Dostum in Jawzjan to assess law, order

شبرغان(پژواک، ٨ مرغومى٩٣): د ولسمشر لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم د امنيتي ستونزو د څېړنې ، له ځايي چارواکو او مخورو سره د ليدنې په موخه د جوزجان درزاب او قوش تپې ولسواليو ته سفر کړى.

جوزجان ولايت مرستيال انجنيرعبدالرحمن محمودي پژواک خبري اژانس ته وويل چې جنرال دوستم تېره شپه دې ولسوالۍ ته سفر کړى او دى يې د سفر په اړه کره معلومات نه لري.

خو په جوزجان کې د جنبش ګوند د ولايتي شورا مشر کينجه کارګر وويل چې جنرال دوستم له ځايي چارواکو، مخورو او خلکو سره د هغوى د ستونزو او امنيت خوندي کولو په اړه د خبرو کولو په موخه يادو ولسواليو ته تللى دى.

هغه زياته کړه چې دغه دوه ولسوالۍ نا امنه وې او خلکو يې د وسله والو مخالفينو د فعاليت په اړه اندېښنه درلوده چې د اړتيا په صورت کې به د وسله والو مخالفينو پر ضد عمليات وکړي.

د درزاب ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمد عيسى وويل چې د ولسمشر لومړي مرستيال تېره شپه د قوش تپې له لارې درزاب ته راغى او د خلکو له تود هر کلي سره مخ شو.

دده په خبره، په سلګونو وسله وال مخالفين درزاب ولسوالۍ کې را ټول شوي وو، خو د جنرال دوستم له سفر نه تر خبرېدو وروسته وتښتېدل.

هغه وويل:((وسله وال طالبان خلک ځوروي، عشر او ذکات اخلي، موږ له دولت غواړو چې د هغوى پر ضد عمليات وکړي.))

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې په جنرال دوستم پورې اړوند د سردارمحمد، عبدالوهاب، نجيب الله او محمد په نومونو څلور سرتېري په جوزجان کې له دوى سره يو ځاى شوي دي.

هغه د سرتېرو د يو ځاى کېدو کره سيمه په ډاګه نه کړه خو هغوى يې د خواجه دوکوه ولسوالۍ اوسېدونکي وبلل.

خو د جوزجان امنيه قوماندانۍ د اوپراسيون امر سمونوال عبدالمنان رووفي دغه څرګندونې رد کړې او ويې ويل چې تېره شپه د درزاب ولسوالۍ په خوازګان کلي کې دوه ماين اېښودونکي په خپل ماين کې وژل شوي دي.

رووفي زياته کړه چې دغه ماينونه په لرې کلي کې اېښودل شوي او د جنرال دوستم له سفر سره تړاو نه لري.

د ويلو ده چې جنرال دوستم د ملي اسلامي جنبش پخوانى مشر او د جوزجان ولايت د خواجه دو کوه ولسوالۍ اوسېدونکى دى.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.