Paktika women’s empowerment ignored

 
ښرنه (پژواک ٦ وږى ٩٢): د پکتيکا د ښځو چارو رييسه وايي، چې د ښځو د روزنې په برخه کې څوک مرسته نه ورسره کوي له همدې امله يې کارونه نيمګړي دي.
د پکتيکا د ښځو چارو رييسې ډاکټر بي بي هوا خوشيوال له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې ولايتي بيارغونې ډلې او مرستندويه موسسو يې په دې برخه کې وړانديزونه نه دي منلي.
د هغې په وينا، هغوی يوازې په تش کاغذ د دوی غوښتنې ليکلې، د پکتيکا د مېرمنو لپاره يې کوم عملي کار تر اوسه نه دی کړی.
خوشيوال وويل، همدا لامل دی چې ښځو ته يې په روان کال کې د خياطي، خامک ګنډلو او په نورو برخو کې هيڅ پروګرام نه دی جوړکړی.
نوموړې زياتوي، د ښځو چارو وزارت دومره بوديجه نه لري، چې دوی ته په بېلابېلو برخو کې ورکشاپونه او روزنيز پروګرامونه ولري.
‎بي بي هوا د تېر کال په اړ ه وويل، په يوسف خېلو او مرکز کې يې ۵۰۰ مېرمنو ته د خياطۍ په برخه کې کورس جوړکړی و، چې په دې برخه کې د ولايت مقام ورسره مرسته کړې وه.
هغه له مرستندويه ادارو او مؤسساتو غواړي، چې د هېواد د نورو ځينو ولايتونو په څېر پکتيکا ته هم پاملرنه وکړي.
د ښځو چارو رييسې په پکتيکا کې د ښځو د تاوتريخوالي په اړه وويل: ((په روان ۱۳۹۲ کال کې راسره د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ١٢ قضيې ثبت شوې دي چې هغه هم په کورنيو کې د مېرمنو د وهلو ټکولو اوکيمياوي توکو د خوړولو له امله رامنځ ته شوې دي.))
بي بي هوا خوشيوال د هېواد د ځينو نورو ولايتونو په پرتله په پکتيکا کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې کمې وبللې او زياته يې کړه، په سږ کال کې هيڅ داسې پېښه نه ده رامنځ ته شوې چې کومې مېرمنې دې خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.
خو هغه بيا هم د پکتيکا په ډېرو سيمو کې د جبري ودونو او يا په بدو کې له ورکولو څخه يادونه کوي.
د ښرنې يو قومي مشر عبدالرحمن هم وايي، چې اوس هم په دغه ولايت کې نجونې له خپلې خوښې پرته په جبري ډول  او ځيني وختونه په بدو کې هم ورکول کېږي.
نوموړي پژواک ته وويل، دا يوه اسلامي او پښتني ټولنه ده او مېرمنې اړې دي چې د خپلو کورنيو د مشرانو پرېکړو ته غاړه کېږدي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.