کندوز (پژواک ١٢وږى ٩٢) : د کندوز ولايت د پوهنې رياست چارواکي وايي ،چې په دغه ولايت کې د ښوونځيو د ودانيو نه شتون او د مسلکي ښوونکو کمښت هغه ستونزې دي چې لاهم موجودې دي.
دوى وايي ، چې په کندوز ولايت کې شپږ کاله وړاندې شاوخوا ٣٠٠ ښوونځي فعاله وو، مګر اوس يې شمير ٤٧٣ بابو ته رسيدلى، چې ٢٥٠ بابه يې ودانۍ نه لري.
د کندوز ولايت د پوهنې رييس محمد ظاهر نظم پژواک خبري اژانس ته وويل چې له يادو ښوونځيو څخه ٣١٠ بابه يې لېسې او پاتې نورې يې متوسطې او ابتدايه ښوونځي دي.
د ده په خبره، دا مهال په کندوز ولايت کې شاوخوا ٣١٠ زره زده کوونکي زده کړې کوي ، چې ١١٨زره يې يې يواځې نجونې دي، يادوو ټولو زده کوونکو ته ٤٧٠٠ ښوونکي زده کړې ورکوي.
د کندوز د پوهنې رييس زياتوي،چې سربيره پر دې ٦٤٠ ښوونکي،٢٧٨ مامورين او ١٢٠٠  اجيران د پوهنې رياست په برخه کې کار کوي،چې څلورمه برخه يې ښځې دي.
ده وويل: (( تقريباً ١٨٠٠ د دوولسم ټولګيو څخه فارغ په کانکور کې کامياب شوي دي، چې د هېواد بېلابېلو پوهنتونونو ته معرفي شوي.))
نوموړى دا هم وايي چې په دغه ولايت کې شپږ درالمعلمينونه موجودي دي ، چې همدا ګړۍ سلګونه محصلين په کې په زده کړو بوخت دي.
رييس نظم وايي ، چې په کندوز کې د دولتي ښوونځيو سربيره شخصي ښوونځي هم موجود دي.
دى وايي: (( لکه: لمر،تابش،امت،ايوب انصاري او داسې نور... چې له اتو زرو زيات زده کوونکي لري.))
د کندوز د پوهنې رييس زياتوي ،چې په دغه ولايت کې پنځه سترې ديني مدرسې او يو د حرفوي زده کړو مرکز موجود دى، چې لسګونه په کې په زده کړو بوخت دي.
ده وويل: (( مختلفې حرفې په دغه مرکز کې وړاندې کيږي او نجونې د خپلې خوښې حرفه په کې ټاکي.))
ده وويل ، چې په دغه ولايت کې دولتي پوهنتون چې د زراعت،شرعيات، ښوونې او روزنې،حقوق، ادبيات او د اقتصاد پوهنځي لري له څلورو زرو محصلينو څخه يې زيات په کې په زده کړو بوخت دي ، چې له جملې يې ١١٠٠ نجونې دي.
د پوهنې رييس وايي ، چې سلګونه نجونې او هلکان له ٢٥٠ څخه په زياتو د بې سوادۍ په کورسونو کې زده کړې کوي، ده وويل چې يادې زده کړې د يو شمير خيريه موسسو ، د پوهنې رياست په شخصي مصرف او يو شمير نورو فرهنګيانو له لوري پر مخ وړل کيږي، چې په دې وروستيو کې يې په زده کړه ييز بهير کې ستونزې مخ په کميدو دي.
نوموړى وايي، چې په کندوز کې د دولتي ښوونځيو او پوهنتون سربيره يو شخصي پوهنتون او د نيمه عالي زده کړو دوه انستيتيوتونه موجود دي، چې لسګونه محصلين په کې په زده کړو بوخت دي.
دى وايي ، چې يو درالمعليمن په ١٣٩٢ کال کې تاسيس شو،  چې شاوخوا ٥٠٠ تنه نجونې او هلکان په کې زده کړه کوي.
ستونزې او پرمختګونه:
د کندوز د پوهنې رييس وايي، چې تر دا مهاله په کندوز کې داسې سيمه نشته ، چې په کې دې ښوونځى تړل شوى وي، نوموړى وايي چې د کندوز په ټولو سميو کې ښوونځي فعاله او زده کوونکي په کې زده کړې کوي.
دى وايي ، چې د پخوا په پرتله د خلکو علاقه له معارف سره زياته شوې او هڅه کوي چې خپل ماشومان ښوونځيو ته وليږدوي او له ښوونځيو سره مرسته وکړي.
نوموړى وايي، چې وسله وال مخالفين هم په کندوز کې د پوهنې د پرمختګ مخه نه نيسي ، ځکه چې يو شمېر قومي مشرانو له وسله والو سره خبرې کړي او هغوى يې په دې قانع کړي، چې د معارف پرمختګ د افغانستان د خلکو پرمختګ دى .
دى وايي: (( د ودانيو په برخه کې زموږ ستونزه موجوده ده دا مهال ٢٥٠ ښوونځي زموږ ودانۍ نه لري، زده کوونکي د خيمو او يا هم څپرو نه استفاده کوي.))
د کندوز د پوهنې رييس محمد ظاهر نظم زياتوي، ډېرى هغه ښوونځي چې ودانۍ نه لري په دشت ارچي،امام صاحب،چهاردره او قلعه زال ولسواليو کې دي، چې د پوهنې رياست او اړونده چارواکو له لوري هڅې روانې دي.
ده وويل ، چې دوى د پوهنې وزارت او يو شمير نورو همکارو ادارو ته وړانديزونه کړي، خو تر دې دمه يې د عملي کېدا څرکونه نه دي لګيدلي.
نظم وايي چې د مسلکي ښوونکو مسئله چې لا هم موجوده  ده اوس يو څه په کمېدو ده،ځکه دوى اوس د ازاد رقابت له لارې ښوونکي په دندو ګوماري ، چې مسلکي ښوونکي په کې ډېر جذبيږي.
رييس وويل: (( انشاءالله ستونزې به په راتلونکو څو کلونو کې کميږي تر دې بريده چې اخر به له منځه لاړې شي.))
نوموړى وايي ، چې د کتابونو ستونزه اوس مخ په حليدو ده او تر راتلونکې يوې مياشتې پورې به ټولو ولسواليو او مرکزي ښوونځيو ته کتابونه ورسيږي.
بلخوا د کندوز د پوهنتون رييس قاضي عبدالقدوس ظريفي پژواک خبري اژانس ته وويل چې اوسمهال ياد پوهنتون ته پاملرنه زياته شوې ده، نوموړى وايي چې پخوا ياد پوهنتون پيداګوژي وه، مګر اوس پوهنتون شوى دى.
ده وويل: (( اکثره استادن زموږ ماسټران،ډاکتران او ليسانس دي، چې ډېرى کسانو يې په خارج کې لوړې زده کړې کړې دي.))
ظريفي وايي ،چې د دوى ګڼ استادانو په چاپان،هند،ترکيه او ايران هېوادونو کې ماسټرۍ کړي او يو يې په ايران کې دوکتورا اخلي.
د پوهنتون رييس وايي ، چې اوس مهال د ياد پوهنتون د ليليي لپاره يو نوى تعمير چې چارې يې شاوخوا ٧٠ فيصده بشپړې شوې دي، هم جوړيږي.
د نوموړي په وينا، چې د ياد تعمير په جوړيدا سره به د دغه پوهنتون د محصلينو ستونزه هواره شي.
خلک:
د کندوز اوسېدونکي محمدرضاء پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت کې د پوهنې بهير د تېر په پرتله راښه شوى او لا هم د پرمختګ په حال کې دى.
 نوموړى وايي چې اوسمهال ښوونکي يو څه مسلکي شوي او د زده کړې په ټولو ميتودونو او پلانونو پوهيږي او په بهير کې يې عملي کوي، همدا لامل دى چې په کندوز ولايت کې زده کړه ييز بهير ښه شوى.
محمد رضاء وايي: (( هر کله چې يو پلان د تدريس په وخت کې عملي شي، ښې پايلې لري او زده کوونکى ښه پرې پوهيږي، ځکه ميتود علمي او شاګرد يو څه ترې زده کولى شي.))
نوموړى د پوهنې د رياست پر چارواکو غږ کوي، چې مسلکي ښوونکي دې پر دندو وګوماري او درسي کتابونه دې په خپل وخت ورکړي ، چې د زده کړې په بهير کې ترې په خپل وخت استفاده وکړي.
د خان اباد ولسوالۍ ديني عالم فتح محمد وايي، چې د تېرو کلونو په پرتله اوس د پوهنې چارو ته خوشبين دى او ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې دى، مګر نوموړى نيوکه کوي چې يو شمير ښوونځي ودانۍ نه لري او ګڼ شمير زده کوونکي يې په ازاده هوا کې زده کړې کوي، چې دا چاره د هغوى په زده کړو منفي اغيزه پريباسي.
نوموى وايي چې د مسلکي ښوونکو کمبود او د کتابونو نه شتون هغه څه دي، چې دوى يې اندېښمن کړي دي او که چېرې مسلکي ښوونکي نه وي، نو له ياد ولايت څخه به په کانکور ازموينه کې کم شمير زده کوونکي کامياب شي.
خو د پوهنې رياست چارواکي وايي ، چې د دوى هڅې جريان لري.
ښوونکي او زده کوونکي:
د کندوز ولايت د نيکپي لېسې زده کوونکى رمضان د ښوونکو له غېرې حاضرۍ سرټکوي او وايي چې يو شمير ښوونکي په خپله درسي ساعتونو کې غېر حاضري کوي، چې دغې چارې ګڼ شمېر زده کوونکي اندېښمن کړي دي.
نوموړي وويل: (( ډېرى وخت زموږ ساعتونه خالي وي او د کتابونو مشکل هم لرو.))
د نوموړي په وينا، يواځې دا نه چې اوس له مشکلاتو سره مخ دي، بلکې د ازموينې پر وخت هم له ستونزو سره مخ کيږي.
خو د دوولسم ټولګي زده کوونکى رحمت الله بيا وايي، چې د تېرو کلونو په پرتله د دوى درسي سيستم ښه شوى او لا هم د ښه کېدو په حال دى.
نوموړى وايي، چې د تېرو درېيو کلونو په جريان کې ګڼ شمېرد پوهنتون فارغين په دندو ګومارل شوي ، خو شمير يې کم دى.
‎خو بلخوا يو شمير ښوونکي، زده کوونکي ملامتوي او وايي چې له زده کړو سره علاقه نه لري او ښوونکي ملامتوي .