جلال اباد(پژواک٢٧غبرګولى٩٢): نورستان د هېواد په شمال ختيځ کې پروت هغه غرنى ولايت دى ، چې وخت ناوخته په کې امنيتي پېښې رامنځته کيږي، په دغه ولايت کې روانو جګړو او ناسمو امنيتي حالاتو پر پوهنې هم منفي  اغېزه کړې ده.
د دغه ولايت د پوهنې رييس مهتاب الدين مهتاب پژواک خبري اژانس ته وويل ، نورستان ٢١١ ښوونځي لري ، چې پکې يې دوه لېسې ١١٧ لومړني او ٩٢ نور يې منځني ښوونځي دي.
دى وايي ، چې که څه هم دا د نورستان د نفوس په پرتله  کم ښوونځي دي ، خو بيا يې هم يو شمېر تړل شوي دي.
د پوهنې رييس مهتاب الدين وايي ، چې  په دغه ولايت کې ٢٠ ديني مدرسې،دوه د زراعت مسلکي لېسې او درې دارالمعليمنونه هم موجود دي.
‎هغه زياتوي: (( دارالمعليمنونه هم فعاله دي او مسلکې لېسې هم فعاليت کوي او زده کوونکو ته په کې تدريس کيږي.))
نوموړى وايي ، چې په نورستان ولايت کې د  زده کوونکو شمېر ٧٢٨٤٣ تنو ته رسيږي، چې ٤٤٢٢٠ تنه يې هلکان او ٣٢٦٢٣ يې نجونې دي.
د پوهنې د رييس په وينا، چې په دغه ولايت کې د ښوونکو شمېر ١٢٧٠تنو ته رسيږي چې ١٢٠ په کې ښځينه او نور نارينه دي. ده زياته کړه: (( په ښځينه ښوونکو کې څلورو مسلکي او په نارينه ښوونکو کې ٣٠ مسلکي ښوونکي لرو.))
دى دا هم وايي، چې دوى په اسلامي تعليماتو کې له ځانه سره ١٩٠ تنه استادان لري ، چې په کې يې ١٢ تنه ښځينه دي.
ستونزې او پرمختګونه:
د نورستان د پوهنې رييس مهتاب الدين وايي ، سره له دې چې د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د دولت له رامنځته کېدو راهيسې د پوهنې په برخه کې يو شمېر پرمختګونه لکه د نويو ښوونځيو جوړېدل، د دارالمعليمونونو فعاليدل اويو شمېر ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوي، خو بيا هم دوى له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
دى وايي ، تر ټولو ستره ستونزه چې په نورستان کې دوى ورسره مخ دي هغه د يو شمېر ښوونځيو تړل کېدل دي.
نوموړى وايي: (( شاوخوا ٣٥ ښوونځي همدا مهال د ناامنۍ له امله تړل شوي دي.))
هغه وايي، چې تر اوسه پورې دوى يواځې د ٥٦ ښوونځيو لپاره ودانۍ چې ځينې يې نيمه نړېدلي دي لري، مګر د نورو ټولو ښوونځيو د سرپنا ستونزه موجوده ده.
دى پر مرکزي ادارې غږ کوي: (( موږ د سپورټ ميدان او نور څه  نه غواړو يواځې دې  دښوونځيو ودانۍ جوړې کړي.))
ده زياته کړه ، چې ډېرى وخت د سرپنا د ستونزې له امله يو شمېر ښوونځي د طبعي پېښو په وخت کې رخصت وي.
همداراز رييس زياتوي، چې د کتابونو له نه شتون سره  مخ دي ، په ډېرى ښوونځيو کې تعليمي کتابونه نه لري، چې دا هم يوه تر ټولو سترو ستونزو څخه ده.
د پوهنې رييس په دغه ولايت کې د مسلکي ښوونکو کمښت هم  بله ستونزه بولي او وايي چې دوى تر اوسه په ټول نورستان کې د ګوتو په شمار مسلکي ښوونکي لري.
نوموړى وايي ، چې په ښځينه برخه کې خو نورستان له بل هر ولايت څخه وروسته دى، ځکه هم يې ښوونځي کم دي او هم ښځينه ښوونکې نه لري.
خلک :
د نورستان ډېرى اوسېدونکي په دغه ولايت کې د پوهنې له روان بهير څخه ناخوښي دي او وايي ، چې په سلو کې ٥٠% ښوونځي تړل شوي او پاتې يې يواځې په نوم ښوونځي دي.
د نورګرام ولسوالۍ اوسېدونکي شوکت خان پژواک ته وويل، چې په دغه ولسوالۍ کې يواځې يو څو ښوونځي شته ، چې فعاله دي او نور ټول تړل شوي دي.
هغه وايي ،فعالو ښوونځيو ته دا درېيم کال دى، چې کتابونه نه دي راغلي او زده کوونکي د کتابونو له نه شتون سره مخ دي، نوموړى وايي ، چې يو زيات شمېر داسې ښوونځي هم شته ، چې تر اوسه پورې ورته نوى نصاب نه دى رسيدلى.
ده زياته کړه: ((په داسې ښوونځي به څه وکړې ، چې ښوونکى ورته نه راځي او يا هم کتاب ونه لري.))
د  ولايتي شورا رييس قاضي عنايت الله مذهبيار پژواک ته وويل، چې يواځې د نورستان په مرکز پارون او نورګرام ولسواليو کې ښوونځي فعاله دي او په نورو  ټولو ولسواليو کې ښوونځي تړل شوي دي.
دى وايي ، چې که ځينې يې نه وي تړل شوي، نو ښوونکي يې ورته نه راځي او يا هم زده کوونکي ښوونځيو ته د وسله والو له وېرې نه شي راتللى.
مذهبار وويل: ((له هر څه وړاندې د امنيت ضرورت دى هر کله چې امنيت راشي ، نو پوهنه به هم وده وکړي.))
دى وايي، چې ډېرى ښوونځي ودانۍ نه لري او ماشومان يې  په لمر کې زده کړو ته ناست وي ، چې ډېرى وخت د باد او باران په وختونو کې يې ښوونځي رخصت وي.
مذهبيار زياته کړه: ((د نجونو ښوونځي هسې په نوم ښوونځي دي او هېڅوک ورته نه راځي.))
د مرکز پارون اوسېدونکي زرداد پژواک ته وويل ، چې دوه زامن يې په مرکزي لېسه کې زده کړې کوي، خو په دغه لېسه کې د زده کړو بهير له بل هر ځايه ډېر کمزورى دى.
دى وايي ، چې اکثره وخت ښوونکي په خپل وخت دغه لېسې ته نه راځي.
زده کوونکي او ښوونکي:
د دواب ولسوالۍ اوسېدونکى نعمت الرحمن ، چې اوسمهال په جلال اباد ښار کې په يوه هوټل کې کار کوي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ځکه له خپلې ولسوالۍ څخه راغلى ، چې ښوونځى يې تړل شوى دى.
ده وويل ، چې کله هم د دوى ښوونځى تړل کېده نو دى په شپږم ټولګي کې و ، چې څو کاله سر په سر پرته له کوم درس ويلو څخه نهم ټولګي ته بريالى شو، خو د بې روزګارۍ له امله جلال اباد ته راغى.
ده وويل: ((بس درس او مکتب هر څه  پاتې شو، ځکه ښوونځى تړل شوى دى او استادان هم نه راځي،زموږ په ښوونځي  کې د وسله والو پوسته پرته ده.))
ښوونکى قريب الله وايي ، چې د  نورستان  د پوهنې په  برخه کې ډيرې ستونزې شته.
نوموړى وايي ، چې په نورو ولايتونو کې نوى نصاب تقسيم شوى ، مګر دوى د زاړه نصاب کتابونه هم نه لري.
قريب الله وايي: ((اکثره ښوونځيو کې تش په نوم استادان ناست دي، تر شپږم ټولګي پورې يې هم زده کړې نه دي کړي، تش معاش اخلي.))
دى غواړي ، چې ښوونکو ته دې په دغه ولايت کې مسلکي ورکشاپونه په لاره واچول شي ، تر څو په تدريسي بهير کې يې ښه والى رامنځته شي.
د برګمټال  ولسوالۍ يو زده کوونکى عثمان هم پر دولت نيوکه کوي او وايي چې د نورستان ټول ځوانان بې تعليمه لوى شول، مګر دولت يې د پوهنې په برخه کې هېڅ ونه کړل.
نوموړى وايي، چې د دوى په ولسوالۍ کې شاوخوا اته ښوونځي تړل شوي دي.
 د سيمې روڼ اندي:
د نورستان د ځوانانو ټولنې مرستيال صحاب انور پژواک ته وويل، چې د نورستان ولايت اوسېدونکي بايد په خپله د خپلې زده کړې حق له دولت څخه  وغواړي.
ده زياته کړه: (( حق اخيستل کيږي ورکول کيږي نه.))
دى وايي ، چې که نورستانيان راپورته شي او له دولت څخه د زده کړو غوښتنه وکړي او د خپلو ښوونځيو په خپله ساتنه وکړي، نو هېڅکله به ستونزه راولاړه نه شي او که چېرې ښوونځي همداسې تړلي پاتې شي ، نو لرې نه ده چې د نورستان ځوان کهول به ټول بې تعليمه پاتې شي.
د ښوونيزو چارو کارپوه  غيور پژواک ته وويل ، چې په ښوونځيو کې بايد يو ځانګړى نظم او ډيسپلين موجود وي، نه دا چې د ښوونځي مدير په خپله لښته راخيستې وي او شاګردانو ته بد رد وايي.
دى زياتوي: ((بايد خبره مدير ته پاتې نه شي، چې هغه به د شاګردانو پسې ګرځي او له تفريح وروسته به يې راټولوي، بايد دوى داسې تربيه شي چې هېڅ خبره لښتې ته پاتې نه شي))
نوموړى د پوهنې رياست پر چارواکو غږ کوي، چې په ښوونځيو کې دې د نظم پر يوه ځانګړي قانون کار وکړي ، تر څو په ټولو ښوونځيو کې عملي شي او د ګډوډۍ مخه ونيول شي.
هغه زياته کړه: (( په اوس وخت کې، چې موږ ډېر رنج وړو هغه په ښوونځيو کې بې ډيسپليني ده، ښوونکى يې په ټولګي کې ولاړ وي، مګر دا په موبايل کې ګوتې وهي.))
دى پر ښوونکو هم ټينګار کوي، چې د هر ډول موثقو ميتودونو څخه دې د زده کړې په بهير کې ګټه واخلي او کوم يو چې د زده کوونکو لپاره ګټور تماميده، بايد له همغه ګټه واخلي.
دى دا هم وايي ، چې دولت بايد په نورستان کې د ښوونځيو په پرانيستې او د درسي موادو په برابرښت کې زيات کار وکړي او مشکلات دې هوار کړي.