د ميدان وردګو ولايتي شورا خپل اداري پلاوى وټاکه

ميدانښار (پژواک، ٢٦ کب ٩٣): له شاوخوا شپږ مياشتني ځنډ وروسته د ميدان وردګو ولايتي شورا اداري پلاوی وټاکل شو.
د دغه ولايت د سرپرست والي وياند عطاء الله خوږياڼي د کب په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د ولايتي شورا په دفتر کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون له لوري په جوړه شوې غونډه کې ټاکنې ترسره شوې.
هغه زياته کړه چې پر دې مهال د دې شورا د ټولو ۱۵ غړو پر ګډون سربېره د ولايت مرستيال او د يو شمېر نورو ادارو غړو هم برخه اخيستې وه.
د ميدان وردګو د ټاکنو کمېسيون رييس ډاکټر نعمت الله وردګ وويل، د ټاکنو له قانون سره سم د شورا اکثريت غړي حاضر وو او ټاکنو ته زمينه برابره وه.
هغه زياته کړه چې د دغو ټاکنو په ترڅ کې له ۱۵ د ۱۰ رايو په ترلاسه کولو حاجي احمد جعفري د رييس، مسعود شينزي د ۹ رايو په ترلاسه کولو مرستيال او نفيسه سيلۍ وردګ د ۸ رايو په ترلاسه کولو سره د شورا د منشي په توګه وټاکل شوه.
تر دې وړاندې د دې شورا لپاره د ډېرى غړو د نه حاضرېدو له امله حليمه عسکري د موقتې رييسې، ميرويس اميري د موقت مرستيال او شريف الله هوتک د موقت منشي په توګه ټاکل شوي وو.
جوړې شوې غونډې ته اداري پلاوي ډاډ ورکړ چې د خلکو د خدمت په موخه به هر وخت نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړي.
د ولايت مرستيال ذاکر حسين سلطاني د شورا له ټولو غړو مننه وکړه چې د ټاکنو لپاره حاضر او د ډيموکراسۍ په فضا کې خپل اداري پلاوی وټاکه.
ده د شورا له اداري پلاوي او غړو سره ژمنه وکړه چې هر وخت يې ولايتي اداره همکارۍ ته چمتو ده او غوښتنه يې وکړه چې دوی هم بايد له ولايتي ادارې سره د ښې همغږۍ په موخه هڅه وکړي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.