Voter registration speeds up in Faryab

 
ميمنه (پژواک ١٠ کب ٩٢): په فارياب کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، چې د ټاکنيز مبارزو له پيل وروسته په دغه ولايت کې د کارتونو اخيستونکي دوه برابره ډېر شوي دي.
په فارياب کې د دغه کمېسيون د ولايتي دفتر مسوول سيد معصوم معصومي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پخوا به د ټاکنو پر شرايطو برابر له اتياوو تر سلو کسانو دوى ته مراجعه کوله، خو له ټاکنيزو مبارزو وروسته دغه رقم تر ٢٠٠ رسېدلى دى.
د ولسمشرۍ لپاره ټاکنيزې مبارزې د سلواغې په ١٣مه پيل شوې او ټاکل شوې، چې د ټاکنو له ترسره کېدو دوه ورځې وړاندې پاى ته ورسېږي.
معصومي زياته کړه، چې په فارياب کې د کارتونو د لړۍ له پيل څخه تر دې دمه ١١٠ زره کسانو د رايې ورکونې کارتونه ترلاسه کړي دي.
هغه د يادو کسانو د کچې لوړېدو لامل، د کانديدانو له لوري د خپلو ملاتړ کوونکو هڅونه په ګوته کړه.
د فارياب په ميمنې ښار کې د کارتونو د وېش لړۍ يوه کار کوونکي، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله وويل، چې هر ورځ شاوخوا سل نارينه او اتيا ښځينه د کارتونو اخيستو لپاره مراجعه کوي.
د هغه په وينا، د ټاکنيزو کمپاينونو له پيل وړاندې د ښځو په ګډون د کارت اخيستونکو کسان شمېر کم و، خو اوس مهال کارت اخيستونکي د ډېرې مودې لپاره په قطار کې دريږي، څو کارت ترلاسه کړي.
د کارت اخيستونکو له ډلې يوې مېرمنې پژواک ته وويل، چې نوموړې به هغه چا ته رايه ورکړي، چې امنيتي ستونزې، بې وزلي او بې کاري له منځه يوسي، د ښځو لپاره د زده کړې، تحصيل او کار زمينه برابره کړي.
دغې مېرمن له ټولو ښځو وغوښتل، چې په راتلونکو ټاکنو کې هغه چا ته رايه ورکړي، چې هېواد ته خدمت وکړي او دوى بايد خپله رايه د څو پيسو په بدل کې ونه پلوري.
د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنو د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې لومړى پړاو د ټولو ولايتونو په مرکزونو کې د روان کال په غبرګولي مياشت کې پيل شو او دوه مياشتې يې دوام وکړ.
له هغه وروسته د ولسواليو لړۍ هم تر دوو مياشتو پورې دوام وموند او د تلې له مياشتې راپه دېخوا د ولايتونو په مرکزونو کې روانه ده.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.