Country headed in right direction: Abdullah

 
ښرنه(پژواک،٢٩چنګاښ٩٣): د ولسمشرۍکانديد ډاکټر عبدالله عبدالله وايي،چې افغانستان سم لوري ته روان دى او څوک به پرېنږدي؛څو وضعيت  د بحران  لوري ته يوسي.
عبدالله عبدالله دا څرګندونې د چنګاښ په ٢٩مه  د پکتيکا ولايت  د ارګون په ولسوالۍ کې د سې شنبې ورځې د پېښې له قرباني کورنيو سره د لېدنې پر مهال وکړې.
ډاکټر عبدالله د ارګون د پېښې د قربانيانو کورنيو ته وويل ، چې د دې ولسوالۍ پر وروستۍ پېښه سخت خواشينى شوى دى.
د تېرې سې شنبه په ورځ  اُرګون ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله لږ تر لږه ٥٠ تنه ووژل شول او ٧٠ نور ټپيان شول، چې  د چارواکو په وينا، ټول  يې ولسي وګړي دي.
 د ولسمشرۍ دې کانديد د غمشريکۍ په توګه له  غمځپولو کورنيو سره د پنځه ميليون افغانيو مرسته هم اعلان کړه.
ډاکټر عبدالله وويل: (( زه تاسو ته ډاډ درکوم؛ چې هېواد به د بحران خوا ته نه ځي او نه به څوک پرېږدو؛څو هېواد بحران ته يوسي.))
د دې ولسوالۍ ځايي خلکو د ولسمشرۍ له  عبدالله عبدالله  څخه مننه وکړ، چې د غمشريکۍ لپاره يې  له دې ولسوالۍ څخه لېدنه وکړه.
د علي خان په نامه يوتن ، چې په  دغه پېښه کې يې د کورنۍ دوه غړي له لاسه ورکړي پژواک ته وويل، چې پوښتنې ته يې د مشرانو په راتګ سره  غم کم شوى دى.
ده  له عبدالله څخه مننه وکړه، چې په دې سختو شرايطو کې يې له ارګون څخه  ليدنه وکړه.
تر دې مخکې د ولسمشرۍ بل کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزى هم د غمشريکۍ به موخه ارګون ولسوالۍ ته تللى و .

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.