د تخار د ټاکنو کمېسيون ٤٠ سلنه کار کوونکي لرې شوي

 
تالقان (پژواک ٣ غبرګولى ٩٣): د تخار د ټاکنو د کمېسيون رييس وايي، خپل٤٠ سلنه هغه کار کوونکي يې له دندو کوښه کړي، چې په تېرو ټاکنو کې يې درغلۍ کړې وې.
روح الله موسوي له پژواک سره په مرکه کې وويل، يوه کمېټه يې ټاکلې، چې درغلي کوونکي کارکونکي وپېژني څو په دويم پړاو کې رڼو ټاکنو ته لاره هواره شي.
هغه وايي، دې کمېټې تراوسه ٤٠ کسان پېژندلي، چې ډېرى يې سيمه ييز ناظمين دي.
ده وويل: ((هوکې! په چارو کې يې نېمګړتيا وه، سليقه يي چلندونه يې کړي، وړ کسان نه وو او د روابطو پر اساس ګومارل شوي. نو ځکه٦٠سلنه سيمه ييز ناظمين له ځان سره ساتو او ۴۰ سلنه نور مو چې شمېر يې٤۰ کسانو ته رسېږي له دندو ګوښه کړي. د ټاکنو کمېسيون نور کارکوونکي له موږ سره قرارداد لري، خپلو چارو ته دوام ورکولى شي.))
روح الله موسوي وايي، د دغو کارکوونکو په لرې کولو سره به يې کارکوونکي په دويم پړاو ټاکنو کې درغليو ته زړه ښه نه کړي.
موسوي وايي، د ټاکنيزو سايټونو په ډېرېدو هغه کسان چې د لارې د لرې والي له کبله نه شي کولى د رايې ورکولو مرکزونو ته ورشي، اسانتيا برابرېږي.
اخوا د تخار د مدني ټولنو يو شمېر استازي او ځايي اوسېدونکي وايي، د ټاکنو کمېسيون بايد ټول هغه کارکوونکي له دندو ګوښه کړي، چې په تېرو ټاکنو کې يې درغلۍ کړې دي.
په تالقانو کې د مدني ټولنې غړې شفيقې شجاعي پژواک ته وويل، په تېر ځل ټاکنو کې ډېرې  درغلۍ د ټاکنو کمېسيون کارکوونکو کړې وې.
شجاعي د ټاکنو له کمېسيون څخه وغوښتل، چې رڼو ټاکنو ته لاره هواره کړي او خپل کارکوونکي وڅاري.
د ورسج ولسوالۍ اوسېدونکي فريدون پژواک ته وويل، ډېر خلک له ساحوي ناظمينو څخه شکايت لري، چې په پراخه کچه يې درغلۍ کړې دي.
هغه وايي: ((خوشال يم، چې يو شمېر ناظمين يې له دندو ګوښه کړي.))
تخار کې ۲۱۵ ټاکنيز سايتونه دي، چې د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون د چارواکو په وينا، چې په دويم پړاو ټاکنو کې به يې شمېر تر دې هم لوړېږي.
ټاکل شوې دويم پړاو ټاکنې د غبرګولي په٢٤مه ترسره شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.