”د ټاکنوکمېسيون دې د کاپيسا په ناامنو ولسواليو کې د رايې اچونې مرکزونه پرانېزي“

 
محمودراقي (پژواک ١٠ ورى ٩٣): د کاپيسا يو شمېر اوسېدونکي وايي ، چې د ټولټاکنو کمېسيون دې تر راتلونکو ټاکنو پورې د رايې اچونې يو شمېر مرکزونه د کاپيسا په ناامنو ولسواليو کې پرانېزي.
دوى وايي، د ټاکنو کمېسيون او امنيتي ځواکونه دې هڅه وکړي، ترڅو د کاپيسا د ټولو ولسواليو خلک په ټاکنو کې برخه واخلي.  
د کاپيسا د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکى خيرالله وايي، که حکومت غواړي چې ښې او سرتاسري ټاکنې تر سره شي، نو د دې ولسوالۍ خلکو ته دې د رايې اچولو زمينه برابر کړي.
دى وايي: ((د کاپيسا په ټولو ولسواليو کې دې انتخابات وشي، داسې بايد و نه شي، چې په يوه ولسوالۍ کې ټاکنې وشي او په بلې کې ونه شي.))
د اله ساى ولسوالۍ قومي مشر ملک شاغا هم له دولت څخه غواړي، چې د دوى خلکو ته دې په ټاکنو کې د برخې اخيستو زمينه برابره کړي.
هغه زياتوي: ((که د کاپيسا په ټولو ولسواليو کې ټاکنې ونه شي، نو دلته د خلکو غوښتنه نه پوره کېږي او ټاکنې هم سمې نه تر سره کېږي؛ بايد په ټولو ولسواليو کې ټاکنې وشي.))
د نجراب د پچغان د سيمې اوسېدونکى عتيق الله بيا وايي، چې وسله والو دوى ته ګواښ کړى، که په ټاکنو کې برخه واخلي، نو له مرګ سره به مخ شي.
د ده په وينا، دولت دې دا ستونزې حل کړي، ترڅو خلک په ټاکنو کې برخه واخلي.
د کاپيسا د ټولټاکنو کمېسيون مشر نور احمد حنيفي وايي، دوى د کاپيسا د ټولو مرکزونو لپاره مواد او لوژستکي وسايل لري، خو په ځينو سيمو کې امنيتي ستونزې دي، چې له امله يې ۲۳مرکزونه نه دي پرانيستل شوي.
نوموړي وويل ، چې دغه مرکزونه د تګاب، اله ساى او نجراب په ولسوالۍ کې موقعيت لري؛ چې د نجراب په غين او افغانيه په سيمو کې مرکزونه تړلي پاتې دي، د اله ساى ټول مرکزونه تر دې دمه تړلي دي او په تګاب کې د جالو خېلو، لنډاخېل، تعمير، جويبار او څو مرکزونه د شينکۍ په سيمه کې پرانيستل شوي، نور مرکزونه ټول بند دي ، چې په دې سره به کابو ۲۷۶۰۰تنه بې رايې پاتې شي.
هغه زياتوي: ((موږ د ۱۰۷ مرکزونو ليست امنيتي ارګانونو ته استولى و، خو د هغوى له خوا ۸۴ مرکزونو د امنيت ټينګولو ځواب راکړل شوى او دا د دوى کار دى، چې که امنيتي ستونزې لرې کړي، موږ د ټولو مرکزونو لپاره مواد او د اړتيا وړ توکي لرو، خو فکر نه کوم چې نور دې په دې لنډه موده کې کوم مرکز پرانيستل شي.))
د کاپيسا والي جنرال محراب الدين ساپي هم د کاپيسا په يادو سيمو کې د مرکزونو تړل کېدل تاييدوي، خو وايي، دوى امنيتي پلان جوړ کړى، چې يو شمېر امنيتي ځواکونه ځينو ناامنو سيمو ته روان دي او کېداى شي چې تر ټاکنو پورې ځينې نور مرکزونه هم پرانيستل شي.
د کاپيسا امنيه قوماندان خواجه فقير احمد صديقي وايي، چې دوى د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره بشپړ تدابير نيولي دي.
د ده په وينا، په اله ساى کې امنيتي ستونزې شته، خو مرکز کې يې د دوى ځواکونه پراته دي او هلته ښايي ټاکنې تر سره شي؛ په تګاب کې هم ځينې سيمې له ګواښ سره مخ دي او ځينې مرکزونه يې تړلي پاتې دي، خو دوى هڅه کوي، چې په تګاب او اله ساى او د نجراب ناامنو سيمو کې يو شمېر مرکزونه پرانېزي.
د يادونې ده ، چې د تېرو ټاکنو په پرتله د کاپيسا اوسېدونکي، راتلونکو ټاکنو ته ډېر ليوال دي او دغه ټاکنې د هېواد او ځان لپاره مهمې ګڼې.
دا په داسې حال کې دى، چې د ټاکنو د امنيت ټينګولو کمېسيون نن په خپل وروستي راپور کې ويلي، چې د ټاکنو په ورځ به په هېواد کې د رايې ورکولو ٩٠ سلنه مرکزونه پرانيستي وي او خلک د رايې ورکولو لپاره دغو مرکزونو ته ورتللى شي.
د سرچينې په وينا، په ټول هېواد کې د رايې ورکولو لپاره ٧١٧١ مرکزونه ځانګړي شوي وو، چې د ټاکنو په ورځ به يې له دې ډلې ٦٤٢٣ مرکزونه پرانيستي وي، خو پاتې نور ٧٤٨ مرکزونه به يې تړل شوي وي، چې د يادو مرکزونو د تړل کېدو لامل ناامني، د لارو سختوالى او په ځينو سيمو کې د خلکو کم نفوس په ګوته کړى دى.
خو دې کمېسيون د کوم ځانګړي ولايت نوم وانخيست او زياته يې کړه، چې ياد تړل شوي مرکزونه د هېواد په بېلابېلو زونونو کې شتون لري.
ټاکل شوې، د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې راتلونکې اونۍ ( د وري ١٦ مه) تر سره شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.