My conversation distorted, claims Khogyani

 
کابل (پژواک ٦ چنګاښ ٩٣): د ميدان وردګو والي وايي، چې د اصلاحاتو او همپالنې د ټيم له خوا خپرې شوې خبرې د ده دي خو تحريف شوې او له ياد ټيم څخه يې وغوښتل چې د دغو خبرو بشپړ جريان نشر کړي.
تېره ورځ د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنۍ ډلې يوه غړي عبدالجبار شلګري په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوګياڼي د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې د اشرف غني احمدزي په ګټه درغلي کړې ده.
په دې غونډه کې د يادې ډلې له لوري يوه ټيلېفوني اړيکه خپره شوه، چې د شلګري په وينا دغه اړيکه د ميدان وردګو د والي او د دغه ولايت د جغتو ولسوالۍ د ملي اردو د يوه افسر تر منځ ترسره شوې ده.
د اصلاحاتو او همپالنې د ټيم له لوري په خپاره شوي غږ کې هغه کس ته چې د ميدان وردګو والي ويل شوى، مقابل لوري ته چې د ملي اردو يو افسر معرفي شوى وايي: ((ما د ټاکنو له کمېسيون سره خبرې کړې دي، تاسو د ټاکنې له مرکز بهر امنيت ونيسئ، له دننه سره کار مه لرئ، هلته د ټاکنو کمېسيون کار کوونکي او ناظرين شته دي.))
د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوږياڼي په يوې خبري غونډه کې نشر شوې خبرې خپل غږ بولي خو ادعا کوي، چې په خبرو کې يې تحريف شوی دی.
نوموړي د اصلاحاتو او همپالنې له ډلې غوښتنه وکړه، چې يادې خبرې دې په بشپړ ډول خپرې کړي .
د وردګو والي وايي، د ټاکنو په ورځ د دغه ولايت د جغتو ولسوالۍ او يو شمېر نورو سيمو اوسېدونکو، د ټاکنو خپلواک کمېسيون کار کوونکو او د تحول او تداوم ډلې له خوا ورته شکايتونه راغلل، چې د ملي اردو منسوبين د ټاکنو په بهير کې لاسوهنه.
هغوى ويل، چې د اردو منسوبين د اصلاحاتو او همپالنې ټيم په ګټه کار کوي او څوک نه پرېږدي چې اشرف غني رايه واچوي.
خوږياڼى زياتوي، چې د موضوع د حل لپاره يې په دغه ولايت کې د ملي اردو له مشرانو سره خبرې وکړې خو کومه ګټه يې ونه کړه او شکايتونه په پرله پسې ډول زيات شول .
والي وايي، دغه شکايتونه تر هغه بريده ورسېدل، چې د سيمې اوسېدونکو او د ډاکټر اشرف غني احمدزي پلويانو غوښتل، په دغه ولايت کې د ملي اردو پر ضد پاڅون وکړي او دغه موضوع رسنيو ته هم ورسوي.
د هغه په وينا، چې ده د دې موضوع د حل په موخه په جغتو ولسوالۍ کې د ملي اردو د ټولي له قوماندان تورن اسدالله سره، چې په اړه يې شکايتونه شوي وو، ټيلېفوني اړيکه ونيوه .
هغه وويل: ((دا چې ما ورته ويلي زه هم پښتون يم او ته هم پښتون يې، له نوموړي شکايتونه وو،چې د ښځينه وو مرکز ته ننوځي او دغه عمل هېڅکله يو پښتون نه ترسره کوي او نه يې د بل له لوري زغملی شي، خو له بده مرغه زما له ثبت شوو خبرو يواځې د پښتون څو کلمې را اخيستل شوې او نورې خبرې مې تحريف شوې دي.))
 
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.