تالقان ( پژواک، ٢٣ ورى ٩٣ ) : د تخار د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ددې ولايت د ولايتي شورا يوه کانديده د ۲۱۰ زره افغانيو د جريمې ترڅنګه عدالي او قضايي ارګانونو ته هم ور پېژندلې ده.
د تخار د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون رييس برنا صالحي د وري په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د ولايتي شورا کانديدې لطيفې سعيدي د ټاکنو په ورځ کمپاېن کړى و .
د هغه په وينا، دغې کانديدې يو شمېر مېرمنې هغې ته د رايه ورکولو په موخه ګواښلي او يو خبريال يې هم په مرګ ګواښلی دى.
صالحي وايي، چې د تالقانو ښار اړونده چشمه شېر کې د ټاکنيزې سيمې په ښځينه برخه کې د هغې رايې هم لغوه شوې دي.
هغه زياتوي ، چې دغې کانديدې څارونکي وهلي او د ټاکنو په ورځ د قومونو تر منځ د نفاق لامل شوې.
برنا صلاحي وويل ، چې نن يې د هغې په اړه خپله پرېکړه اعلان کړه، چې ۲۱۰ زره افغانۍ جريمه شوې او جرمي دوسيه يې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کېږي.))
د نوموړي په وينا، دوی د يوې معتبرې ادارې په توګه د هغې په اړه خپله پرېکړه اعلان کړې، خو هغه کولی شي ، چې د اسنادو پر وړاندې کولو سره، په مرکز کې د استيناف غوښتنه وکړي.
د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون مشر وايي، چې لطيفې سعيدي ته يې د ټېلېفون له لارې د کمېسيون پرېکړه اعلان کړې او هغې ويلي ، چې د موضوع د لاروښانتيا په موخه د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون مرکزي دفتر ته ورځي.
د تخار د ولايتي شورا دغې کانديدې لطيفې سعيدې پژواک ته وويل ،چې دا د شکايتونو کمېسيون پرېکړې ته احترام لري، خو چې هغوى سره د تورونو په اړه اسناد وي.
نوموړې زياته کړه ، چې په کابل کې ده او دلته به استيناف طلبي وکړي.
د تخار د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون د مشر په خبره ، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شورا کانديدانو په اړه تر دې دمه ۱۱۳ شکايتونه شوي، چې ډېر يې د ولايتي شورا کانديدانو په اړه دي.
Add new comment