"اعضای موفق شورای ولایتی به طور انتصابی آمده اند"

ميدانښار ( پژواک ۶ لړم ۹۳) : د ميدان وردګو ولايتي شورا يو پخوانی غړی شېرشاه بازون وايي ، چې له دغه ولايت څخه ولايتي شورا ته راغليو کسانو په انتخابي ډول نه، بلکې په انتصابي بڼه لاره پيدا کړې ده.
د ولايتي شوراګانو د ټاکنو پايلې تر نږدې اوو مياشتو ځنډ وروسته دلړم په څلورمه اعلان شوې، چې يو لړ غبرګونونه يې له ځانه سره لرل.
بازون د لړم په ۶مه پژواک اژانس سره په ځانګړو خبرو کې وويل: (( هغه کسان چې مادي امکانات يې درلودل،د ټاکنو کمېسيون په مرسته ورته صندوقونه ډک شوي دي.))
هغه زياتوي ، له همدې امله دوی د ولايتي شورا برياليو کانديدانوته انتخابي نشي ويلى،بلکې دوی په انتصابي ډول راغلي دي .
شېرشاه بازون،چې خپله هم د ولايتي شورا ټاکنو ته يې ځان کانديدکړی و او په وروستي لېست کې يې نوم نه دى راغلى،وايي د ستونزو د رامنځته کېدو د مخنيوي په موخه څه نه وايي،کنه کولى شي،د اعلان شويو کسانو په اړه د فساد بشپړ ثبوتونه هېوادوالو ته وړاندې کړي .
خو د ميدان وردګو د ټولټاکنو خپلواک کمېسيون رييس نورالله پيغام پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې ټاکنې په پوره شفاف ډول ترسره شوي او د شکايتونو کمېسيون له څېړنې وروسته پايلې اعلان شوې دي.
هغه زياته کړه، د ولايتي شورا ټولو کانديدانو د ټاکنو په اړه خپل شکايتونه ثبت کړي و او له هغه وروسته د شکايتونو کمېسېون يې څېړنه کړې او په ترڅ کې هغه کسان،چې شفافې رايې ترلاسه کړي،بريالي اعلان شوي دي .
دغه راز ددې ولايت ولايتي شورا ته بريالى شوى حاجي ميرويس هم د ولايتي شورا ټاکنې شفافې او رڼې بولي .
نوموړی پژواک ته وويل: (( هغه کسان،چې زورواکي وو،پيسې يې درلودې،ولايتي شورا ته بريالي نه شول،مګر هغه کسان چې اولسونه يې درلودل د خلکو په رايو دغې شورا ته بريالي شول .))
هغه زياتوي ، تر ټولو ستر فساد د ولايتي شورا په ټاکنو کې د پايلو ځنډ و ، چې د ولسمشرۍ د دويم پړوا ټاکنو او د دواړو کانديدانو ترمنځ رامنځته شو.
ټاکل شوې په څو راتلوونکو ورځو کې د ولايتي شورا بريالي شوي کسان د لوړې مراسم ترسره کړي .

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.