پلخمري(پژواک، ٤وږى ٩٢): بغلان ولايت دهېواد صنعتي او کرنيز ولايت دى ، چې دډېرى خلکو اقتصاد يې په کرنې او مالدارۍ ولاړ دى.
ددې ولايت يو شمېر وګړي په موسساتو کې کار کوي او اقتصاد يې په تېرکې دفابريکو په فعاليت او توليد تر يوې کچې ښه و .
په تېر وخت کې ددغه ولايت دمرکز پلخمري ښار اتيا سلنه اوسېدونکي د افغان نساجۍ رياست، غوري سمنټو فابريکه، دغور برېښنا او د ډبرو سکارو اوقند په څېر فابريکو کې  په کار بوخت و، خو د ځينو فابريکو مخ پر ځوړ حالت او دکارګرانو کمښت دهغوى پر اقتصاد ناوړه اغېز کړى او اوسمهال يې شمېر ٢٠ سلنه کم شوى دى .
صنعت:
دنساجي دستګاه يو پخوانى کارکوونکى روح الله  وايي، چې دنساجي دستګاه رياست دخپل فعاليت له پيل نه تر ١٣٦٧لمريز کال پورې غوره اقتصاد درلود. نږدې ٢٥٠٠ کسان په کې په کار بوخت وو او وړ تنخوا يې تر لاسه کوله .
هغه زياته کړه، چې دغه ټول کسان، چې دسمنټو او قند په فابريکو کې په کار بوخت وو، اقتصاد يې نسبتا ښه و، خو په دې کلونو کې يادې فابريکې تقريبا له کاره ولوېدې او کارکوونکي يې په نورو کارونو کې بوخت شول، چې دغه کار دخلکو اقتصاد ته يوه ضربه وه .
 د مرکزي بغلان ولسوالۍ اوسېدونکى ګل محمد وايي :(( دبغلان ولايت په تېرو کلونو کې ښه اقتصاد درلود، ځکه چې څو فابريکې په کې فعالې وې او بله داچې له کرنيزو ولايتونو څخه دى او اتيا سلنه خلک يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي .))
هغه زياته کړه، چې ياد شوى ولايت په کرنه او کښت کې هم نوماند و، چې غنم، ورېجې ، خربوزې ، هندواڼې او مڼې يې کابل ، پروان ، باميانو  او نورو ولايتونو ته صادرېدې او د خلکو اقتصاد هم ورسره ښه شوى و .
 بغلان ولايت د ډبرو سکارو داوو کانونو ترڅنګ دکرکر، دودکش او دپلخمري ښار د آهن دره ، د تاله او برفک ولسوالۍ دوو کانونه، دده صلاح ولسوالۍ يو کان او په نهرين ولسوالۍ کې د چنارک په نوم کان هم لري .
له ډبرو سکارو څخه د سون  ديوې مهمې مادې په توګه په کورونو ، د خښتو په داشونو او حمامونو کې استفاده کېږي، خو ځينې بغلانيان بيا ادعا کوي، چې دبغلان ولايت عوايد د ځينو مفسدينو جيبونو ته ځي .
د بغلان ولايتي شورا غړى ډاکټر فيصل سميع وايي، چې دغه ولايت په ځانګړي ډول دپلخمري ښار يو له هغو ښارونو څخه دى، چې خورا لوړ عايد لري او دولت هم په مياشتني ډول يواځې له پلخمري ښار څخه له ٣ تر ٤ ميليونو پورې افغانۍ تر لاسه کوي .
 خو نوموړى ادعا کوي، چې داداري فساد ستونزه هره ورځ زياتېږي او ددولت اوياسلنه عوايد د مفسدينو جيبونو ته ځي، چې دغه چارې دخلکوپر اقتصاد ناوړه اغېز لري .
دبغلان ولايت د مستوفيت متقاعد کارکونکى وايي، چې له مستوفيت څخه به په کلني ډول ١٥ ميليونه افغانۍ عوايد تر لاسه کېده، خو اوس نه پوهېږي، چې ددغو عوايدو کچه به  څومره  وي .
د بازمير په خبره ، له پنځو کلونو زياته موده کېږي، چې د ډبروسکارو کان او دسمنټو فابريکې خپله ماليه نه ده ورکړې، خو له دې سره سره هم دبغلان ولايت مستوفيت له ١٥٠ ميليونو افغانيو زيات عايد تر لاسه کوي .
هغه زياته کړه، چې که ددغو دولتي سرچينو ماليه په سم ډول ورکړل شي، نو دبغلان اقتصاد به د پام وړ پرمختګ وکړي .
 اقتصاد:
 سره له دې چې د پايه جوړونې فابريکه، سيلو ، سپين زر شرکت، کاماز تصدي او زراعتي مکانيزه دبغلان له مهم توليدي تاسيساتو څخه و او د وروستيو درېيو لسيزو جګړو او  ددولت د کمې پاملرنې له امله يې يو شمېر لکه د سپين زر شرکت، کاماز تصدي او کرنيزه مکانيزه له منځه لاړل؛ خو يو شمېر خلک وايي، چې دخلکو اقتصاد په وروستۍ يوه لسيزه کې بېرته ښه شوى دى .
دبغلان پوهنتون دحکيم سنايي پوهنتون داقتصاد پوهنځى محصله نسيمه وايي: څرنګه چې ښکاري دبغلان د خلکو اقتصاد دپخوا په پرتله پنځوس سلنه مثبت خواته تللى او دپخوا په څېر له بې وزلۍ نه دومره نه کړېږي .
 دبغلان يو بل ځوان نجيب الله  وايي :(( زه فکر کوم، چې دبغلان ولايت اقتصاد دپخوا په پرتله ډېر ښه شوى، زيات شمېر ځوانان وينم، چې په ښوونځيو او شخصي پوهنتونونو کې زده کړې کوي .))
دهغه په خبره، اوسمهال له  دوو زرو زيات زده کوونکي په خپله شخصي بوديجه پوهنتونونه وايي، چې دا کار يې داقتصاد د ښه والي استازولي کوي .
 کرنه :
 بغلان دکرنې له اړخه هم مخکښ ولايت دى، چې غنم او  وريجې يې له مهمو محصولاتو څخه دي. بغلانۍ وريجې بېل خوند لري او د هېواد په کچه يې نوم ګټلى .
ددغه ولايت نور محصولات له خربوزې، کچالو، پياز، جوار ، نخود او بېلابېلو خوندورو مېوو څخه تشکيل شوي دي .
د مرکزي بغلان  ولسوالۍ يوه کروندګر وويل :((سل جريبه ځمکه لرم، په تېرو کلونو کې مې زياتې ستونزې درلودې، تراکتور نه و او بزګرانو ته امکانات کم وو.))
خو دى وايي، اوس مهال يې حاصلات ښه شوي دي .
دغه کروندګر وايي، چې پخوا به يې له سل جريبه ځمکې څخه پنځه زره منه  غنم اخيستل، خو اوس له همدغې ځمکې څخه دکرنې رياست ، کيمياوي سرو او دغنمو اصلاح شوو تخمونو دکارونې له امله ١٠ زره  منه غنم ترلاسه کوي .
دبغلان اوسېدونکي شتمن دي او ويل کېږي، چې ٢٠ سلنه يې کوچيان جوړوي او تر يو ميليون پورې څاروي په دغه ولايت کې شته دي .
د بغلان د ولايتي شورا غړى حاجي محمدوايي، چې څاروي له بغلان څخه نورو ولايتونو ته لېږدول کېږي .
 هغه زياتوي، د بغلان وريجې  او غنم نورو ولايتونو ته صادريږي او همدارنګه  د نورو ولايتونو يو شمېر  قصابان هم دغه ولايت ته د څارويو اخيستلو لپاره راځي  .
حاجي محمد زياتوي، دبغلان دمالدارو اقتصاد تر ډېره په همدې چاره ولاړ دى.
د مرکزي بغلان ولسوالۍ اوسېدونکى ارباب عيسى هم وايي :(( زه له زرو زيات پسونه لرم، هر کال په سلګونه پسونه پلورم او اقتصاد مې دپخوا په پرتله ډېر ښه شوى .))
 دى زياتوي، چې دوى ټول يو قوم دى او ټول يې دخپل ژوند اړتياوې دمالدارۍ له لارې پوره کوي.
خو وايي، چې ځينې ناروغۍ يې څاروي له منځه وړي او بايد، چې دولت ورته سمه پاملرنه وکړي.
 لاسي صنايع :
 دبغلان ولايت لاسي صنايع په تېر کې چندان ښه نه وو، خو په دې کلونو کې ليدل کېږي، چې وده يې کړې ده.
دپلخمري ښار يوه اوسېدونکې عزيزه وايي:(( خاوند مې شل کاله پخوا مړى شوى ، خو خپله بيا دتېرو اتو کلونو راهيسې په لاسي صنايعو بوخته يم .))
 دغه کونډه چې شپږ لوڼې او دوه زامن لري، وايي چې خپل ژوند دمرۍ او خامک اوبدنې له لارې مخته وړي او دخپلو اولادونو لپاره ښه عايد لري.
دا زياتوي، ډېرې داسې ښځې پېژني، چې د خپل ژوند اړتيا وې د لاسي صنايعو له لارې پوره کوي، يو شمېر يې وړۍ شني او ځينې يې بيا په خياطۍ او مرۍ اوبدنه بوختې دي .
دغه مېرمن همدا راز وايي، چې دولت بايد لاسي صنايعو ته ښه بازار پيدا کړي، څو ښځې وکولاى شي، له دې لارې پرځان متکي شي .