Insecurity, crimes rise in Kapisa’s Kohistan-II

محمودراقي ( پژواک، ١٨ سلواغه ٩٣ ) : د کاپيسا ولايت د دويم کوهستان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د پوليسو د تشکيل د کموالي له امله يې په سيمه کې امنيت خراب او جنايي جرمونه زيات شوي دي.
دغه راز د دې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د شپې له خوا د نامسوولو وسله والو کسانو فعاليتونه  زيات شوي  او خلک له ماښامه وروسته له کوره نه شي راوتلى.
د دويم کوهستان ولسوالۍ د جمال اغې د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وويل چې غله، او نامسوول کسان تر مازيګر وروسته لارو کوڅو ته راوځي او خلکو ته ستونزې جوړوي.
هغه زياته کړه، چې دوى له خلکو پيسې او نور مالونه اخلي، خلک ځوروي ، وهل ډبول هم ورکوي.
د نوموړي په وينا، دا ستونزې په دې وروستيو کې ډېره شوې دي چې له امله يې خلک تر مازيګر او ماښام وروسته له خپلو کورونو نه شي راوتلى.
د يحيى په نامه ددې ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي وويل چې د غلو او نامسوولو وسله والو ترڅنګ په دې ولسوالۍ کې  د وسله والو مخالفينو  فعاليتونه هم ليدل شوي دي.
د هغه په وينا، له تېرې څه مودې راهيسې ددې ولسوالۍ په بېلا بېلو سيمو کې ددولتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ نښتې هم شوې، چې له امله يې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
يحيى زياتوي چې په ولسوالۍ کې د پوليسو تشکيل او شمېره کمه ده، ځکه دوى نه شي کولى چې د غلو، نامسوولو وسله والو او مخالفينو مخه ونيسي.
د سميع الله په نامه ددې ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي وويل چې څه موده مخکې پخوانى جهادي قوماندان د ناپېژانده وسله والو له خوا په رڼا ورځ ووژل شو.
د هغه په وينا، خلک له نا امنيو څخه په تنګ شوي او له حکومت څخه يې وغوښتل چې په دې ولسوالۍ کې د پوليسو شمېره زياته کړي.
د دويم کوهستان ولسوال محمد عثمان حقيار بيا وايي  چې اوسمهال يو څه ستونزې حل شوي  ، خو د پوليسو شمېر کم دی او دوی نه شي کولای د ولسوالۍ ټولې برخې کنټرول کړي .
هغه پژواک ته وويل : (( موږ له لوړ پوړو چاروکو غواړو چې زموږ د پوليسو شمېر زيات کړي ځکه سيمه ډېره پراخه ده .))
د ولسوال په وينا، کله چې د پو ليسو شمېر يې زيات شي، نو دوى کولى شي چې د ولسوالۍ د ټولو برخو امنيت ټينګ کړي.
په مشرانو جرګه کې د کاپيسا د خلکو استازي محي الدين منصف  هم په ياده ولسوالۍ کې ستونزې مني او ادعا کوي چې ځينې دولتي چارواکي خپلې دندې په سمه توګه نه ترسره کوي.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې په دويم کوهستان ولسوالۍ کې د پوليسو شمېره کمه  ده او د لوجستيک په برخه کې هم ستونزې لري.
ده زياته کړه چې له مرکزي حکومت سره يې خبرې په دې اړه  پيل کړې دي څو ددې ولسوالۍ د پوليسو شمېره زياته کړي چې امنيت ورسره ښي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.