١-ښــــ‎ــايــستــه جــان احـــدي :
وکيل ښايسته جان احدي دشهيد حاجي بخت زوی،چې په ۱۳۶۱لمريز کال دلجه منګل ولسوالۍ دشيګړۍ  په کليزېږېدلى دى.  نوموړي  تر يوولسم ټولګي پورې په پاکستان کې زده کړې کړي او دوولسم ټولګى يې دپټان  په عالي لېسه کې بشپړ کړى دى. احدي په ۱۳۸۳ کال کې د لجه منګل ولسوالۍد پوهنې مدير په توګه دنده ترسره کړې ده .نوموړى اوس د ولايتي رييس دى او د ولايتي شورا په تېره دوره کې هم ديادې شورا غړى پاتې شوى دى.
د اړيکې شمېره:٠٧٠٥٢١٠٧٢٢
٢- ډاکټرالله ميربهرامزى :
الحاجډاکټراللهميربهرامزیدبهرامخانزوی، دپکتياولايتد ځاځياريوبولسوالۍاوسېدونکی دی .په ١٣٧٠ لمريز  کال کې د کورمې ايجنسۍ د حضرت علي له لېسې څخه فارغ شوى دى،بيا يې په پېښور کې دوه کلن صحي کورس لوستى دى، نوموړى د ولايتي شورا په تېره دوره کې هم ددغې شورا غړى و او د ولايتي شورا په اوسنۍ دوره کې د يادې شورا مرستيال  دى . 
٣- عبدالمالک ځاځی:
عبدالمالک ځاځیدملکرازمحمدزوی، چې په١٣٥١ لمريز کال  کې دپکتياولايتدآريوبځاځيوولسوالۍ دهاشمخېلوپه کلي کې زېږېدلى دى.ده لومړنۍ زدکړې په کورمې ايجنسۍ کې ترسره کړي، د پکتيا له دارالمعلمين څخه فارغ او بيا يې په ادبياتو کې ليسانس ترلاسه کړى دى. نوموړى اوس د ولايتي شورا د منشي په توګه دنده تر سره کوي .
٤-عبدالله احمدزى:
عبدالله خان احمدزی  دملک عصمت الله زوی، چې په ۱۳۳۹ لمريز کې داحمد ابا ولسوالۍ دسلام خېلودسورسنګ په کلي کې زيږېدلی دی .نوموړي تر دوولسم تولګي پورې زدکړې کړې دي . نوموړى د ولايتي شورا په تېره دوه کې هم ددغې شورا غړى و .
داړيکې شمېره:۰۷۹۹۱۰۹۷۴۶
٥-مياخېل ځاځی:
مياخېل ځاځى دمقبل خان زوى، چې په  ۱۳۴۷ کال کې د اريوب ځاځيو ولسوالۍ  دهاشم خېلو په جګ کوټکي کلي  کې  زېږېدلی دی.نوموړي د پکتيا ولايت دقومونو او قبايلو چارو رياست کې د مامور، د ملي امنيت د کارمند او د ځاځيو د قومونو د يوالي د شورا د منشي په توګه دندې ترسره کړې دي. ځاځى د ولايتي شورا په تېره دوره کې هم ددغې شورا غړى و .
 د اړيکې شمېره :۰۷۹۹۰۰۴۶۲۳
٦-محمد لايق منګل:
محمد لايق منګل دحاجي يارک زوی، چې په  ۱۳۴۴ لمريز کال کې دپکتيا ولايت دڅمکنيو ولسوالۍ دنرګسي په سيمه کې  زېږېدلی دی .نوموړي تر دوولسم ټولګي پورې زدکړې کړياو  دسيمې قومي مشر  پاتې شوى دى. هغه د ولايتي شورا په تېره دوره کې هم د ولايتي شورا غړى و ، چې بيا مشرانو جرګې ته ور وپېژندل شو ، او اوس ددغه ولايت د ولايتي شورا د غړي په توګه دنده تر سره کوي . 
داړيکې شمېره:۰۷۷۴۹۴۸۶۵۹.
٧-زرغونه همت:
زرغونه همت  دالحاج نورعلي  لور، چې په ۱۳۲۵ لمريز کال کې دپکتيا ولايت دڅمکنيو ولسوالۍ په سترکلي کې زيږېدلې ده ، نوموړې تردوولسم ټولګي پورې په کابل کې زده کړې ترسره کړې دي ، وروسته بيا دپکتيا دعالي دارلمعليمين درياضي  له ځانګې څخه فارغه شوې ده.هغې په بېلابېلو خيريه موسسو کې دنده تر سره کړې ده همدارنګه يې په لومړي ځل د  پکتيا په شپږولسواليو کې ښځينه شوراګانې تاسيس کړې ، نوموړې د ولايتي شورا په تېره دوره کې هم ددغې شورا غړې وه .
 د اړيکې شمېره : ۰۷۹۹۸۸۸۱۸۶
٨-مريم پکتين :
مريم پکتين دپاينده  محمد لور، چې په ۱۳۴۷ کال کې دګردېزښار دکرماشي په کلي کې زيږېدلې ده او په قوم ځدراڼه ده .
نوموړې په ۱۳۶۵ کال کې دګردېز دنسوان شهري له لېسې څخه فارغه شوې ، بيا يېدپکتيا د عالي دارلمعليمين دفزيک څانګه لوستې ده ، نوموړې د ښوونکې  د دندې ترڅنګ په بېلابېلو خيريه موسسو کې  دندې تر سره کړې او  څلور کاله دبشرحقونو دګردېز دسيمه ييز دفتر کې دښځو دبرخې دمسوولې په توګه دنده تر سره کړې،  هغه  دحزب اسلامي له ګوندسره اړيکه لري ، او اوس د ولايتي شورا غړې ده .
٩: ګلالۍ سليمانخېل
ګلالۍ د پکتيا ولايت د مرکز ګردېز ښار اوسېدونکې ده، شاوخوا ٤٤ کاله عمر لري، تر دوولسم ټولګي پورې يې زده کړې په کابل کې کړې دي ، دارالمعلمين يې لوستې او زمين شناسۍ څانګه کې يې ليسانس ترلاسه کړى. تر وکلات مخکې يې په دولتي ادارو کې ١٨ کاله دنده ترسره کړې. دغه راز په کابل کې د غازي ادې د وړکتون مسووله وه.
 د اړيکې شمېره : ۰۷۷۵۶۰۹۶۷۱