New PC members take oath, vow to fight graft

ميدانښار ( پژواک ۱۰ لړم۹۳) : د ميدان وردګو د ولايتي شورا نويو ټاکل شويو وکيلانو د لوړې تر مراسمو وروسته ژمنه وکړه، چې د فساد پر ضد او ملکي وګړو ته د تلفاتو په مخنيوي کې به جدي مبارزه وکړي.

ددغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د لړم په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن ددغه ولايت د والي عبدالمجيد خوږياڼي په شتون کې د ولايتي شورا ددې دورې ټاکل شويو وکيلانو ته سوګند ورکړل شو.

د ولايتي شورا نوي غړي انجنيرحسيب الله کليمزي وويل چې د عملياتو پر مهال به دواړو ښکېلو لورو څخه زيات ملکي وګړو ته زيان اوښته او د دوی شورا به تر ټولو مخکې د دغې ستونزې د مخنيوي په موخه کار وکړي.

نوموړي همدا راز زياته کړه، په جدي ډول د فساد پر ضد مبارزه د ولايتي شورا د نويو برياليو غړو بله موخه ده،چې په ترسره کولو کې به يې جدي هڅې وکړي .

نوموړى وايي، هغه دولتي مامور چې د فساد اړوند په مستندو معلوماتو شريکولو کې له دوی سره همکاري وکړي، نو يو ميليون افغانيو پورې به نغدي انعام ورکړي .

په دغو مراسمو کې د ولايتي شورا پخواني مرستيال حاجي محمد حضرت جانان د دغې شورا پر لاسته راوړنو خبرې وکړې او د ولايتي ادارې له لوري له دوی سره د ترسره کړې همکارۍ څخه مننه وکړه.

د ميدان وردګو والي هم د ولايتي شورا نويو غړو ته د مبارکۍ ترڅنګ لارښوونه وکړه،چې پر مختيايي چارو کې د دغې شورا د پخوانيو غړو په څېر له ولايت مقام سره همکار ووسي .

ده وويل، د ولايتي شورا پخوانيو غړو په خپل منځ کې هېڅ ډول قومي،ژبني او مذهبي تعصبات نه درلودل او د ولسي او مشرانو جرګې غړو سره يې هم ښه همکاري درلوده .

هغه له نويو غړيو هم وغوښتل چې په يادو برخو کې د پخوانۍ شورا لاره خپله کړي .

په جوړو شويو مراسمو کې نويو غړو ته د لوړې ورکولو ترڅنګ پخوانيو غړو ته د ولايت مقام له لوري برابرې شوې ډالۍ او ستاينليکونه هم ورکړل شول.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.