4 construction company workers kidnapped in Jawzjan

شبرغان(پژواک، ١٥سلواغه ٩٣): په جوزجان ولايت کې دوه وسله وال مخالفين او يو پوليس وژل شوي او په همدې ولايت کې د سړک جوړونې شرکت څلور کارکوونکي وتښتول شول.
 د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمد جوزجاني وايي چې د تېرې شپې نښته هغه مهال رامنځته شوه چې وسله والو مخالفينو په قوش تپه ولسوالۍ کې د ځايي پوليسو پر پوستو په دوو ځايونو کې بريد وکړ.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې نښته کې دوه وسله وال مخالفين او يو ځايي پوليس وژل شوي او څلور مخالفين او دوه پوليس  ټپيان شوي دي.
په قوش تپه ولسوالۍ کې د سړک جوړونې د يوه شرکت څلور کارکوونکي هم تښتول شوي دي.
د جوزجان امنيه قوماندان وويل چې تښتول شوي کسان تازه د شبرغان –قوش تپه سړک د پخولو په پروژه کې په کار کومارل شوي وو چې تېره شپه د وسله والو له خوا له خپلو څلورو موټرو سره وتښتول شول.
هغه زياته کړه چې ددې کارګرو د خلاصون لپاره د امنيتي ځواکونو هڅې دوام لري.
د جوزجان د عامه ګټو رييس انجنيرعطاالله وويل چې تښتول شوي کسان له هغو سرکتونو سره تړاو نه لري چې له عامه ګټو سره کار کوي.
هغه زياته کړه چې دوى د قوش تپه- شبرغان سړک د پخولو د چارو اړوندو کارونو د مخته وړلو لپاره د بروان سوپر او بلال تواب شرکتونو سره تړون لاسليک کړى چې دا مهال دواړه شرکتونه په کار بوخت دي.
د فوايد عامې رييس وويل:((زيات احتمال لري چې تښتول شوي کسان هغه اشخاص وي چې له دې قرار دادي شرکتونو سره يې د اړينو توکو په چمتو کولو کې د همکارۍ ژمنه کړې وه.))
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
 شاوخوا څلور مياشتې وړاندې هم د يوه شرکت دوه پاکستاني کارکوونکي د همدې د خواجه دوکوه ولسوالۍ په دشت ليلې سيمه کې له موټر چلوونکي سره تښتول شوي وو چې وروسته چلوونکى ووژل شو او پاکستاني کارکوونکي  خوشې شول.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.