ولايتي شورا ته يو کانديد ووژل شو

 
محمودراقي (پژواک ١٩ تله ٩٢): ناپېژانده وسله والو په کاپيسا کې د ولايتي شورا کانديد او د حز ب اسلامي پخوانى قوماندان عبدالقادر وژلى دى.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالجليل شمال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې عبدالقادر د نجراب ولسوالۍ د غوث درې د ابشار کلي اوسېدونکى و.
هغه وويل، چې عبدالقادر تېره ورځ نږدې ماښام مهال د نجراب له مرکز څخه له خپلې لور سره پر موټرسايکل خپل کلي د تګ پر مهال، د همدې درې په ګهمندوک سيمه کې د ناپېژانده وسله والو په کمين کې راګير شوى و.
 شمال وايي، چې وسله والو عبدالقادر څلور مرمۍ ويشتلى و، خو تر څنګ يې د هغه پر ١٥ کلنه لور ډزې نه وې کړې.
سرچينې زياته کړه، چې د ولايتي شورا پر دغه کانديد او قومي مشر بريد کوونکي تښتېدلي، خو پوليسو يې د پېژندلو او نيولو هڅې پيل کړې دي.
د غوث درې د احصار کلي اوسېدونکى غلام حضرت وايي، چې عبدالقادر د روسانو پر وړاندې د جهاد پر مهال د حزب اسلامي قوماندان و، له چا سره يې شخصي دښمني نه لرله او د سيمې خلک ترې خوښ و.
پر عبدالقادر د بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.