ميمنه( پژواک ٣ سلواغه ٩٢): فارياب د هېواد له شمالي ولايتونو څخه يو دى، چې د نفت، ګازو او مالګې په ګډون د نورو طبيعي زېرمو په درلودلو سره شتمن ولايت بلل کېږي، خو لا هم دهغو ولايتونو په ډله کې دى، چې په کاني زېرمو يې تر اوسه هېڅ کار نه دى شوى.
 په تېرو کلونو کې شوې جيولوژيکي څېړنې او مطالعې څرګندوي، چې په دې ولايت کې پراخه زېرمې شته او که چېرته شرايط او تخنيکي امکانات مساعد شي، نو د ٢١٢ فلزي او ډبرينو عناصرو له ډلې څخه يې ٧٠ سلنه د استحصال وړ دى. خو دا ولايت په بېلابېلو دورو کې له دولت څخه هېر شوى دى.
فارياب له ترکمنستان سره پوله لري او د مالګې سرچينې، ګچ، رخام ډبرې، مرمر، د ډبرو سکاره او دنفتو او ګازو سترې زېرمې په کې شته دي.
ترکي او امريکايي متخصصينو په دې وروستيو کې د نفتو او ګازو سترې زېرمې په فارياب کې کشف کړي. په  شپږو وروستيو لسيزو کې دا ډول زېرمې نه وې کشف شوې، چې ډېر ژر به ددې ولايت د ګازو او نفتو مرکز په دې سيمه کې اعلان شي.
متخصصين په دې باور دي، که د فارياب کاني زېرمې  استخراج شي، نو نه يواځې چې ددې ولايت اقتصاد به وده وکړي، بلکې د هېواد اقتصاد به ورسره غښتلى او زرګونو کسانو ته به  د سوداګرۍ زمينه مساعده کړي.
 د کازو زېرمې د ميمنې ښار د شمال ختيځ  په ١٣٠ کيلومترۍ کې په خانچارباغ او اندخوى ولسواليو کې د ترکمنستان سره پر پوله او د نفتو زېرمې د ولايت د مرکز شمال لوېديځ ته په ٣٠ کيلومترۍ کې د  قيصار ولسوالۍ د خواجه اسپلان سيمه کې له ترکمنستان سره په پوله موقعيت لري.
له تر ټولو مشهورو کانونو څخه يې کولى شو د دولت اباد د مالګې، د شيرين تګاب او اندخوى د ګچوکان او دالمار ولسوالۍ د رخام ډبرو، مرمرو او ډبرو سکرو نومونه واخلو.
د دولت اباد د مالګې، د استانه بابا او اندخوى د کچو کانونو قرار داد خصوصي شرکتونه ته سپارل شوى دى.
 ١-د مالګې کان:
  د دولت اباد د مالګې کان په افغانستان کې د مالګې تر ټولو ستر کان ګڼل کېږي، چې د کاسې اوږد والى يې ١٠ کيلومتره او عرض يې څلورو کيلومترو ته رسېږي.
دې کان پېړۍ وړاندې شتون درلود، خو په ١٣١٩ لمريز کال له سره کشف شو، چې اوس په درې ګوني کان مينه – اندخوى او درزاب په نامه يادېږي.
ددې کان قرار داد اته  کاله وړاندې  له يوه خصوصي شرکت سره د اتو کلونو لپاره وشو، چې په کلني  ډول  سل زره ټنه مالګې ترې وېستل کېږي او دولت د هر ټن په بدل کې ١٢٢ افغانۍ تر لاسه کوي.
د دولت اباد د مالګې کان هر کال د تلې مياشت کې د ١٥ ورځو لپاره را ټولېږي، چې د کندې په بڼه له ٢٠ څخه تر ٤٠ سانتي مترو پورې پېرړوالى لري. په دې موده کې نږدې  دوه زره کسان د مالګې په استخراج کې کار کوي.
٢-د ګچو کان :
د شيرين تګاب ولسوالۍ د ګچو کان د استانه بابا ساحې په اتو ځايونو کې پروت او درې کاله وړاندې کشف شوى دى.
ددې کان قرار داد له ٩ خصوصي ځايي شرکتونو او هغو کسانو سره شوى، چې ماشين او د ګچ پخونې بټۍ لري. په کلني ډول ترې له ٤٠٠ څخه تر زر ټنو پورې استخراجېږي او لسګونه کسان په کې کار کوي.
د يو ټن ګچو قرار داد په ٤٥٠ افغانۍ شوى او کلني عوايد يې دوه ميليون افغانيو ته رسېږي.
متخصصين وايي، که چېرته د کان په سيمه کې امنيت خوندي او نښلوونکى سړک يې جوړ او لويې کمپنۍ په کې پانګونه وکړي، نو د افغانستان د اړتيا وړ ګچ د شيرين تګاب څخه پوره کېدلى شي.
اوسمهال د شيرين تګاب د ګچو کان د هېواد د شمال په کچه ځانګړى شهرت لري او حتى د ايران د وراداتي ګچونو بازار يې له سوړ والي سره مخ کړى دى.
د ګچو بل کان د ولايت مرکز سوېل ختيځ ته په  اندخوى ولسوالۍ کې د ريګي غونډيو په منځ کې دى، چې په وروستيو ٢٠ کلونو کې کشف شوى دى.
دا کان د زر ټنه حجم په درلودو سره د پنځو کلونو لپاره يوه ځايي شرکت ته سپارل شوى دى.
٣-د تېلو کان :
د تېلو کان د قيصار ولسوالۍ په خواجه اسپلان سيمه کې دى او د پخواني شوروي اتحاد د متخصصينو له خوا په ١٣٥٤ لمريز کال کې کشف شوى دى.
هغه مهال د تېلو درې څاګانې وکيندل شوې، خو کار يې  په ١٣٥٧ لمريز کال د غويي د ٧ مې له کودتاه وروسته بېرته ودرېد او ټول وسايل ، عراده جات او د کار قوې بشپړ يونټ او تفحصات هم د تېرو جګړو پرمهال لوټ شول.
يواځې د دې ولسوالۍ په علي ګل سيمه کې د يوې زر متره ژورې څاه دوه اعشاريه درې ميليارد ټنه نفت اټکل او محاسبه شوي وو.
د لرې او نږدې سيمو اوسېدونکو ترې خام تېل د سوځولو لپاره کارول او په بازارونو کې به يې هم پلورل، خو اوسمهال يې دولت کارونه منع  کړي دي.
د قيصار د نفتو کان او د اندخوى او خانچارباغ  ولسواليو د ګازو زېرمو  د استخراج قرار داد له ترکي او امريکايي شرکتونو سره شوى، چې کار به يې ډېر ژر پيل شي.
 د هغې سروې او وروستيو مطالعاتو له مخې، چې د ترکي شرکتونو له خوا شوې، په المار قرمقل، شرين تګاب او المار ولسوالۍ کې يې د تېلو او ګازو د شتون علامې ښودلې دي.
په قيصار ولسوالۍ کې د نفتو اوه څاګانې په ١٣٥٥ لمريز کال د شمال دتېلو او ګازو تصدۍ له خوا تفحص شوې، چې يواځې دعلي ګل سيمې په يوه څاه کې د زرو مترو په ګډون دوه اعشاريه درې ميليارده نفت اټکل او محاسبه شوي و.
دا په داسې حال کې ده، چې د کانونو وزارت په وينا، څېړنو ښودلې، چې  د شمالي ولايتونو په کچه د ګازو ستره  سرچينه د فارياب په اندخوى ولسوالۍ کې تثبيت شوې ده.
 د کانونو وزير وحيدالله شهراني، چې د روان کال په تله مياشت کې اندخوى ولسوالۍ ته د يوه پلاوي په مشرۍ د سفر پرمهال وويل، چې دا څېړنې د دوو نيمو مياشتو په جريان کې د دولت له پراختيايي بوديجې څخه د اوه نيم ميليون ډالرو په لګښت شوې دي.
دا څېړنې هند او دوبۍ ته واستول شوې او پايله يې هم وزارت تر لاسه کړه، چې پر بنسټ يې اندخوى د شمال ولايتونو په کچه اوچت طبيعي ګاز لري.
په اندخوى کې څلور ولسوالۍ" اندخوی ، قرم قُل ، خانچارباغ او قُرغان " شاملې دي او اټکل شوى نفوس يې نږدې ٤٥٠ زره کسانو ته رسېږي.
 د کانونو وزير وايي، چې د څېړنو پايله د نړۍ مشهورو کمپنيو داوطلبۍ ته وړاندې کوو، چې ٩ مياشتې وخت به ونيسي، وروسته چې هره کمپنۍ ګټونکې شوه، نو د استخراج جواز به تر لاسه کړي.
شهراني په دې اړه، چې په اندخوى کې څومره طبيعي ګاز شتون لري؟ وويل، چې دا موضوع به د تفحص له پيل څخه وروسته معلومه شي.
 د ويلو ده، چې د دولت اباد ولسوالۍ د مالګې کان، د شيرين تګاب ولسوالۍ د ګچو کان ، د المار د رخام او مرمر ډبرو کان او په قيصار ولسوالۍ کې د تېلو څاګانې تر امنيتي ګواښ لاندې دي او خلک له دولت څخه غواړي، چې  ددې عامه ملکيتونو امنيت خوندي او د کانونو استخراج پيل کړي، څو هم دولت ته عايد شي او هم د خلکو اقتصاد له مصروفيت سره يو ځاى وده وکړي.
نور کانونه :
 د ډبرو سکرو کان د ميمنې ښار د  المار ولسوالۍ په ٦٠ کيلومترۍ کې پروت د، خو تر اوسه يې کره مطالعه نه ده شوې.
د رخام او مرمر ډبرو کانونو قرار دادونه پنځه کاله وړاندې  له يوه خصوصي شرکت سره شوي، خو دې شرکت په دې وروستيو کې شوى قرار داد د نا امنۍ او بازار نه شتون له امله فسخه کړ.
همدارنګه د يورانيمو کان په ګرزيوان ولسوالۍ، د وسپنې په بلچراغ او د ګوګړو کان د شيرين تګاب ولسوالۍ کې موقعيت لري، چې ددې ولايت تر ځمکه لاندې پټو خزانو څخه شمېرل کېږي  او ډېرى برخه يې تر اوسه بې لاس وهنې او نا کشف شوې پرته ده او کار نه دى ترې اخيستل شوى.