د پکتيکا ديني عالمان او قومي مشران په ټاکنو کې مرستې ته چمتو دي

 
ښرنه- کابل(پژواک،٧ورى٩٣):دپکتيکا او ميدان وردګو ولايتونو ديني عالمانو او قومي مشرانو د ټاکنو په بهير کې د همکارۍ  او د  ښځو پر ونډې ټينګار وکړ.
دوى دا ژمنې د کتيکا د ټاکنو خپلواک کمېسيون په هغې غونډه کې وکړې، چې د سلګونه ديني علماوو، قومي مشرانو او د مدني ټولنو استازو په کې برخه اخيستې وه.
د پکتيکا د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس ذبيح الله په ټاکنو کې د ديني عالمانو او قومي مشرانو رول اغېزمن وباله.
نوموړي غونډې ته په وينا کې وويل: ((ديني عالمان او قومي مخور په ټولنه کې خورا اغېزمن رول لري، نو ځکه بايد تاسې خلک وهڅوئ، چې د خپل ملي او اسلامي مسووليت له مخې د ټاکنو په ملي پروسه کې ونډه واخلي او خپل راتلونکى په خپله وټاکي.))
د پکتيکا د ارشاد حج او اوقافو رييس مولوي ضبط الله د عالمانو په استازيتوب وويل، ديني عالمانو او ملا امامان ټولنيز او هم اسلامي مسووليت لري، تر څو په ټاکنو کې هم خپله برخه واخلي او هم نور په دې ملي پروسه کې د ګډون په موخه راوبولي.
هغه زياته کړه، چې د خپل ملي او اسلامي مسووليت له مخې به په دې پروسه کې د خلکو د ګډون لپاره هلې ځلې کوي.
د غونډې برخه وال او قومي مشر محمديار شهيد ژمنه وکړه، چې دوى به په خپله سيمه کې خلک وهڅوي څو نر او ښځې ټول په ټاکنو کې برخه واخلي.
نوموړي وويل: ((دا زموږ دنده ده، څو خلک وهڅوو، چې يوه ديندار، پر هېواد مين او وړ کانديد ته رايه ورکړي.))
د غونډې يو شمېر نورو برخه والو په را روانو ټاکنو کې د پراخ ګډون ژمنه وکړه، خو هيله يې وښوده، چې دغه ټاکنې له درغلۍ پاکې او رڼې ترسره شي.
له دې وړاندې د پکتيکا مدني ټولنو ژمنه کړې وه، چې د۵۰۰ په شاوخوا کې غړي به يې له ټاکنو څارنه وکړي.
ديوه بل خبر له مخې، د ميدان وردګو ولايت د يني عالمانو په ټولټاکنو کې د ښځو ګډون د اسلام له نظره د دوى حق وباله .
ميدان وردګو ولايت په مرکز ميدان ښار کې په ټولټاکنو کې د ښځو د ګډون په اړه نن ( پنجشنبه) په جوړه شوې غونډه کې ديني عالمانو او قومي مشرانو د خپلو خبرو په ترڅ کې په ټاکنو کې د ښځو پر ګډون ټينګار وکړ او رايه ورکول  يې د دوى حق وباله .
د ميدان وردګو ولايت د علماوو شورا مشر مولوي عزيزالرحمن صديقي وويل: ((د اسلام د مبارک دين له نظره نارينه او ښځې کولاى شي په ټاکنو کې برخه واخلي.))
ددغه ولايت مرستيال والي غزني ګل ځاځي هم پر ښځو غږ  وکړ، چې په ټاکنو کې برخه واخلي
ده وويل: ((دا د ميرمنو او هيوادوالو لپاره يو ښه موکه ده ،چې د خپل ځان لپاره ولسمشر او د ولايتي شورا وکيل وټاکي.))
ټاکل شوې چې ټاکنې د روان ١٣٩٣ کال د وري په ١٦مه ترسره شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.