US confident Afghan forces to secure runoff vote

ميدانښار(پژواک،٧غويى٩٣): د امريکا چارواکي وايي، چې افغان ځواکونه کولاى شي، څو د ټاکنو د ممکنه دويم پړاو امنيت خوندي کړي.
دا څرګندونې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ملکي استازې کرن ډېکر  په ميدان وردګو ولايت کې د غويي په ٧مه هغه غونډې کې وکړې، چې د ياد ولايت د والي په ګډون په کې سيمه ييزو چارواکو برخه لرله.
هغې وويل،په تېرو ټاکنو کې افغان پوځيانود بهرنيو پوځيانو له ملاتړ پرته د ټاکنو امنيت خوندي کړ.
دې وويل:(( موږ پوره چمتوالى درلود،چې په ټاکنو کې د افغان ځواکونو ملاتړي ووسو، خو افغان ځواکونو پرته له دې،چې زموږ ملاتړ ترلاسه کړي،په يواځې سر يې د ټاکنو امنيت ونيوه، باوري يم که ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې شي افغان سرتېري به امنيت وساتي.))
د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوږياڼي وويل، د لومړي پړوا ټاکنو په ترسره کېدو سره په امنيتي برخه کې خپلو نيمګړتياوو ته هم ځير شوي او په ممکنه دويم پړاو کې به ښه والى ولري.
په همدې حال کې د ميدان وردګو ولايت د ټاکنو کمېسيون رييس انجنير نورالله پيغام د دويم  پړوا ټاکنو ترسره کېدو ته په خپله برخه کې پوره چمتوالي وښود.
ده زياته کړه، هغه ستونزې، چې په لومړي پړوا ټاکنو کې وې ، په دويم پړوا کې به يې بشپړ مخنيوى وکړي.
د هغه په وينا، د ميدان وردګو ولايت خلک هيله لري، چې د دغه ولايت په ټولو سيمو کې د رايې  ورکولو مرکزونه فعاله کړي.
دغه ټاکنې د وري په١٦مه ترسره شوې، چې د ټاکنوکمېسيون د رييس احمديوسف نورستاني په وينا، له لومړنيو پايلو داسې ښکاري، چې د ولسمشرۍ ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې شي.
پر همدې مهال د ټاکنو خپلواک کمېسيون په ګډون، کورنيو چارو او ملي دفاع وزارتونو ويلي، که ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې شي ، پوره چمتوالى ورته لري.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.