Security men used for political gains: Khogyani

 
ميدانښار (پژواک ۲۷ ورى ۹۳): د ميدان وردګو والي غوښتنه وکړه، چې سرتېرې دې د سياسي موخو لپاره نه کارول کېږي.
والي عبدالمجيد خوږياڼي دغه غوښتنه د وري په ٢٧مه په ميدانښار کې له امنيتي ځواکونو سره په يوه ګډه امنيتي غونډه کې وکړه.
هغه زياته کړه، چې ملي امنيتي ځواکونه ټول هېوادوال په امنيت ساتلو کې پر دوی باوري کړي دي.
خو والي وويل، چې اوسمهال هم په يو شمېر سيمو کې د مسوولينو له لوري سرتېري د سياسي موخو لپاره کارول کېږي، چې نه يواځې د دوی دندې ته زيان رسوي، بلکې د خلکو لاسته راغلى باور هم له لاسه ورکوي.
خوږياڼي زياته کړه، په ټاکنو کې د دغه ولايت د همغږۍ مرکز د پلان مطابق د ميدان وردګو ټولو هغو سيمو ته چې ټاکل شوې وې، ټاکنيز توکي انتقال شول او دغه کار د امنيتي ځواکونو ستره لاسته راوړنه وه.
هغه وايي: ((په دغه ولايت کې يو شمېر ځانګړو سرتېرو، چې د مسوولينو له لوري سياسي هدفونه ورکړل شوي وو، له امله يې په ځينو سايټونو کې د رايې اچونې بهير ترسره نه شو.
که څه هم هغه د کومو ځانګړو سرتېرو نوم په ډاګه نه کړ، خو هيله يې څرګنده کړه، که ټاکنې دويم پړوا ته ولاړې شي، نو د لومړي پړاو له ټاکنو په تجربې سره به ټولې ستونزې حل او ټاکنو ته به په ټولو اړخونو کې ښه زمينه برابره کړي.
په همدې حال په ميدان وردګو کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر انجنير نورالله وايي، چې د ټاکنو په ورځ د دغه ولايت څلورڅلوېښت د رايې ورکونې مرکزونه تړل شوي وو.
هغه زياته کړه، دغه مرکزونه د بېلابېلو لاملونو له امله، چې په کې امنيتي ستونزې، د رايې ورکونې په بهير کې د ځينو کسانو لاسوهنه او نور شامل وو، تړل شوي وو.
د ده په وينا، که ټاکنې دويم پړوا ته ولاړې شي، نو اداره يې چمتو ده، چې د يوې اونۍ په ترڅ کې ټاکنيز توکي پوره او په خپله برخه کې بشپړ اجراات ترسره کړي.
که څه هم والي او د ټاکنو مسوول د ځانګړو کسانو نومونه په ډاګه نه کړل، خو ويل کېږي چې د دغه ولايت پر امنيه قوماندان قايم نيوکه وه، چې د يوه ځانګړي کانديد لپاره يې کار کاوه خو اوس له دغه ځايه تبديل شوى دى.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.