4 security men killed in Kapisa ambush

محمود راقي (پژواک، ٣ کب ٩٣): د کاپيسا ولايت چارواکي وايي، د يوې نښتې په ترڅ کې څلور  دولتي سرتېري وژل شوي دي.
د دې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال خواجه فقير احمد صديقي د کب په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا نښته نن غرمه مهال د دې ولايت په تګاب ولسوالۍ کې رامنځته شوې وه.
هغه زياته کړه، د دولتي ځواکونو يو کاروان اله ساى ولسوالۍ ته اکمالات کول، چې د تګاب ولسوالۍ په اړوندو  سيمو کې، وسله والو پرې بريد کړى او چاودنې هم شوې دي.
دى وايي، دولتي ځواکونه له وسله والو سره په جګړه کې ښکېل شوي، چې په پايله کې يې دوه د ملي اردو سرتېري، يو د چټک غبرګون قطعې سرتېرى او يو ملي پوليس ووژل شول او دوه نور پوليس ټپيان شوي دي.
صديقي وويل، چې په سيمه کې اوس هم عمليات روان دي او اکمالاتي کاروان د  اله ساى په لوري روان شوى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې په دې نښته کې يې تر لسو زياتو دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.