More Jawzjan militants join peace process

شبرغان (پژواک، ٩ مرغومى ٩٣): په جوزجان ولايت کې د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم له لارې دوه سوه وسله وال د سولې له پروسې سره يوځاى شول.

تېره ورځ ٨٠ وسله وال مخالفين د درزاب ولسوالۍ د سردرې په سيمه کې د جنرال دوستم په شتون کې د سولې له پروسې سره يو ځاى شول.

امنيتي چارواکي وايي چې ١٢٠ نور مخالفين هم په همدې سيمه کې له سولې پروسې سره يو ځاى شوي دي.

د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمد جوزجاني پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مولوي نعمت الله تر مشرۍ لاندې يو ځاى شوو کسانو سل ميله بېلابېلې وسلې چې کلاشينکوفونه، پيکا او راکټ دي، له ځان سره راوړې دي.

د ده په وينا چې يو ځاى شوي قوماندان له دې وړاندې د والي او د محکمې د رييس او اوسمهال په جوزجان کې د طالبانو د پوځي شورا د مشر په توګه دنده اجراکړې ده.

ده زياته کړه چې د جوزجان د ملي امنيت رييس همدا اوس په درزاب ولسوالۍ کې د يو ځاى شوى کسانو د وسلې په ثبت او تسليمولو بوخت دى.

د جوزجان د سولې عالي شورا رييس مولوي محمداکرم وايي چې د طالبانو د دغه قوماندان يو ځاى کېدل به د فارياب او سرپل ولايتونو پر امنيتي وضعيت هم اغېز ولري.

هغه وويل چې قوماندان نعمت الله ژمنه کړې چې د طالبانو له نورو ډلو سره به هم اړيکې نيسي چې له جګړې لاس واخلي او د سولې له پروسې سره يو ځاى شي.

د جوزجان د سولې شورا رييس زياته کړه چې دوى د خپلو مقرراتو له مخې يو ځاى شوو کسانو ته شپږ مياشتې تنخوا ورکوي او د کار زمينه ورته مساعدوي چې ډېر ژر به د درزاب- جوزجان د ٤٠ کيلومتره سړک د پخولو د بيارغونې مهمه پروژه پيل کړي.

جنرال دوستم هم د دغو دوو سوو کسانو پر ځاى کېدو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې د ولسمشر اشرف غني د لارښوونې له مخې يې په هغو مراسمو کې ګډون کړى چې په درزاب کې جوړ شوي وو او دغه اقدام يې د هېواد په شمال کې د سولې د راتګ پيلامه وبلله.

نوموړي په خپله فيسبوک پاڼه کې ليکلي چې حکومت له دولت سره د يو ځاى کېدونکو کسانو لپاره د کاري او کسبي زمينې په برابرولو کې هېڅ ډول هڅې نه درېغوي.

خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له پژواک خبري اژانس سره د ټيلېفوني اړيکې په ترڅ کې وويل چې مولوي نعمت الله يې څلور مياشتې وړاندې له خلکو څخه د عشر او زکات د راټولولو او له هغوى سره د زور زياتي له امله له خپلو ليکو شړلى دى.

هغه ادعا وکړه چې اوسمهال مولوي نعمت له خپلو ځينو ملګرو سره له جنرال دوستم سره يو ځاى شوى خو له طالبانو سره کومه اړيکه نه لري.

د ويلو ده چې جنرال دوستم تېره ورځ له سيمه ييزو چارواکو او مشرانو سره د ليدو او د امنيتي ستونزو د څېړنې په موخه د جوزجان قوش تپې او درازب ولسواليو ته سفر کړى دى.

د سولې پروګرام له پيل ١٣٨٩ نه تر اوسه پورې شاوخوا ٦٠٠ وسله وال مخالفين په جوزجان کې د سولې له پروسې يو ځاى شوي دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.