Sikh converts to Islam in Jawzjan

شبرغان (پژواک ١٢ کب ٩٣): جوزجان ولايت کې د طوطا سنګ په نوم يوه سيک نن د اسلام دين ومانه او ديني عالمانو پرې د عبدالرحمن نوم کېښود.
 هغه له مسلمانېدو وروسته وويل، چې دوه کاله وړاندې له هندوستان څخه شبرغان ولايت ته راغلى او له کلونو راهيسې يې فکر کاوه چې بايد د خپل ځان لپاره يو بشپړ او رښتينى دين وټاکي.
 هغه زياته کړه، چې په دې فکر کې دوه زړى و او نه پوهېده چې کومه لار وټاکي، عيسوي شي او که اسلام وټاکي نو په پاى کې له ډېرې مطالعې وروسته يې د اسلام دين د دونيا او اخرت د برياليتوب يواځينۍ لار وبلله او له همدې امله يې دغه دين ټاکلى دى.
 هغه زياته کړه، چې د اسلام سپېڅلى دين ډېرې ځانګړنې لري، د پنځه وخته لمانځه تر سره کول په نورو دينونو کې نشته او اسلام دين يواځينى دين دى چې د دغه اصل پر بنسټ ولاړ دى.
 هغه وويل: " زه په هندوستان کې د يوې مودې لپاره په زندان کې وم، هلته مې د سردارانو د "ګرنته" په نوم ځانګړى کتاب ولوست او بيا بيا به مې عبادت کاوه، خو په پايله کې دې فکر ته ورسېدم چې بت، غوا او ونو ته عبادت کول، جايز نه دي."
طوطا سنګ زياته کړه، غواړي خپل وروڼه او نور کسان هم د اسلام دين ته راوبولي.
 د طوطا سنګ کورنۍ، له شلو کلونو راهيسې د جوزجان مرکز په شبرغان ښار کې ژوند کوي او پلرنى کسب يې عطاري ده چې پلار او ورور يې درې لسيزې وړاندې په شبرغان  کې وفات شوي او دا کسب اوس ده ته پاتې دى.
 له هغه وروسته چې په يو لړ مراسمو کې يې د شهادت کلمه  وويله او د اسلام دين يې ومانه، د جوزجان د ارشاد حج او اوقافو مشر عبدالرحيم اسلاميار وويل، چې له عالمانو سره له مشورې وروسته يې طوطا سنګ ته د عبدالرحمن نوم ورکړى دى.
 اسلاميار زياته کړه، چې هغه له دې وروسته يو مسلمان دى او د هغه دغه ګام د مسلمانانو لپاره يو ستر وياړ دى.
 هغه وويل: " له شک پرته چې د پخواني طوطاسنګ او اوسني عبدالرحمن د اسلام دين په منلو د هغه يو شمېر قوميان خپه دي، خو موږ هڅه کوو چې په دې برخه کې ډېر کارونه تر سره کړو او هغوى هم دې ته وهڅو چې د اسلام دين ومني."

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.