ميمنه(پژواک، ١٢ لړم ٩٢):د فارياب ولايت د پوهنې بهير د پرمختګ په حال کې دى، خو د ښوونځيو د ودانيو، مسلکي ښوونکو، نويو درسي کتابونو، ترانسپورټ، سر ښوونکو او په ښوونځيو کې د نظارت غړو نه شتون هغه څه دي، چې د فارياب د پوهنې پر وړاندې سترې ستونزې ګڼل کېږي.
د فارياب د پوهنې رييس احمدالله عرب وايي، چې د فارياب خلک له پوهنې سره مينه او ښوونځيو ته د زده کړې لپاره د خپلو ماشومانو له استولو سره زياته مينه لري.
ده زياته کړه، چې په فارياب کې له پنځو سوو زيات ښوونځي  او په ټوليز ډول ٤٠٠ زره زده کوونکي شته ، چې د زده کړې چارې يې د ٧٧٠٠ ښوونکو له خوا مخته وړل کېږي.
 عرب زياتوي، چې په دې ښوونځيو کې د ښځينه زده کوونکو شمېره ١٨٠ زره تنه ده، چې دا خپله له زده کړې سره د کورنيو مينه څرګندوي، خو د پوهنې رييس زياتوي، چې له دې ډلې ٢٦١ودانۍ لري او  ٢٣ نورې ودانۍ همدا اوس د جوړېدو په حال کې دي، له دې ډلې پاتې نور زده کوونکي تر خېمو لاندې او يا هم په کرايي کورونو کې زده کړه کوي.
نوموړي زياته کړه، چې ٢٩ مدرسې او دارالحفاظونه، ٦ تخنيکي او مسلکي لېسې، ٨ د ښوونکو روزنې مرکزونه او د حياتي زده کړو يو ښوونځى هم په دې ولايت کې فعاليت لري، چې تعليم او تحصيل په کې روان دى.
 عرب زياته کړه، چې د فارياب د لوړو زده کړو موسسه هم په ٧٥ جريبه دولتي ځمکه کې د درې ميليونه ډالرو لګښت سره په ميمنې ښار کې جوړه شوې او په ١٣٩١ لمريز کال يې د پوهنتون کچې ته ارتقا کړې ده.
په دې پوهنتون کې د ٤٥٠٠ کسانو په ګډون، چې ٤٠ سلنه يې نجونې  دي، د ښوونې او روزنې، ادبياتو او بشري علومو، اقتصاد، کرنې، حقوق او شپې پوهنځيو کې زده کړه کوي، چې د استادانو شمېر يې ٨٢ کسانو ته رسېږي.
 د درخشان او رشاد په نامه د لوړو زده کړو دوه موسسې، د ايدين، رشاد او فاطمه الزهرا په نوم درې خصوصي لېسې هم  د دولتي تحصيلي او تعليمي موسسو ترڅنګ فعاليت لري.
 
د پوهنې رييس وايي:(( پوهنه د خلکو مادي او معنوي ملاتړ له ځان سره لري، هڅه کېږي، چې په دې برخه کې لا زيات ښوونځي جوړ شي څو زده کوونکي نور تر شنه اسمان او خېمو لاندې له زده کړو وژغورل شي.))
 
پلانونه:
 
 د پوهنې رياست تصميم نيولى، چې ډېر ژر به د پوهنې راډيو ستيشن هم په ميمنې ښار کې فعال کړي، چې  ددې ولايت په ټولو ولسواليو کې به اورېدل کېږي.
 
د پوهنې رييس وايي، چې په دې برخه کې په پوره روڼوالي سره په دې برخه کې د هر زده کوونکي له کورنۍ څخه د يو ځل لپاره د  پنځه افغانيو ټولولو پروسې په لړ کې د مرستو د جلب پروسه په  ښه ډول دوام لري.
 
 دده په خبره ، د پوهنې راډيو له لارې به د پوهنې رياست په دې توانېږي، چې د پوهنې د هر غړي غږ  ديوه بل  او پوهه پالوونکو غوږ ته ورسوي او د زده کړې په برخه کې به ګټورې خپرونې وړاندې کړي، چې د پوهنې په برخه کې به د سمون او پرمختګ لپاره يو ښه ګام وي.
 
د پوهنې رياست ددې ترڅنګ په پام کې لري، چې په راتلونکي کې يوه جريده هم خپره کړي.
فارياب والي محمد الله بتاش وايي، چې د فارياب د پوهنې بهير د لومړۍ درجه ولايتونو په کټګورۍ کې دى
 
دده په خبره ، د فارياب ٦٠ سلنه ښوونځي ودانۍ لري ، په داسې حال کې چې د پوهنې په برخه کې د لومړۍ درجه ولايتونه دا امکانات نه لري او نږدې ٤٥ سلنه ښوونکي او زده کوونکي يې ښځينه دي.
 
بتاش زياتوي:(( په فارياب کې يو  ښوونځى هم، حتى د وسله والو مخالفينو تر واک لاندې ساحو کې هم نه دى تړل شوى.))
 
ده د تېر کال په کانکور کې د دې ولايت د نږدې ټولو دوولسم پاسانو بريا او دهېواد پوهنتونو ته ورتګ ددې ولايت پوهنې ته د ښې پاملرنې پايله بولي او وايي، چې د پوهنې د راتلونکي کال  په پراختيايي پلان  کې له سلو زياتو ښوونځيو ته د ودانيو جوړولو  لومړيتوب ورکړل شوى دى.
 
ستونزې:
 
د فارياب د پوهنې رييس وايي، چې د ودانيو نه شتون او په ٢٧٠ ښوونځيو کې ، چې ٢٤ يې د جوړېدو په حال کې دي، د درسي ځايونو نه شتون، په ولسواليو کې د مسلکي ښوونکو او نوو تدريسي کتابونو کمښت ، د ښوونکو د لېږد لپاره د ترانسپورټ نه شتون، په ښوونځيو کې د سرښوونکو او د نظارت غړو نه شتوالى او نور ګواښونه ددې ولايت د پوهنې له عمده ستونزو څخه دي.
 
د کوهستان ولسوالۍ د پراختيايي شورا رييس غلام جيلاني کوهستاني په دې ولسوالۍ کې د پوهنې وضعيت د قناعت وړ نه بولي او وايي، چې د لوړ پوړو چارواکيو محصلحتګرايۍ، د متوازن انکشاف نه مرعاتول او  د ودانيو  او مسلکي ښوونکو نه شتون هغه څه دي، چې په کوهستان کې يې د پوهنې کيفيت ټيټ کړى دى.
 
 دده پر وينا، ډېرى ښوونکي ملايان دي، چې په اجير ډول ګومارل شوي، ډېر کم يې داسې پيدا کېږي، چې ځينو يې تر څلورم او پنځم ټولګي پورې درس هم ويلى وي.
 کوهستاني وويل، چې د پوهنې په برخه کې د ښځينه وو سلنه ښکته ده، سره ددې چې ښوونځي ته کمې نجونې ورځي، خو ددې سره سره د کوهستان په ښوونځيو کې يوه ښځينه ښوونکې هم نه شته، چې لږ تر لږه له دوولسم ټولګي څخه فارغه وي.
 
 د پلچراغ ولسوالۍ يو قومي مشر او مخورمحمد سميع خيرخواه هم وايي، چې په تېرو دوولسو کلونو کې ددې ولسوالۍ پوهنې برخه ته چندان پاملرنه نه ده شوې.
 
ده وويل، چې د بلچراغ ولسوالۍ ښوونځي ودانۍ نه لري ددې ترڅنګ  زده کوونکي د مسلکي ښوونکو او درسي کتابونو د نه شتون په سبب سمه زده کړه نه شي تر لاسه کولى.
 
خيرخواه وايي، هغه کسان چې په دې ولسوالۍ کې د ښوونکو په صفت کار کوي، له دوولسم ټولګي لوړې زده کړې نه لري، سواد يې نه شته او يا هم د جوماتونو ملا امامان دي، چې په عصري علومو نه پوهېږي.
 
 دې مخور وويل، چې د زده کوونکو مشران او والدين په بيا بيا ددې ستونزې د حل په موخه پوهنې رياست او د ولايت مقام ته ورغلي، ځينو نورو بنسټونو ته يې مراجعه کړې، خو دې ستونزو ته يې د پاى ټکى نه دى اېښودل شوى.
 
په فاريايب کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون دفتر هم په دې اړه د بلچراخ خلکو څخه د ليکلو شکايتونو د تر لاسه کولو خبر ورکړى.
 
ددې کمېسيون ولايتي رييس سيد حفيظ الله فطرت وايي، چې د بلچراغ خلکو په خپلو دې عريضو کې د ښوونځيو د ودانيو، مسلکي ښوونکو او زده کړې څخه شکايت کړى دى.
 
فطرت زياتوي:((معترضينو ويلي، چې ښوونکي په درسي ساعتونو کې سره را ټولېږي، کيسې سره کوي او ښځينه ښوونکې بيا په ټولګيو کې جاګټونه ګنډي .))
 
 ده زياه کړه، چې کمېسيون به د خلکو دا عريضې اړوندو ارګانونو او چارواکيو ته دحل په موخه واستوي.
 
 خو د اندخوى ولسوالۍ يو قومي مخور طاهربيګ وايي، چې د پوهنې په برخه کې زيات کارونه شوي دي.
ده وويل، چې په تېرو څو کلونو کې په اندخوى ولسوالۍ کې په لسګونو مدرسې او دارالمعلمينونه جوړ شوي، چې په زرګونو نجونې او هلکان په کې زده کړه کوي.
 
اندخوى دفارياب يوه پراخه ساحه ده،چې خپله د اندخوى، قرمقل، قرغان او خانچارباغ ولسوالۍ په کې شاملې دي او د ترکمنستان په شمالي سرحد کې پرته ده.
 
 د ميمنې ښار د يوې لېسې زده کوونکې فرزانه بيا په دې خوشحاله ده، چې د زده کړې زمينه ورته مساعده شوې، دا په دې اړه وايي:((د پوهنې برخې دا ټولې لاسته راوړنې، هغه څه دي، چې د طالبانو په وخت کې نه وې، په ځانګړي ډول ښځو چې د ټولنې نيمه برخه ده، تعليم او تحصيل ته لاسرسى نه درلود.))
 
 فرزانه وايي، چې اوس د لوړو زده کړو چانس هم لري، ښوونځي يې لېسې ته ارتقا کړې، ودانۍ يې جوړه شوې، کتابتون او لابراتوار لري، خو له دې سره سره  ددرسي کتابونو، ټولګيو، لوبغالي او مسلکي ښوونکو له کمښت سره مخ دي.
 
 ددې په خبره، کوم ښوونکي چې تازه استخدام شوي، درسي ميتود يې اوچت نه دى او تر تدريس وړاندې خپله روزنې ته اړتيا لري، څو وشي کولى د  زده کوونکو پوښتنو ته ښه ځواب ووايي.
 
 د ميمنې ښار د خراسان عالي لېسې زده کوونکى خيبر هم له ورته ستونزې سر ټکوي او دحل غوښتونکى يې دى.
 
د فارياب پوهنې رييس د دوى د ځينو ستونزو پخلى وکړ، خو وايي، چې د پوهنې رياست شته امکاناتو ته په پام سره ټولو ستونزو ته لاسرسى وخت ته اړتيا لري.
 
 دى زياتوي، چې په ګاوڼديو هېوادونو کې په هر زده کوونکي ١٤٠٠ ډالره کلنۍ مصرف کېږي، په داسې حال کې چې همدا اندازه زموږ په هېواد کې ٧٠ ډالرو ته رسېږي، خو له دې امکاناتو سره سره زموږ دهېواد پوهنيز بهير په سيمه کې ښه ځاى لري.