کړې ترلاسه کړي.
ده وويل ، په دغو مرکزونو کې به د اووم ټولګي څخه تر دوولسم ټولګي پورې د پوهنې وزارت نصاب هم ځای پر ځای شي، چې زده کوونکي به وکولای شي له دغه نصاب څخه په انځوريزه بڼه استفاده وکړي .
د احمدشاه په وينا، له کابل وروسته يې د انلاين زده کړو لړۍ په ميدان وردګو ولايت کې پيل کړې او د سږکال په ترڅ کې به ۱۵۰ نور مرکزونه هم په بېلابېلو ولايتونو کې جوړ کړي .
د ميدان وردګو د پوهنې رييس فضل الرحمن طارق پژواک سره په خبرو کې په دغه ولايت کې زده کوونکو ته د انلاين زده کړو د سهولتونو برابرول ګټور ګام وباله .
دى وايي چې اوسمهال له يادو مرکزونو څخه يې دوه په مرکز ميدانښار او درې نور يې په چک او نرخ ولسواليو کې فعال شوي دي.
هغه زياتوي له دوی سره د ۲۵۰ کمپيوټرونو مرسته شوې،چې په هر مرکز کې به ۵۰ پايې کمپيوټرونه له انټرنټ سره ونښلول شي او  له نورو اړينو توکو سره به  ځای پر ځای شي،چې هره ورځ به ترې  دوه سوه زده کوونکي ګټه واخلي .
نوموړي غوښتنه وکړه،چې دغه لړۍ دې د دې ولايت ټولو ښوونځيو ته وغځول شي، ترڅو د دې ولايت ټول زده کوونکي له يادو زده کړو څخه برخمن شي .
ددې ولايت د ولايتي شورا غړي ميرويس اميري پژواک ته وويل چې په ولسواليو کې زيات ښوونکي د اړيکو او اړتياوو له مخې په دندو وګومارل شي او اکثريت يې د زده کوونکو د ښې روزنې وړتيا نه لري .
ده زياته کړه،د کمپيوټر د دغو مرکزونو د پرانيستلو په ترڅ کې به د ولسواليو په ځانګړي ډول د کليوالي سيمو زده کوونکي هم له غوره زده کړو څخه برخمن شي .
د ميدانښار د اول بابا لېسې يوه زده کوونکي شمس الرحمن پژواک سره په خبرو کې د دوی په ښوونځي کې د کمپيوټر او انلاين زده کړو د مرکز پرانيستل مهم وباله .
هغه غوښتنه وکړه،چې د نورو ښوونځيو زده کوونکي هم ورته زده کړو ته اړتيا لري او بايد د يو معيار له مخې د دغه ولايت ټول زده کوونکي د کمپيوټر او انلاين زده کړو څخه برخمن شي .
په ميدان وردګو ولايت کې نږدې پنځه سوه ښوونځي شتون لري،چې د چارواکو په وينا ، ټول يې د زده کوونکو پرمخ پرانيستي دي .

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.