غزني د افغانستان يو له مهمو او مرکزي ولايتونو څخه شمېرل کېږي. دغه ولايت د هېواد په دويمه درجه ولايتونو کې راځي او د خورا ډېرو لرغونو ابدو لرونکى او بډايه تاريخي مخينه لري.
په غزني کې زيات شمېر تاريخي سيمې او تاريخي ابدې شته. د غزني د کانونو ادارې چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې سره زر، مس ، وسپنه، تېل، سرب، سپين زر، جست، ولفراميت، سيماب، لاجورد، ليتيم، مرمر، تالک، کروميټ، ګچ او مالګه شتون لري، چې د ځينو کانونو د سروې او اکتشاف پړاوونه سرته رسېدلي، خو ځينې نور يې تر خاورو لاندې همداسې پټ پاتې دي.
همداراز د غزني د کانونو ادارې د چارواکو په وينا، دا معلومه نه ده، چې پېژندل شوي کانونه د چا له خوا کشف شوي دي. د دې ولايت د کانونو په اړه د لاسته راغلو معلوماتو او رپوټونو له مخې، په ترتيب سره لاندې معلومات برابر شوي دي.
١-  د زرکشانو د سرو زرو کان:  دغه کان د غزني په مقر ولسوالۍ کې، چې له ښاره نږدې ۹۰ کيلومتره لرې ولسوالۍ ده، موقعيت لري او مساحت يې ٤٨٤ کيلومتره مربع اټکل شوى دى.
د ١٣٣٩ او ١٣٥١ لمريز کلونو ترمنځ د روسي، جرمني او امريکايي متخصصينو له خوا په زرکشان کان کې د څېړنو له مخې په ډاګه شوه، چې د دې کان زېرمه ٧٥٠٠ کيلوګرامه سره زر لري.
٢- د زرکشان د مسو کان: د کانونو وزارت چارواکي وايي، د غزني د مقر  ولسوالۍ په زرکشان سيمه کې د مسو کانونه شته دى، چې د کورنيو او بهرنيو متخصصينو له خوا پېژندل شوى دى. د کانونو پخوانى وزير وحيدالله شهراني وايي، د غزني ولايت په زرکشانو سيمه کې د مسو او سرو زرو په دغه ګډ کان کې د ٣٠ ميليارده ډالرو په ارزښت مواد موجود دي.
په غزني کې د زرکشانو په نوم د سرو زرو او مسو دغه کانونه د لومړي ځل لپاره په کال ١٩٧١زېږديز کال کې د روسي او افغان انجنيرانو له خوا په يوه ګډه ترسره شوې سروې کې کشف شوي دي.
٣- لاجورد: د معلوماتو له مخې، ٢٥٠٠ کاله وړاندې له افغانستان څخه مصر ته لاجورد صادر شوي دي، چې له هغو څخه يې د فرعون په مجسمه کې د سترګو جوړولو لپاره کار اخيستل شوى دى. په غزني کې هم د لاجورد ډبرو کان شته، خو دا جوته نه ده، چې په دې ولايت کې په کومه کچه شتون لري.
٤- مرمر: همداراز د هېواد په يو شمېر ولايتونو سربېره د غزني ولايت په جاغوري ولسوالۍ کې هم د مرمر ډبرو کان شته دى، تراوسه په هېواد کې نږدې ٣٥ ډوله مرمر ډبرې د ٤٥ بېلابېلو رنګونو په لرلو سره پېژندل شوې او موندل شوې دي، چې ټوليز ارزښت يې ١٥٠ ميليارده ډالره اټکل شوى دى. د ښودل شويو شمېرو له مخې، د افغانستان ٨٠ سلنه مرمر ډبرې د پروسس او پالش لپاره په پاکستان هېواد باندې هر ټن د ٤٠ ډالرو په بدل کې پلورل کېږي، چې وروسته له پروسس او پالش نه بېرته پر افغانستان د ٣٠٠ ډالرو په بدل کې پلورل کېږي.
٥- مالګه: مالګه چې د افغانستان د مهمو معدني موادو له زېرمو څخه شمېرل کيږي، يو ستر کان يې د غزني ولايت په مقر ولسوالۍ کې موقعيت لري، خو دا معلومه نه ده، چې په دې کان کې په کومه کچه مالګه شتون لري.
٦- ليتيم: د غزني په ناور ولسوالۍ کې، چې د دې ولايت له مرکز څخه نږدې ۱۰۰ کيلومتره واټن لري، په ۱۳۹۰ لمريز کال د ليتيم کان کشف شو. د افغان او بهرنيو ځمک پېژندنکو د وروستيو څېړنو له مخې، دا سيمه د نړۍ په کچه د ليتيمو تر ټولو بډايه سيمه وښودل شوه، په دې کشف شوي کان کې ٣٠ سلنه ليتيم، سره زر او مس موجود دي.
په غزني ولايت کې د چارواکو د معلوماتو له مخې، د دې ولايت د کانونو پېژندنکو له خوا په ډاګه شوې، چې د ليتيمو ستره زېرمه، د غزني ولايت په ناور ولسوالۍ کې شتون لري، چې د سعودي عربستان د نفتي زېرمو په اندازه په پراخه کچه شتون لري.
ليتيم يو ډول کيمياوي او د لوړې بيې لرونکې ماده ده، چې په ټېلېفونونو، کمپيوټرونو او د هغو په بټريو جوړولو کې ترې کار اخيستل کيږي. په بټريو کې د ليتيمو کارول هغه کيفيت رامنځ ته کوي، چې خلک کولاى شي، د څو ساعتونو لپاره له برېښنا پرته د کمپيوټر او ټېلېفون څخه کار واخلي.
همداراز په غزني ولايت کې يو شمېر نور کانونه شته، چې د ټولو يادونه ناشونې ده، يواځې د هغو کانونو په اړه به يو څه يادونه وکړو، چې تثبيت شوي دي، خو د کان د زېرمې او استخراج په اړه يې کوم مستند او کره معلومات نشته.
د بېلګې په ډول: د غزني ولايت په زنخان ولسوالۍ کې، چې له مرکز څخه ٣٠ کيلومتره واټن لري،دکروميټ او تالک ډبرو کانونه پېژندل شوي دي، همداراز د همدې ولايت په ده يک ولسوالۍ کې د رباط په سيمه کې د مسو يو بل کان هم پېژندل شوى دى. د غزني په واغظ ولسوالۍ کې د تېلو زېرمې په نښه شوي او په اندړو ولسوالۍ کې د سرو زرو کان د شتون په اړه هم خبرې شوې دي.
په ناور ولسوالۍ کې د ګچو کان او همداراز د غزني له ښار څخه ١٦٠ کيلومتره لرې په جاغوري ولسوالۍ کې د مرمر ډبرو کان کشف شوى دى.
د غزني ولايت په مالستان ولسوالۍ کې، چې له ښار څخه ١٧٥ کيلومتره واټن لري، د تراورتين او مرمر ډبرو کانونه کشف شوي دي، خو د زېرمو او اکتشاف په اړه يې پوره معلومات نشته.