چاريکار (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٣): د پروان په مرکز کې سلګونو تنو د يو لاريون په ترڅ کې غوښتنه وکړه چې ولايتي شوراګانو ته دې د سيمه ييزو ادارو پر کړنو د څار حق ورکړل شي.
ولسي جرګې تېره چهارشنبې د ولايتي شوراګانو د قانون د تعديل په طرحه کې هغه ماده رد کړه چې له مخې يې ولايتي شوراګانو ته د سيمه ييزو ادارو پر کړنو د څار حق ورکړل شوى و.
له همدې امله ډېرو ولايتي شوراګانو د اعتراض په توګه د خپلو دفترونو دروازې تړلې دي او په بېلابېلو ولايتونو کې يې لاريونونه کړي دي.
پروان کې هم نن خلکو د ولسي جرګې د همدې پرېکړې په غبرګون کې لاريون وکړ.
دغو لاريون کوونکو چې شمېر يې شاوخوا ٦٠٠ تنو ته رسېده، نن له غرمې مخکې د پروان د مرکز اړوند له ځنګل باغ سيمې د چاريکارو ښار تر چوک پورې سوله ييز لاريون وکړ.
د پروان د ولايتي شورا مشر او لاريون کوونکي غلام بهاوالدين جيلاني وويل چې ولايتي شوراګانو ته بايد د سيمه ييزو ادارو پر کړنو د څار حق ورکړل شي.
دى وايي چې په ننني لاريون کې هغو کسانو برخه اخيستې چې د ولايتي شورا غړو ته يې رايه ورکړې او ولايتي شوراګانو ته د څار حق ورکولو غوښتنه کوي.
د هغه په وينا، تر هغه به د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې لاريونونه روان وي چې د خلکو ياده غوښتنه نه وي منل شوې.
له لاريون کوونکو يو تن محمداسماعيل چې د پروان د مرکز اوسېدونکى دى، وايي: "موږ د ولايتي شورا غړو ته رايه ورکړې ده؛ تر څو زموږ له حقونو دفاع وکړي، که د څار حق ورنه کړل شي نو څنګه به د خلکو له حقونو ساتنه وکړي؟ بايد دا حق ورکړل شي."
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې ولسمشر د سيمه ييزو ارګانونو ادارې ته دنده ورکړې چې ولايتي شوراګانو ته د څار حق ورکولو په اړه څېړنه وکړي او يوه طرحه جوړه کړي چې د تصويب په موخه يې ملي شورا ته واستوي.
دغه راز د سيمه ييزو ارګانونو ادارې ويلي چې د ولايتي شورا استازو له ولسمشر سره کتلي او د سيمه ييزو ادارو پر کړنو د دغو شوراګانو د څار د څرنګوالي په اړه ورسره هوکړې ته رسېدلي دي.
دې ادارې ويلي چې په دې اړه جزئيات به وروسته خپاره شي.
Add new comment