ميدانښار (پژواک، ٧ سلواغه ٩٣): په ميدان وردګو ولايت کې د اوبو ډنډ ته د يوه موټر د لوېدو په پېښه کې شپږ ملکي وګړي مړه شوي دي.
د دغه ولايت د والي و ياند عطاء الله خوږياڼي د سلواغې په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون ناوخته د چک ولسوالۍ د غني خېلو په کلي کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې د چک ولسوالۍ برېښنا بند ته څېرمه د غني خېلو په کلي کې د اوبو پر يوه ډنډ له تېر شوي وسپنيز پله څخه سراچه موټر غورځېدلى دى.
دى وايي چې په دې پېښه کې د چلوونکي په ګډون شپږ کسان مړه شوي چې يوه ښځه او ماشوم هم په کې شامل دي.
د نوموړي په وينا چې يا کسان د سيمې اوسېدونکو له اوبو را ايستلي دي.
خوږياڼى وايي دغه کسان، چې د مېرمنې په ګډون ۵ تنه يې د چک او يو يې د سيداباد ولسوالۍ اوسېدونکی دی،غوښتل چې له کابل څخه تر راتګ وروسته د چک ولسوالۍ غني خېلو سيمې ته ولاړ شي.
Add new comment