Wardak PC fails to appoint administrative board

ميدان ښار ( پژواک ۵ کب ۹۳) : د ميدان وردګو ولايتي شورا تر اوسه په دې نه ده توانېدلې چې په رسمي توګه خپل اداري پلاوى وټاکي.
چارواکي وايي، د ميدان وردګو د ولايتي شورا  رسمي  اداري پلاوی د ځينو غړو د نه حاضرېدو له امله نه دی ټاکل شوی.  
د دغه ولايت د ټولټاکنو سيمه ييز دفتر  رييس ډاکټر نعمت الله وردګ د کب په ۵ پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ميدان وردګو د ولايتي شورا د برياليو غړيو له اعلان  څخه تر دې مهاله    د دغې شورا لپاره په رسمي ډول اداري پلاوی نه دی ټاکل شوی .
هغه زياتوي ، څو ځله يې دغې شورا ته په رسمي ډول مکتوبونه استولي ترڅو ټول غړي د اداري پلاوي ټاکنو په موخه حاضر شي ، خو په وينا يې هر مهال د شورا تر لسو کم غړي حاضريږي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون له قانون سره سم نصاب نه شي پوره کولی .
د ميدان وردګو د ولايتي شورا ١٥ څوکۍ لري .
وردګ وايي چې په دغه برخه کې يې مرکزي اداره هم خبره کړې او ولايت مقام يې هم په جريان کې کړی دی .
په همدې حال کې د ولايتي شورا غړي خواني سلطاني پژواک ته د اداري پلاوي د ټاکنو ځنډېدو لامل  له دوی څخه د څارنې حق د اخيستو له امله د شورا تړل کېدل په ګوته کوي .
هغه وايي ، ولسمشر ورسره ژمنه کړې،چې دوی ته به د څارنې حق د يو فرمان له مخې ورکړي او کله چې ياده ستونزه حل شي نو دوی به هم د خپلو کارونو له پيل سره سم اداري پلاوی هم وټاکي.
خو د ولايتي شورا مؤقت مرستيال ميرويس اميري بيا د اداري پلاوي د ټاکلو د ځنډېدو لامل د دغې شورا د غړو ترمنځ خپلمنځي اختلافات په ګوته کوي .
هغه زياته کړه : (( په شورا کې يوه د کليمزي او بله د اخترمحمد ډله وه،چې کليمزي وکولی شول د اته رايو په ترلاسه کولو ځان مشرانو جرګې ته ورسوي خو د شورا بله ډله يواځې ۷ ملګري   لري. ))
نوموړی وايي د شورا اته غړي شاوخوا ۹ ځلې د اداري پلاوي د ټاکلو په موخه ټاکنو ته حاضر شول خو دويمه ډله حاضره نه شوه او له همدې امله مؤقت پلاوی ټاکل شوی دی .
اميري زياتوي د اداري پلاوي د نه ټاکل کېدو له امله د دوی کارونه له ستونزو سره  مخ دي .
د هغه په وينا، کله چې د خلکو ستونزې د حل  په موخه له کومو ادارو سره شريکوي نو دوی ته د اداري پلاوي د نه ټاکل کېدو له امله ارزښت نه ورکوي .
د ولايتي شورا مؤقت مرستيال وايي : (( که خبر واى چې له يوه لوري ورڅخه د څارنې حق اخيستل کېږي او له بل لوري ځپلمنځي ستونزی به ولرو نو ځان مې هېڅکله هم دغې شورا ته نه نوماند کاوه. ))
هغه د شورا له ټولو غړو څخه غوښتنه وکړه،چې د اداري پلاوي د ټاکلو په موخه دې حاضر شي ترڅو د خلکو ستونزو د حل کولو په موخه چارې ترسره کړي .

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.