ناامنى در برخى ولسواليهاى کاپيسا مردم را از اخذ کارت راى دهى محروم کرده است

 
محمودراقي (پژواک ١٤ لړم ٩٢): د کاپيسا په اله ساى ولسوالۍ کې د نا امنيو له امله د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې مرکزونه نه دي پرانيستل شوي او د دغه ولايت په تګاب او نجراب ولسواليو کې هم ځيني کسان د کارت له اخيستو محروم پاتې دي.
د ولايتونو په مرکزونو کې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې مرکزونه د غبرګولي په ٥ مه او په ولسواليو کې له دې دوه مياشتې وروسته پرانيستل شوي او اوسمهال په ځينو ولسواليو کې د نوم ليکنې ګرځنده ډلې هم فعاليت کوي.
ټاکل شوې، چې د راتلونکي کال د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنو لپاره د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې پروسه، د روان کال د لړم تر شلمې دوام ومومي.
خو د اله ساى ولسوالۍ قومي مشر او د مرکز اوسېدونکي حاجي محمد عارف پژواک خبري اژانس ته وويل، په دغه ولسوالۍ کې د امنيتي ستونزو له امله د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې مرکز نه دى پرانيستل شوى.
هغه زياته کړه: " د کاپيسا د اله ساى ولسوالۍ خلکو، د ټاکنو د رايې ورکونى کارتونه نه دي اخيستي."
هغه زياته کړه، د ټاکنو کميسيون له چارواکو او له ولايت مقام څخه يې څو ځلې غوښتنه کړې، تر څو په دغه ولسوالۍ کې ورته د رايې ورکونې مرکز پرانيستل شي، خو تر دې مهاله يې دغه ستونزه نه ده هواره شوې.
محمد عارف وويل: " که دا ډول ټاکنې تر سره شي، چې د يوې ولسوالۍ ټول خلک دې پکې د رايې ورکونې کارتونه ونه لري او رايه ورنکړي نو بيا موږ ته دغه شان ټاکنې د منلو نه دي."
خو د تګاب ولسوالۍ د انار جوى يوه اوسېدونکي وويل، چې په دغه ولسوالۍ کې د نوم ليکنې مرکز پرانيستل شوى او کيداى شي، چې شا وخوا ٢ زره نارينوو له دې مرکز څخه د رايې ورکونې کارتونه تر لاسه کړي وي.
فيصل هم د رايې ورکونې کارت اخيستى او زياتوي: " هيڅ کومې ښځې تر اوسه له ډار او په سيمه کې د رواجي مسايلو له امله، د رايې ورکونې کارت نه دى تر لاسه کړى، له دې سره سره، چې هغوى د کارت اخيستو هيله هم لري."
هغه وويل، په دې وروستيو کې په دې ولسوالۍ کې د رايې ورکونې کارتونو د وېشلو ګرځنده ډلې هم خپل کار پيل کړى دى.
د نجراب ولسوالۍ د افغانيه درې يوه اوسېدونکي لطف الله ذاکري وويل، په ياده ولسوالۍ کې هم د نوم ليکنې مرکز پرانيستل شوى، چې له دې لارې د کلان درې، فرخشاه درې، پته درې، غوث درې او د خارج درې خلکو د رايې ورکونې کارتونه ترلاسه کړي دي.
هغه وويل، په دغو سيمو کې ځينو مېرمنو، له تصوير پرته د رايې ورکونې کارتونه تر لاسه کړي دي.
خو نوموړي زياته کړه، چې ده او د يادې ولسوالۍ د افغانيه درې، غين درې او د پچه غان درې ډېرى خلکو د امنيتي ستونزو له امله د رايې ورکونې کارتونه نه دي تر لاسه کړي.
په کاپيسا کې د ټاکنو خپلواک کميسيون د ولايتي دفتر مشر نورمحمد حنيف هم ومنله، چې د لارې په اوږدو کې، د امنيتي ستونزو او د دولت د وسلوالو مخالفينو د شتون له امله، يادې ولسوالۍ ته د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې لپاره توکي نه دي لېږدول شوي.
هغه دغه راز ومنله، چې ښځو په تګاب ولسوالۍ کې د دولت د وسلوالو مخالفينو له ويرې تر دې دمه د رايې ورکونې کارتونه نه دي تر لاسه کړي، خو په دې وروستيو کې د يادې ولسوالۍ په شينکي سيمه کې د نوم ليکنې ګرځنده ډله په دنده ګومارل شوې او د دې امکان شته، چې له دې لارې ښځې د رايې ورکونې کارتونه تر لاسه کړي.
حنيف زياته کړه، د نجراب ولسوالۍ ځينو کسانو هم د ناامنيو له امله تر دې دمه د رايې ورکونې کارتونه نه دي تر لاسه کړي، خو د ټاکنو خپلواک کميسيون هوډ لري، چې د دغې ولسوالۍ په نا امنه سيمو کې ډېر ژر د نوم ليکنې ګرځنده ډله په کار وګوماري.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، تر دې دمه د ټول ولايت په کچه ٢٨ زره کسانو په راتلونکو ټاکنو کې د ګډون په موخه نوم ليکنه کړې او دغه لړۍ لا دوام لري.
خو نوموړي وويل، اوسمهال هغه شمېرې، چې د دغو ٢٨ زرو کسانو له ډلې د ښځو شمېر هم په ډاګه کړي، په لاس کې نه لري.
د هېواد کورنيو چارو وزارت د لړم په ٧ مه اعلان کړى، چې له پنځو اداري واحدونو پرته د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې توکي، د هېواد د ٣٤ ولايتونو په کچه ٤٠٢ اداري واحدونو ته لېږدول شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د کاپيسا ولايت اله ساى ولسوالۍ، د هلمند باغران او ديشو ولسواليو، د غزني ناوې، او د زابل ولايت داى چوپان ولسوالۍ ته، چې د وسلوالو مخالفينو تر واک لاندې دي، تر دې مهاله ټاکنيز توکي نه دي لېږدولي.
د کورنيو چار وزارت ويلي، د هېواد په کچه د رايې ورکونې مرکزونو لومړۍ ارزونې ښيي، چې د رايې ورکونې له ټولو ٦٨٤٥ مرکزونو څخه، ٣٤٣٥ يې په عادي حالت او ٩٤٥ نور يې تر کم ګواښ لاندې دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه ارزونې د پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت له لوري په ګډه تر سره شوې او له مخې د رايې ورکونې ١٠٧٤ مرکزونه تر منځني ګواښ او ١١٣٢ يې تر لوړ ګواښ لاندې دي.
د يادې ارزونې له مخې، د دولت د مخالفينو تر واک لاندې د رايې ورکونې ٢٥٩ مرکزونه تړل شوي دي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.