NDS detains would-be suicide bombers

 
شبرغان (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٣): د جوزجان ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې يې څلور شکمن ځانمرګي له يوې ريکشې سره يو ځاى، چې له ځان سره يې د ولسمشرۍ د يوه نوماند عکس هم لېږداوه، نيولي دي.
د جوزجان مرستيال والي انجنير عبدالرحمن محمودي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کسان د جوزجان مرکز په باغ افغانيه شبرغان سيمه کې د ملي امنيت د موظفينو له لوري نيول شوي دي.
هغه زياته کړه، چې دوى له يوې اونۍ راپه دېخوا تر پلټنو لاندې وو او د څېړنو پر مهال يې ويلي، چې د جوزجان ولايت پر مقام يې د ځانمرګي بريد نيت درلود.
د جوزجان ولايت مقام له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوو عکسونو او ويډيو کې ښکاري، چې دغه کسان د چاودېدونکو توکو له يوه واسکټ او يوې ريکشې سره چې د ولسمشرۍ د يوه نوماند عکس هم پرې لګېدلى و، نيول شوي دي.
د جوزجان مرستيال والي وويل، بريد کوونکو د ولسمشرۍ د يوه نوماند له عکس څخه په ګټې اخيستو غوښتل، چې په خپل دغه کار سره امنيتي ځواکونه تېر باسي او ورانکاره کړنه ترسره کړي.
محمودي زياته کړه، دا دويم ځل دى چې د ملي امنيت موظفينو د ځانمرګو بريد کوونکو په نيولو سره له خونړيو پېښو مخنيوى کوي.
د شبرغان ښار يو اوسېدونکى بشير حکيمي وايي، چې د پېښو له رامنځته کېدو په مخنيوي کې د امنيتي ځواکونو هڅې ستايي او په دې ډول کړنو سره خلکو ته د امنيت ډاډ ور په برخه کوي.
هغه زياته کړه، وسله والو مخالفينو په دې ډول کارونو سره غوښتل، چې د ټاکنو امنيت خراب کړي، خو په دې کار کې بريالي نه شول.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.