کندوز(پژواک، ٢١ وږى ٩٢): سره له دې چې دکندوز ولايت  د خلکو اقتصاد په کرنه او مالدارۍ ولاړ دى، خو ددغه ولايت اوسېدونکي او بزګران د اوبو، د کرنيزو توکو دساتنې د مرکزونو او بازارموندنې له نه شتوالي شکايت کوي.
له بلې خوا په تاجکستان سره په پوله پورت شېرخان بندر هم ددغه ولايت اقتصادي اهميت زيات کړى . دغه بندر د  افغانستان د دوستۍ پله له لارې ، چې د امو سيند له پاسه جوړ شوى  افغانستان له تاجکستان سره نښلوي.
  ملي سوداګر خپل مالونه  د شېرخان بندر له لارې منځنۍ اسيا او منځني ختيځ ، فارس خليج او يو شمېر نورو هېوادونو څخه راوړي ، له همدې امله دهېواد په شمال ختيځ کې د زيات عايد لرونکو بندرونو څخه شمېرل کېږي.
 
کرهنه :
 د کندوز د کرنې او مالدارۍ رياست دکرنيزو چارو امرعبدالبصير وايي، چې که  د کرنې سکتور ته زياته پاملرنه وشي، کروندګرو او مالدارو ته د اوبو زمينه مساعده شي، نو کرنه به د پام وړ پرمختګ وکړي.
د هغه په خبره، کرنه او مالداري د مکانيزه کېدو پر لور روانه ده  او په تېره يوه لسيزه کې کروندګرو هم ښې لاستې راوړنې لري.
 د هغه دمعلوماتو له مخې، کندوز له ٢٣٠ زره هکتارو زياته اوبيزه او ٤٨ زره هکتاره للمي دوه فصله ځمکه لري.
سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په کلني ډول په زرګونه ټنه کرنيز محصولات لکه غنم، وربشې، شالي، انګور، مڼې، بادام، پسته، زغر ، سنځلې، زردالو، پياز، کچالو، ګلپي  او رومي بانجان  ټولوي، خو را ټول شوي توکي دخلکو اړتياوو ته په پام سره د هغوى غوښتنې نه شي پوره کولاى.
 
 فقيري زياتوي، چې په تېرو کلونو کې به کرنې ته زياته پاملرنه کېده، کروندګرو به هر وخت د غنمو او وريجو په موسم کې دکرنې اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي سرې تر لاسه کولې.
نوموړي زياته کړه، چې سږ کال  د خربوزو حاصلات هم  دنورو کلونو په پرتله څو چنده زيات و او ډېرو کروندګرو دخربوزې کرنې ته مخه کړې وه ، چې دتېرو کلونو زيانونه يې په کې جبران کړل.
  ددې ولايت د کرنې چارواکي وايي، چې سږ کال په دغه ولايت کې له ١٠ زرو هکتارو نه په زياته ځمکه خربوزې کرل شوې وې ، چې په ټوله کې يې له يو ميليارد او ٧٥٠ ميليون افغانيو څخه زيات عايد تر لاسه کړى .
په داسې حال کې ، چې تېر کال يې ١٨ زره هکتاره ځمکه خربوزې کړې وه، خو ٩٠ سلنه حاصلات يې د کرنيزو افتونو له امله خراب شول.
 د کندوز دکرنې رياست د نباتاتو ساتنې امر عبدالشکور وهاب زي پژواک ته وويل، چې  په کرنې وزرات کې  دخربوزو د رېښو دخوساکېدنې مرض له تشخص وروسته يې په  کروندګرو  نباتي دارو ويشلي او ددې ناروغۍ مخه يې نيولې ده.
هغه زياته کړه، چې دخربوزې دکرلو پر مهال يې د ٧٣ زره جريبه ځمکې  دوا  کروندګرو ته وېشلې او دخبرو دغه ناروغي سل  په سلو کې ورکه شوې ده.
 د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکى نصرالدين وايي، چې کرنې ادارې په ټاکلي وخت کې پوره دوا نه ده ورکړې.
نوموړى، چې د مڼو، انارو، شفتالو او ناکو پنځه جرېبه باغ لري ، زياتوي، چې  ځينې وخت يې د موسم پر مهال حاصلات مګس وهي او کله هم د طبيعي افتونو له امله خرا بېږي. دا چې پر وخت يې دوا نه ده تر لاسه کړې، نو له همدې امله يې حاصلات فاسد شوي دي.
 
سوداګري او پانګونه :
 
 د کندوز د سوداګرۍ او صنايعو خونې چارواکي وايي، چې سږ کال په دغه ولايت کې سوداګريز کارونه د تېر کال په پرتله ښه دي او  پر اقتصاد يې مثبت اغېز کړى دى.
 
 د سواګرۍ خونې رييس عبدالرسول سفري وايي، چې د نسبي امنيت له امله کورني او بهرني پانګوال په دغه ولايت کې په ډاډه زړه پانګونه کوي او له هېواده بهر  او دننه د وچې او تازه مېوې د توريد زمينه مساعده شوې ده.
 سفري مني، چې سوداګر د بېلابېلو دلايلو له امله ددولت له خوا نه هڅول کېږي، خو ټينګار کوي، چې سيمه ييزو چاراکو تل د سوداګرو ستونزو ته لاسرسى کړى دى.
دسوداګرۍ اوصنايعو خونې رييس د بېلګې په ډول د شېرخان بندر د سوداګرو ستونزو حل کولو ته اشاره وکړه  او ويې ويل، چې څه موده وړاندې به د سوداګريزو مالونو موټر د نامعلومو دلايلو له امله درېدل، چې وروسته د شېرخان ګمرګ د رييس له لرې کېدو سره دولت دغه ستونزې ته د پاى ټکى کېښود.
 شېرخان بندر دهېواد له مهمو بندرونو څخه يو دى، چې د ٦٧٢ متره په اوږد والي او ١١ متره پلنوالي د امو سيند له پاسه جوړ شوى او له تاجکستان سره پوله جوړوي.
دا پول دامريکا او ناروي په نږدې ٣٨ ميليونه ډالره مرسته جوړ او دافغانستان تاجکستان د ولسمشرانو هر يوه امام علي رحمان او حامد کرزي له خوا د ١٣٨٦ لمريز کال په  لړم مياشت کې پرانېستل شو.
 خو دکندوز والي وياند عنايت الله خليق وايي، چې کندوز د سوداګرو لپاره د ودې او پرمختګ يوه ښه سيمه ده او د مقام ولايت په هرحالات کې له خپلو ملي سوداګرو ملاتړ کوي.
هغه زياته کړه، چې دشېرخان بندر سوداګريز ښارګوټي په  اړه يې سوداګرۍ او صنايعو وزارت او نورو اړوندو بنسټونو سره خبرې جريان لري ، چې ددې پروسې په بشپېړېدو سره يې د بيارغونې چارې عملا پيل شي.
دا سوداګريز ښارګوټى په ١٤٩٤ جريبه ځمکه کې د دولت په ملکيت کې جوړېږي او د استوګنې د دوه زرو نومرو او سوداګريز تاسيسات لري ، د سوداګريزو چارو په اسانتياوو کې به اغېزناک وي.
 لاسي صنايع :
 
 د کندوز زيات شمېر خلک د لاسي صنايعو په برخه کې په پوستين ګنډنه، مسګرۍ، زرګرۍ په پشم او خامک ګنډنه کې مهارت لري . همدارنګه د بوټو، تشناب کاغذو، خټينو لوښو، وسپنې، سمنټو، يخو، کيمياوي سرې، اړوو او وريجو وړوکو فابريکو ددغه ولايت اقتصادي اهميت زيات کړى دى.
 
همدارنګه ګيلم، لاسپوښونه، جاکټ ، ليف، دسمالونه، څادرونه، جامې ، د سر شالونه، خولۍ، نارينه او ښځينه کميسونه د ښځو له خوا اوبدل کېږي، چې نه يواځې په دې ولايت کې ترې کار اخيستل کېږي، بلکې  په نورو ولايتونو او بهرنيو هېوادونو کې هم کارول کېږي. که څه هم تر اوسه پورې د لاسي صنايعو لپاره کوم مناسب بازر نه دى جوړ شوى، خو د سيمې په بازارونو کې دغه صنايع ښه ځلېدلي دي.
 
 پوست ګڼدنه هم د کندوز له پخوانيو مشهورو صنايعو څخه شمېرل کېږي، چې ثابت پوست لرونکو څارويو له پوست څخه د مسلکي اشخاصو له خوا ګندل کېږي او په ژمي کې ديخنۍ مخه نيسي.
همدارنګه مسي لوښي ، يامسګري ، اهنګري او ترکاڼي  هم ددغه ولايت دمهمو صنايعو څخه ده، چې په وروستيو کې  د دولت د کمې پاملرنې له امله مخ په ورکېدو دي.
 
 عبدالغيور له ٥٥ کلونو را هيسې  په کندوز کې په مسګرۍ بوخت دى:(( له دې امله چې خام توکي قېمته دي، دخلکو اقتصاد کمزورى دى، له پاکستان نه زموږ ښار ته ارزانه مالونه راځي او خلک زموږ مالونه نه اخلي.))
دى وايي، چې د مسګرۍ مسلک ورته له خپلو نيکونو پاتې دى، خو اوس دهرې ورځې په تېرېدو سره خرابېږي.
 د سوداګرۍ خونو او صنايعو رييس وايي، چې له دې امله، چې دنورو هېوادونو په ځانګړي ډول دګاونډيو هېوادونو مسين لوښي افغانستان په ټيټه بيه راځي، نو خلکو هم دخپل توليد پر ځاى پاکستاني توکي رانيسي.
هغه وويل:(( موږ په پام کې لرو، چې په راتلونکي کې مسو ته بازار موندنه وکړو، څو توليدي  شيان يې دهېواد په دننه او بهر کې پلور ته وړاندې کړو.))
 
  د کندوز ښار دکلالۍ کوڅې يو اوسېدونکى ګل رحيم وايي، چې اوسمهال يواځې ګلانونه  او مشکونه  تر يوې کچې بازار لري، خو خټينې کوزې او ديګونه هېڅ پېردونکي نه لري او کار ترې نه اخيستل کېېږي.
دهغه په خبره،  دېرش کاله وړاندې دغه ولايت په لاسي صنايعو کې ښه نوم درلود، په کندوز ښار کې د کلالۍ په لسګونو هټۍ فعالې وې، خو اوس يې وضعيت ډېر پيکه دى.
 
کندوز له تازه مېوې پرته، د مميزو ، بادامو، پستې او غوزانو په څېر وچې مېوې هم لري، چې په سوداګريز مارکېټ کې يې  ځانګړى ځاى ګټلى دى.
 
 د وچې مېوې يو سوداګر شايسته مير وايي، چې د وچو مېوو بازار د تازه مېوو په بازار پورې اړه لري ، که چېرته   د تازه مېوې حاصلات ښه وي، نو وچه مېوه هم په هغه کال ښه مارکېټ لري ؛ خو له دې سره سره کله کله ستونزې په کې را پېدا کېږي.
 
خو د کندوز ولايت د کرنې رياست د کرنيزو چارو امر عبدالبصير فقيري وايي، چې دغه اداره په دې هڅه کې ده، چې د مرستندويو هېوادونو په مرسته  څو سړخونې جوړې کړي.