شبرغان(پژواک، ۲۶ ليندۍ ٩٢): جوزجان دهېواد له شمالي ولايتونو څخه يو دى، چې په کې د ګازو کانونو پراخه شتون اقتصادي اهميت ورکړى دى. دا ولايت له ترکمنستان سره ګډه پوله لري او په پنځو ساحو کې يې د ګازو زېرمې شته.
ګازي سرچينې د تفحصاتو رياست له خوا کشف شوي او ګټه اخيستنې ته سپارل کېږي او د افغان ګاز تصدۍ رياست يې د وېش او پلور مسووليت پر غاړه لري. په دې  ګازي سرچينو کې نږدې څلور زره کارګر په کار بوخت دي.
د ګازو تشکيل د نفتو غوندې دى، چې د ژونديو موجوداتو له پاتې شونو څخه د عضوي موادو د ترسب په پايله کې د فشار، حرارت او هوا نه رسېدو له امله د بڼې تغيير کوي او په ګازو بدلېږي.
ګاز دافغانستان له ارزښتمنو سرچينو څخه دي، چې په کور دننه مصرفېدو او بهر ته د صادرېدو  له اړخه با اهميته ګڼل کېږي،  خو افغانستان تر اوسه نه دى توانېدلى، چې خپلې ټولې زېرمې فعالې او بهر ته يې واستوي.
د ګازو زېرمې د شبرغان ښار د  خواجه ګوګردک ، يتيم تاق او جرقُدق په سيمو کې موندل شوي او اوس ترې ګټه اخيستل کېږي.
د ګازو دوه نور کانونه  ددې ولايت د  قوش تپې او خواجه دوکوه ولسوالۍ په دشت ليلې ساحه کې شته دي.
دا کانونه د ١١٦٠ ميلادي لسيزې په لومړيو کې ، دهغو څېړنو په پايله کې چې له وړاندې پرې شوي وو، فعال شوي او ګاز يې د پخواني شوروي اتحاد لوري ته صادرېده.
ددې ګازو د صادراتو لپاره  دپخواني شوروي اتحاد تر پولې پورې يو پايپ لاين  د ٣٢ انچه قطر او ٩٧ کيلومتره  اوږد والي په درلودلو سره غځول شوى و.
د ګازو دې صادراتو د شوروي اتحاد پر لور د ١٩٨٨ لمريز کال تر لومړيو پورې ادامه درلوده ، خو د تړون له ختم څخه وروسته په همدې کال ګازي څاګانې د روسي متخصصينو له خوا بندې شوې او شوروي اتحاد ته يې پر لېږد سربېره تفحصاتي کارونه هم بند شول.
جيولوجيکي څېړنو او مطالعو ښودلې، چې په دې ګازي زېرمو کې ١٤٠ ميليارده متره مکعبه ګاز موجود و، چې تر اوسه يې يواځې ٤٠ ميليارده برخه استخراج شوې او ١٠٠ ميليارده متره مکعب نوره يې لا په دې زېرمو کې شته ده.
که چېرته په جوزجان کې له ګازي زېرمو څخه سمه استفاده وشي، نو نه يواځې چې ددې ولايت اقتصاد به ورسره وده وکړي، بلکه دهېواد په کچه به هم د اقتصادي  پياوړتيا په برخه کې يو مثبت بدلون رامنځته کړي، ځکه چې د شبرغان له ګازي زېرمو څخه، چې پخوا شوروي اتحاد ته صادرېدې، د هېواد داقتصاد نږدې ٤٣ سلنه  اړتيا  پوره کېدله .
په دې ساحو کې د ګازو ٣٠٠ څاګانې د روسي او افغاني متخصصينو له خوا په ١٩٦٠ زېږديز کال تثبيت شوې، چې ١٤٣٠ څاګانې يې فعالې او له دې فعالو يې بيا له ٣٦ څاګانو څخه ګټه اخيستل کېده.
 ١-د جرقدق، يتيم تاق او خواجه ګوګردک د ګازو کانونه:
اوسمهال د شت ليلې، خواجه ګوګردک او يتيم خانې د ګازو ٣٦ څاګانو څخه څلور زره کورنۍ او سلګونه هټۍ او د خښتې او چونې بټۍ په شبرغان ښار کې د مناسبو پيسو په بدل کې کار اخلي او له دې پرته د مزار شريف د کيمياوي سرې فابريکې ته  ګاز او برېښنا لېږدوي.
د ګازو له دې سرچينې څخه د شبرغان ښار د اوسېدونکو لګښت ٥٠ زره متره مکعبه بلل شوى دى.
 ٢-جرقدق کان :
دا کان د شبرغان ښار سوېل لوېديځ ته په ١٥ کيلومترۍ کې موقعيت لري، چې د ٢٢٠٠  مترو منځني ژور والي په درلودلو سره ٣٣څاګانې په کې فعالې دي، ګاز يې هم د ترش له بڼې( سلفر لرونکى) دى او ټوليزې زېرمې يې ٢٦ ميليارده  متره مکعبه  اټکل کېږي، چې له دې جملې نه ١٥،٣٦٢ ميليارده متره مکعب ګاز يې را اېستل شوى دى.
٣-د خواجه ګوګردک د ګازو کان :
دا کان د شبرغان ښار شمال لوېديځ  په ٢٣ کيلومترۍ کې موقعيت لري ، چې د ژورو شوو څاګانو ټوليزه مجموعه يې  ٥٢ ته رسېږي. ددې کان د ګازو ټوليزه زېرمه ٤٦،٨ ميليارد متره مکعبه اټکل شوې او تراوسه ترې ٤٤ ميليارد متره مکعبه ګاز را اېتسل شوى دى.
 ٤- د يتيم تاق د ګازو کان :
دا کان د شبرغان ښار ختيځ ته په ١٨ کيلومترۍ کې موقعيت لري ، چې تثبيت شوې زېرمې يې ٢٠،٨ ميليارده متره مکعبه کېږي.
په ١٣٤١لمريز کال کې ددې کان ٤ نمبر څاه  اور واخيست او د درېيو کلونو په اوږدو کې يې ميلياردونه متره مکعبه کاز ضايع او وسوځېده.
له ګازي سرچينو څخه د شبرغان ښار اوسېدونکو د اړتيا پوره کولو ترڅنګ ، په يوه شپه او ورځ کې له ٣٥٠ زرو مترو مکعبو څخه زيات ګاز د مزار شريف د سرې او برېښنا فابريکې ته را اېستل کېږي.
 د ګازو پايپ لاين د شبرغان ښار څخه د مزار شريف د سرې او برېښنا فابريکې پورې پايپ لاين  د ٥٥ کيلومتره په اوږد والي او ١٢ انچو په اندازه غځول شوى، چې کلنى ظرفيت يې ٥٠٠ ميليون متره مکعب ګازو ته رسېږي.
  د مزار شريف د سرې او برېښنا فابريکه په کال کې ١٠٥ زره ټنه يوريا سره  او ٣٦ زره کيلو واټ ساعته برېښنا توليدوي.
 ددې کانونو امنيت، دافغان امنيتي ځواکونو له خوا نيول کېږي او په شاو خوا کې يې د پوليسو او نور و امنيتي ځواکونو ګرځنده امنيتي ګزمې ٢٤ ساعته دوام لري.
د افغان ګاز تصدۍ رياست کارکوونکي، چې شمېر يې  نږدې زرو کسانو ته رسېږي، تنخوا يې د برېښنا او سرې په فابريکه کې د ګازو له پلور څخه پوره کېږي، د ګازو د پلور له اړخه ددې ادارې کلنى لګښت نږدې اوه ميليونه افغانيو ته رسېږي.
 ٥-د قوش تپه ولسوالۍ د ګازو کان :
دا کان د قوش تپې ولسوالۍ شمال په ٦٠ کيلومترۍ کې په ليلې دښته کې موقعيت لري او په ١٩٦٠ لمريزکال  يې استحصالاتي کارونه  د افغاني او روسي متخصصينو  له خوا پيل شو، چې وروسته  بيا ددې کان ګاز په جرقدق فابريکې سره وصل شو او له هغه ځايه د وخت شوروي اتحاد ته صادرېدل.
 ٦- د خواجه دو کوه ولسوالۍ د ګازو کان :
دا کان  د قوش تپه ولسوالۍ په باشيکورد، جمعه بازار او د ليلې دښتې په مجيد قدُق کې موقعيت لري، چې د استحصالاتو کار يې په ١٩٦٠ لمريز کال  د روسي او افغاني متخصيصينو له خوا پيل شو او وروسته يې ګاز له جرقدق سره ونښت، چې له هغه ځايه بيا پخواني شوروي اتحاد ته لېږدېده.
دا په داسې حال کې ده، چې د ګاز رسونې ددې سترو پروژو کار د ١٣٩٢ لمريز کال  د غويي مياشت کې د ٥٧ زره ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت پيل شو.
دا پروژې د شبرغان- مزارشريف تر منځ له ٩٤ کيلومتره څخه زيات نوي پايپ لاين په غځولو سره  په شبرغان  ښار کې د سلفرو د يوې دستګاه او اتو نوو ګازي څاګانو په جوړېدو فعالېږي.
 دا پايپ لاين د ٣٢ زره ميليونو امريکايي ډالرو په مرسته غځول کېږي او اته څاګانې هم د اسيا پراختيايي بانک په ٢٥ ميليون ډالري مرسته بيارغول کېږي.
ددې دواړو پروژو کار، چې د کانونو وزارت، امريکا او ترکيې د استازو له خوا په جوزجان کې لاسليک شو، د ٢٠١٤ لمريز کال په نيمايي کې بشپړېږي او ګټې اخيستنې ته به ورسپارل شي.
يوه څاه دکانونو وزير او سيمه ييزو چارواکو له خوا په نمايشي ډول امتحان شوه او ګاز ترې په زيات فشار او ځانګړي غږ را وېستل شو ، چې هوا ته يې لويه لمبه وکړه.
 د کانونو وزير وايي، چې ددې سند پر بنسټ، امريکا ژمنه کړې، چې  جوزجان د خواجه ګوګردک پخوانى پايپ لاين به د مزارشريف د سرې او ګازو تر فابريکې پورې په خپل لګښت نوى کړي.
په دې مسير پخوانى پايپ لاين ٨٩کيلومتره اوږدوالى لري، چې په وروستيو ٣٠ کلونو کې ترې کار اخيستل کېده ، يو څه  ويجاړ شوى دى.
د کانونو وزارت په خبره، سفلر د تجريد دستګاه نصبول، په پروګرام کې يو بل شامل کار دى، چې ددې  پروژې يوه برخه ګڼل کېږي ، چې په مزارشريف او شبرغان ښار کې به دګاز پلورنځيو لپاره د اړتيا وړګاز چمتو کوي.
 همدارنګه د ګازو اوه نورې څاګانې د شبرغان ښار په جرقدق او يتم تاق اړوندو ساحو کې بيار غول کېږي، چې له هغو څخه به د شبرغان او مزار شريف ښاريانو ته د ګازو د وېش په برخه کې کار واخيستل شي،  چې د پروژې دا برخه د اسيايي پراختيا بانک تمويلوي.
د کانونو وزارت وايي، تثبت شوې ، چې هره يوه څاه په ٢٤ ساعتونو کې  ٢٦٠ زره متره مکعبه ګاز توليدوي او ددې ترڅنګ د جرقدوق په ساحه کې يوه د سلفرو دستګاه هم نصب کېږي، چې ګاز به له دې پايپ لاين او څاګانو څخه دستګاه ته لېږدوي او له چاڼ وروسته به وېشل کېږي.
د سرچينې په وينا، دا وزارت په پام کې لري، چې تر بل پړاو پورې د شبرغان په ګاز لرونکو ساحو کې د څاګانو شمېر  داسيايي پراختيا بانک په مرسته زيات کړي، چې د اسنادو د چمتو کولو کار يې په چټکۍ سره روان دى.
د جوزجان نور کانونه :
 په دې ولايت کې د ګازي سرچينو سربېره ځينې نور کانونه لکه ريګ، چونه، د ګچو کاڼي او نور هم شته ، چې له ډېرو څخه يې په ودانيزو چارو کې کار اخيستل کېږي.
دا کانونه د شبرغان ښار په شاوخوا کې د جرقدوق او يتيم تاق ساحو کې موقعيت لري او له دې ډلې يې د کچې او چونې کانونه ٦٠ کاله وړاندې کشف شوي، چې له هغه مهاله بيا تر اوسه ترې ګټه اخيستل کېږي.
 د جوزجان د ګازو د تفحصاتو رياست  چارواکي وايي، چې دولت په لومړيو کې ددې کانونو څخه کار اخيسته، خو وروسته  چې خلک د ودانيزو چارو پاخه کار ته ځير شول، نو له دې کان څخه يې استفاده پيل کړه.
دولت له خلکو څخه د يوه موټي چونې په سر ١٥٠٠ افغانۍ د ماليې په توګه اخلي.
د جوزجان د ګازو د تفحصاتو رياست چارواکي وايي، چې دجوزجان سوېل او سوېل لوېديځې ساحې ، چې د غونډيو په بڼه جوړې شوې، د ګازو سرچينې په کې شته ، خو  د شمال ختيځ او شمال په څېر نورې ساحې يې هوارې او د نورو ولايتونو د غرنيو  سيمو په څېر نه دي، چې د وسپنې، ډبرو سکرو ، سرو زرو او نور کانونه دې په کې شته وي.