کندوز(پژواک، ١٤وږى، ٩٢) خلک د کندوز د يو شمېر ولسواليو له ناامنۍ څخه اندېښمن دي او عمده لامل يې د وسله والو مخالفينو په ګډون د بهرنيو اتباعو او ناقانونه وسله والو فعاليتونه ګڼي، خو امنيتي مسوولين په ټوليزه توګه د دغه ولايت وضعيت ارام ښيي.
 په دې وروستيو کې د دشت ارچي، چهاردرې او قلعه زال ولسواليو اوسېدونکي د طالبانو له بيا نفوذ څخه په اندېښنه کې دي او له سيمه ييزو چارواکيو غواړي، چې د عملياتو له لارې د دغه خطر مخه ونيسي.
 د چهاردرې ولسوالۍ يوه سپين ږيري چې نه يې غوښتل، نوم يې واخيستل شي، وويل: ((دوې درې مياشتې کېږي چې طالبان بيا پيدا شوي ، شپه او ورځ له خپلو وسلو سره ازاد ګرځي او خلک يې له وېرې په اړه حکومت ته هم خبر نه شي ورکولاى.))
 دغه قومي مشر وايي، له دې سره چې طالبان خلک نه ځوروي، خو له امنيتي ځواکونو سره جګړه کوي، چې د دغه حالت دوام د بيارغونې د پروژو مخه نيسي.
هغه وويل، چې طالبان د نهر صوفي، عيسى خېل، قتل عام، عين المجر، دوبندي، نواباد او د چهاردرې په نورو سيمو کې فعاليت کوي او د ورځې په تېرېدو يې شمېر زياتېږي.
د دشت ارچي ولسوالۍ يو اوسېدونکى سيف الدين وايي، چې سږ کال له ١٥٠ څخه تر ٢٠٠ تنو پورې طالبان له نورو ځايونو راغلي، چې خلک يې اندېښمن کړي دي.
هغه زياتوي: ((موږ د طالبانو له شتون څخه ډېر وېرېدو، خو له ښه مرغه چې يو شمېر مشران يې څو ورځې مخکې په عملياتو کې ووژل شول.))
دغه کس وايي، دا چې د دشت ارچي ولسوالۍ ټول اوسېدونکي له سيمه ييزو مسوولينو او امنيتي ارګانونو سره د سولې او ثبات په لاره کې همکار دي، دولت ته لازمه ده، چې هغوى ته د امن فضا برابره کړي، تر څو خلک په ارامه توګه خپل ژوند وکړي.
خو د کندوز ولايت مطبوعاتي مسوول سيد سرور حسيني وايي، چې د کندوز په ټولو شپږو ولسواليو کې امنيتي وضعيت ښه دى او خلک بايد اندېښمن نه شي.
حسيني وويل: ((هر کله چې موږ ته په مرکز او ولسواليو کې د دوسله والو طالبانو د بيا نفوذ او فعاليت په اړه خبر راکړل شي، موږ لاس په کار کېږو او د نظامي فشار له لارې يې مخه نيسو.))
د کندوز سيمه ييز چارواکي وايي، چې چينچني اتباع،د ازبکستان او پاکستان اسلامي تحريکونه د طالبانو تر څنګ د دولتي ځواکونو پر خلاف جګړه کوي.
 لکه څنګه چېپه چهاردره، خان آباد او امام صاحب ولسواليو کې د ازبکستان د تحريک يو شمېر غړي د ايساف او افغان ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول او يا ژوندي ونيول شول، د دوو چيچني اتباعو په ګډون پنځه وسله وال مخالفين د روان کال د غبرګولي په مياشت کې په چهاردره ولسوالۍ کې ووژل شول.
امنيتي مسوولين د ازبکستان اسلامي تحريک د وسله والو طالبانو مهم ملاتړ کوونکي ګڼي او وايي، چې د دغه تحريک غړي د کندوز په ګډون په شمالي او شمال شرقي ولايتونو کې فعاليت لري.
طالبان هم دا مني، چې د دغه تحريک غړي له هغوى سره په ګډه د بهرنيو ځواکونو پر ضد جنګېږي.
د ازبکستان د تحريک نظامي قومندان طاهر يولداش نومېده، چې څلور کاله مخکې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې په شمالي وزيرستان کې ووژل شو.
 
پر دې سربېره له پاکستان څخه هم يو شمېر طالبان کندز ولايت ته راځي.
 
د دشت ارچي ولسوال شيخ صدرالدين وايي، چې په دې وروستيو کې له پاکستان څخه لسګونه وسله وال مخالفين، چې ږيرې يې خرېيلې، کندوز ولايت ته راغلي، چې پنځه تنه يې د کندهار اوسېدونکي او پاتې نور يې سيمه ييز طالبان دي.
 د دشت ارچي ولسوال زياتوي، چې د احمد الله په نوم د دغې ډلې يو غړى د ايساف ځواکونو په همکاري د پوليسو او ملي اردو په عملياتو کې ووژل شو.
 په همدې حال کې د کندوز ښار يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې په دې وروستيو کې په ښار کې د ناقانونه وسله والو تګ راتګ زيات شوى او دغه وضعيت په ذهنونو کې د ١٣٧٠يمې، لسيزې خاطرې تازه کوي.
د هغوى په وينا، ډېرى دغه وګړي د خان اباد ولسوالۍ او ځنې نور له بېلابېلو کليو څخه، چې سيمه ييزې جامې يې په تن وي، له توپک او چانټې سره د ليني موټرونو په وسيله تر امنيتي پوستو را تېرېږي او د تکه فروشۍ، اهنګرۍ او زرګرۍ په واټونو او د مرکزي څلورلارې په شاوخوا کې تګ راتګ کوي.
 د کندوز ښار اوسېدونکي وايي، وسله وال وګړي د مجاهدينو د حکومت پر مهال په ١٣٧٠ لسيزه کې په ازاده توګه د ښار له ګڼې ګوڼې په ډکو واټونو کې ګرځېدل او د پيسو د لاس ته راوړلو لپاره به يې د وسلې په زور خلک ګواښل.
هغوى زياتوي، چې تېر کال امنيه قوماندانۍ امنيتي پوستو ته امر وکړ، چې دغه راز وګړو ته اجازه ور نه کړي، چې ښار ته داخل شي، خو اوس بيا دغه وګړي له بېلابېلو لارو ښار ته راځي، چې د خلکو د اندېښنې لامل ګرځېدلې ده.
د کندوز ښاريان وايي، چې دغه وګړي له خپلو وسلو څخه په کار اخيستو د امنيتي وضعيت د خرابوالي سبب ګرځېدلاى شي او که چېرې د دغو وګړو مخه و نه نيول شي،د اويايمې لسيزې په څېر د ناامنيو د بيرته راګرځېدو امکانات نه شي رد کېدلاى.
د کندوز د ښاريانو له ډلې څخه د حضرت علي په نوم يو تن پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د ښار په ټولو ګڼه ګوڼه لرونکو لارو او سړکونو کې وګورئ، دغه راز وګړي ولاړ وي، ايا په دې ولايت کې څوک شته چې د دغو افرادو مخه ونيسي؟))
هغه چې خپل ځان يې سوداګر راوپېژانده، زياته کړه، چې پر سړکونو او لارو د وسله والو وګړو تګ راتګ يو ځل بيا په ذهن کې تېرې ترخې تجربې تازه کوي.
 د دغه سوداګر په وينا،د مجاهدينو د واکمنۍ د جګړو پر مهال وسله والو وګړو خلک وهل او ځورول او په زور يې يې له مخالف لورې سره جګړې ته مجبور کول.
د کندوز ښار د سمينټ پلورلو د کوڅې يوه دوکاندار حاجي عبدالرسول وايي: ((څو مياشتې کېږي، چې دغه اربکيان په ښار کې پيدا شوي، له خپلو وسلو سره ازاد ګرځي او هيڅوک يې مخه نه نيسي.))
هغه سره له دې چې د ښار په داخل کې د دغو افرادو د ځورونو په اړه څه و نه ويل، خو زياته يې کړه، چې خلک اندېښمن دي، چې د دغسې خلک موجوديت يوه ورځ په خپل منځ کې دجګړو او د نورو د وژلو باعث ګرځي.
دغه دوکاندار وويل: ((کله چې د هغوى څېرو ته ګورو، په زړونو کې مو وېره پيدا کېږي او په ذهنونو کې مو دا پوښتنه ګرځي، چې ولې دولت دغه راز وسله والو کسانو ته په ښار کې د ګرځېدو اجازه ورکړې ده.))
هغه زياتوي،که دغه حالت دوام وکړي، نو خلک به پر خپلو امنيتي ځواکونو بې باوره شي، په کار ده دغه راز افرادو ته د ګرځېدو راګرځېدو اجازه ور نه کړل شي او هر څومره ژر بې وسلې شي.
د کندوز ښاريان وايي، چې دغه وسله والې ډلې له کلونو راهيسې د ښار تر څنګ په بېلابېلو ولسواليو کې ليدل کېږي، کله چې د پوليسو له څارنې څخه لېرې وي، نو بيا د خلکو د ځورولو سبب ګرځي.
د هغوى په خبره، له تېرې څه مودې را په دې خوا په ښار کې د وسله والو غلو فعالتيونه هم زيات شوي، چې د شپې له تاريکې څخه په کار اخيستو د دوکانونو په وهلو او د مالونو په غلا کولو لاس پورې کوي.
د کابل بندر يوه دوکاندار محمد عارف وويل: ((درې ورځې مخکې يې د ماښام د لمانځه مهال زما د ګاونډي دوکان وواهه، دننه چې هر څومره پيسې وې، له ځان سره يې يووړې.))
هغه زياته کړه، غله د تومانچې او بکس پنجې څخه په استفاده، په زور دغه دوکان ته ننوتي وو، خو امنتيي مسوولين وايي، چې سږ کال يې تر يوه بريده د ناقانونه وسله والو کسانو د فعاليت لمن ټوله کړې ده.
 دغو سرچينو د ناقانونه وسله والو شمېر و نه ښود، خو ټينګار يې وکړ، چې مرکزي مسوولين دې د هغوى د بې وسلې کولو په موخه اقدام وکړي.
 د کندوز د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال عبادالله تلوار ومنله، چې د ناقانونه وسله والو شتون ښاري نظم خراب کړى، خو زياته يې کړه: ((وسله وال کسان يواځې په کندوز کې نه دي، بلکې په ډېرو ولايتونو کې په دغه بڼه شتون لري او دولت هم پرې خبر دى.))
هغه زياته کړه، ډېر دغه وګړي، چې په خان اباد ولسوالۍ کې فعاليت لري، يوه برخه به يې د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې شامل کړي.
د امنيت امر وايي، چې په خان اباد ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو له جوړېدو سره به، چې د ناقانونه وسله والو اصلي سرچينه ده، په ښار کې د هغوى تګ راتګ کم شي.
د امنيتي مسوولينو په وينا، اوسمهال په خان اباد ولسوالۍ کې تر ٢ زره زيات ناقانونه وسله وال کسان موجود دي، چې يوه برخه يې امنيت او ثباته لوى سرخوږى دى.
تېره مياشت سيمه ييزو چارواکيو ويلي وو، چې په دغه ولسوالۍ کې به د امنيت د ټينګښت په موخهت ډېر ژر ٣ سوه سيمه ييز پوليس ځاى پر ځاى کړي او ناقانونه وسله وال به بې وسلې کړي.
خان اباد يواځينۍ ولسوالي ده، چې تر دم ګړيه له بهرنيو ځواکونو څخه د واک د لېږد په پروسه کې نه ده شامله شوې. د کندوز ولايت امنيتي چارې د تېر ١٣٩١ کال په چنګاښ کې له بهرنيو ځواکونو څخه افغان هغو ته وسپارل شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې درې شپې مخکې په خان اباد ولسوالۍ کې يو ناقانونه وسله وال قوماندان له يوه بل قوماندان سره په نښته کې ووژل شو.
دغه پېښه د شپې په يوه نيمه بجه د آقتاش په سيمه کې د دوو ناقانونه وسله والو قوماندانانو نظام او محمد عمر د کسانو تر منځ وشوه او په دې پېښه کې د قوماندان محمد عمر يو وسله وال کس غلام محمد ووژل شو او يو تن ټپي شو. نښته له څو دقيقو وروسته پاى ته ورسېده او داوړه لوري وتښتېدل.
 سيمه ييزو چارواکو دغه نښته د خپل منځي شخړو له امله وبلله او وايي، چې هغوى يو پلاوى سيمې ته لېږلى، چې د موضوع پلټنه وکړي.
خو د خان اباد ولسوالۍ ځينې سرچينې وايي ، چې په دې پېښه کې د لغرش په نوم ناقانونه قومندان وژل شوى او ساتونکى يې ټپي شوى دى.
قوماندان لغرش د څلورو کلونو لپاره له سيمې فراري و، که چې دويم ځل سيمې ته راغى له مقابل لوري، چې هغه هم خپل سري وسله وال دي، تر بريد لاندې راغى.
ويل کېږي چې د تېر کال د وږي په مياشت کې ناقانونه وسله والو کسانو د کندز ښار په کنم سيمه کې پر ملکي وګړو ډزې وکړې، چې لس تنه يې ووژل او اووه تنه نور يې ټپيان کړل.
د سيمې اوسېدونکي وايي، چې دغه وسله وال د قديرک او فيضک په نومونو د دوو قوماندانانو کسان وو، چې په ډېرو جرمونو کې لاس لري.
 خو د کندوز والي محمد انور جګدلک ويلي و، چې هغوى بېړنۍ نظامي غونډه جوړه کړې او د پېښې تر څېړنې وروسته يې امنيتي ځواکونه سيمې ته ولېږل، چې موضوع له نژدې وڅېړي او بريد کوونکي تر نيول کېدو وروسته د قانون منګولو ته وسپاري.
دغه راز د روان کال په غبرګولي مياشت کې په کندوز ښار ښار کې ناقانونه وسله والو پر يوې پېغلې نجلۍ جنسي تېرى وکړى.
 د پوليسو په وينا، درې وسله وال کسان يوه کور ته داخل شوي او پر دغې اوولس کلنې نجلۍ يې په ډله ييزه توګه تېرى کړى، د نجلۍ پلار يې وهلى او ټکولى او د نجلۍ د وړلو پر مهال يې له کلي بهر هم پرې تېرى کړى دى.
د دغې نجلۍ کورنۍ عاملينو ته د سختي سزا غوښتنه کوي او  کندوز ولايت د ښځو چارو رياست او د بشر د حقونو کمېسيون هم دغه کړنه په سختو ټکو کې غندلې او دهغوى پر محاکمه کولو يې ټينګار کړى دى.
 له دې سره په څنګ کې ډېر خلک دغه راز وګړي د اربکيانو په نوم پېژني او وايي، چې اربکيانو هغوى ځورولي او آن پر نجونو يې تيزاب شيندلي دي.
د ١٣٩٠ کال په لېندۍ مياشت کې ناقانونه وسله وال کسان د کندوز ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند د بولک اول په سيمه کې يوه کور ته ننوتل د کور پر څښتن، مېرمنې او د هغوى پر دريو لوڼو يې تېزاب وشيندل.
د کندوز د ښځو چارو رييسه نادره ګياه ههغه مهال ويلي و، چې وسله والو کسانو پر سلطان محمد، د هغه پر مېرمنې او دريو لوڼو، ممتاز، فرهناز او شميم، چې له ١٣ تر ١٨ کلونو عمر يې درلود او د ښوونځي زده کوونکې وې، تېزا وپاشل.
+د هغې په وينا، وسله وال کسان يوه مياشت مخکې د ممتاز غوښتو ته ورغلي وو، خو نجلۍ او د هغې کورنۍ راضي نه و او ممتاز يې په خپلو دوستانو کې د يوه چا په نوم کړې وه.
 مېرمن ګياه دغه عمل يو جنايت او پر مېرمنو د تاو تريخوالي يوه بدترينه پېښه ياده کړه او د عاملينو د نيول کېدو او محاکمه کېدو غوښتنه يې وکړه.
ډېر شمېر خلک ناقانونه وسله وال د اربکيانو په نوم پېژني او هغې کورنۍ چې تېزاب ورباندې پاشل شوي وو، دا يې د اربکيانو عمل وګاڼه.
خلک وايي، اربکيانو هغوى ځورولي او آن د هغوى پيسې او موبايلونه يې ترې په زور اخيستي او هغوى يې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.
دوه کاله وړاندې د خان اباد ولسوالۍ د اقتاش شيمې تر پنځوسو زياتو کورنيو ادعا کړې وه، چې په زور او زبردستۍ د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي او کورونه يې د اربکيانو په نظامي قرار ګاوو بدل شوي دي.
 د اربکيانو له ډلې ځنو يې په کورنيو بريدونه او جنسي تېري هم کړي وو.
 اربکى قومي ځواک ته ويل کېږي، چې د معاش له اخيستو پرته د سيمې په امنيت ساتلو کې برخه اخلي، خو اوس دا نوم د هغه ځواک لپاره کارول کېږي، چې په دولتي چوکاټ کې رسمي نه دي او د دولت له لوري د مخالفينو پر ضد تجهيز او تمويل کېږي.
 خو د کندوز سيمه ييز چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې د اربکي په نوم څوک نه شته، لېکن ناقانونه وسله وال کسان د خلکو د ځورولو په موخه له بېلا بېلو نومونو کار اخلي، چې د وخت په تېرېدو به بې وسلې کړل شي.