65 rebels killed in Aryub airstrikes

 
ګردېز (پژواک ٧ زمرى ٩٢): په سوېل ختيځ زون کې د ۲۰۳ نمبر تندر قول اردو چارواکي وايي، چې په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې يې د سيمرغ په نوم عملياتو کې ۶۵ وسله وال مخالفين وژلي او ۱۳ نور يې ټپيان کړي دي.
د يادې قول اردو له لوري رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان هوايي ځواکونو په تېرو څلورويشتو ساعتونو کې د ځاځي اريوب د رقيانو درې په سيمه کې پر وسله والو مخالفينو هوايي بريد کړی، چې په پايله کې يې هغوى ته ګڼه مرګ ژوبله اړولې ده.
خبرپاڼه زياتوي، بهرنيو ځواکونو هم د دې ولسوالۍ په دوو سيمو خرچتل او تاندې لګډې کې د وسله والو مخالفينو پر پټنځايونو هوايي بريدونه کړي او پنځه دېرش وسله وال په کې وژل شوي دي.
خبرپاڼه کاږي، د يادو کسانو مرګ ژوبله د هغو عملياتو يوه برخه ده، چې د لوګر له ازرې ولسوالۍ څخه د وسله والو طالبانو د پاکېدو په موخه پيل شوي دي.
له تېرو پنځو ورځو راهيسې د لوګر په ازره، د ننګرهار په حصارک او د پکتيا په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر ضد د کورنيو او بهرنيو ځواکونو له خوا ګډ عمليات روان دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې نن سهار د ځاځي اريوب په ولسوالۍ کې د هوايي بمبار له امله څلور تنه طالبان وژل شوي دي .
هغه په دې عملياتو کې د لسګونو طالبانو دوژل کېدو ادعا رد کړه.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.