بلخ (پژواک،٢٨ليندۍ٩٢): په بلخ ولايت کې د ترسره شويو سروې ګانو له مخې، په دې ولايت کې د نفتو سترې زيرمې، د سيمنټو خام مواد، د ښيښو ترکيبي مواد(کرود)، ګچ او سلفرو کانونه شته دي، چې په ځينو کانونو کې د استخراج چارې روانې دی او يو شمېر نور همداسې پاتې دي.
١ – د افغان تاجک نفتي حوزه:
د افغان تاجک د نفت او ګازو حوزه، چې په شمال او شمال ختيځ زونونو کې له تخار څخه تر جوزجان ولايت پورې ۳۱ زره متره اوږدوالی لري، پرته ده. دوه کاله وړاندې د کاناډا د نفت او ګازو د ټراسايز کمپنۍ له خوا يې سروې بشپړ  شوه، چې دنفتو او ګازو ١٢بلاکونه مشخص او تثبت کړل.
له دغو ١٢ بلاکونو يواځې د دوه بلاکونو (مزارشريف بلاک او صندوقلي بلاک) د استخراج په برخه کې قرارداد تر سره شو . دغه بلاکونه د بلخ ولايت د چهاربولک ولسوالۍ (د مزارشريف ښار لوېديځ لورته موقيعت لري) نه تر امو سيند څنډو (کلدار ولسوالۍ) پورې غځېدلي دي. دغه قرارداد د افغان دولت او درې کمپنيو ( ترکي کمپنۍ- ترکش پټروليم، د متحده عرب امارت کمپنۍ- ډرګن ايل او افغاني کمپنۍ- غضنفر ګروپ) تر منځ تر سره شو.
د قرارداد له مخې، دغه درې کمپنۍ به په دې دوه بلاکونو باندې په لومړيو پنځو کلونو کې ۱، ۶ يو عشاريه شپږ ميليارد ډالره پانګونه وکړي او ورسته له دې به د راتلونکو ١٢ کلونو لپاره ۱۲ميليارده ډالره پانګونه وکړي.
د دغې حوزې د بلاکونو د نفت او ګاز استخراج لومړنۍ چارې به راتلونکو درېيو تر پنځو کلونو پورې وخت ونيسي، ترڅو په بشپړه توګه استخراج ته اماده شي. په دغو دوه بلاکونو کې ۵۱۴ بېرل نفت او ۹۱ ميليارد متر مکعب طبيعي ګاز موجود دي، چې د سيمې په کچه د نفت او ګازو غني حوزه شمېرل کيږي.
٢ – کرود:
د مزارشريف ښار سوېل غرب لوري ته په ۲۵ کيلومترۍ کې د چمتال او شولګر ولسواليو تر منځ د چشم شفا په نامه سيمه کې د کرود کانونه په نښه شوي دي. لومړنيو څېړنو ښودلې ده، چې په ياده سيمه کې د کرود په نامه داسې توکي شته، چې د ښيښو په جوړولو کې ترې کار اخيستل کيږي.
په مزار شريف ښار کې د امريکا متحده ايالاتو د ۴۷ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د دغه کان د موادو د استخراج او د ښيښو د جوړولو لپاره د فابريکې چارې پيل شوې دي.
٣ – ګچ :
د ګچو کانونه د بلخ ولايت په دوه ولسواليو خلم او چمتال کې شته دي.
په خلم ولسوالۍ کې د ګچو له هر کان څخه په کال کې ۸۰۰ نه تر ۱۰۰۰ ټنه پورې خام مواد استخراج کيږي، چې د موادو د پروسس لپاره يې د کانونو ترڅنګ کارخانې (بټۍ) هم جوړې کړې دي.د خلم ولسوالۍ په جرقه او صدمشکه سيمو کې، چې له مزارشريف ښار نه شمال ختيځ لور ته ۸۰ کيلومتره واټن لري، د ګچو درې کانونه شته دي، چې له  ځينو خصوصي شرکتونو سره يې استخراجي قراردادونه لاسليک شوي دي.
په چمتال ولسوالی کې  د ګچو درې کانونه دي، چې له هر کان نه په کال کې تقريبآ ۱۰۰۰ ټنه ګچ استخراج کيږي.د بلخ ولايت چمتال ولسوالۍ د البرز غرونو په لمنو کې د ميرقاسم او پشمه قلعه په سيمو کې، چې د مزارشريف ښار نه سوېل غرب لوري ته ۵۰ کيلومتره فاصله لري ...؟
٤ – مالګه:
د مزارشريف ښار شمال ختيځ لور ته په خلم ولسوالۍ کې د شور مالګې کان موجود دى، چې له  تېرو دوو کلونو راهيسي يوه خصوصي شرکت په کې استخراجي چارې پيل کړې دي او هر کال ١٠٠٠ ټنه مالګه ترې استخراجيږي.
د دغه کان مالګه د پوتاشيم د ډېروالي له امله د خوراک لپاره مناسبه نه ده، خو په کرنيزو ځمکو، باغونو، د څارويو څرمنو په مالګه کولو کې مهم رول لري.
٥- د سيمنټو توکي:
د بلخ ولايت سوېل غرب لور ته د البرز غرونو په لمنه کې د سيمنټو خامو موادو کان په نښه شوی دی. د بلخ ولايت چارواکي وايی، چې په ياده سيمه کې د کانونو وزارت له خوا څېړنې روانې دي، چې پايلې يې لاتراوسه نه دي په ډاګه شوي.
٦– سلفر:
د مزارشريف ښار په ۷۰ کيلومترۍ کې د حيرتان ښارګوټي په محمد جان ډګر نومې سيمه کې د سلفرو څاه ده. دغه څاه د روسانو له خوا نږدې ۳۵ کاله وړاندې د سيمې د نفت او ګازو د بلاکونو د پراختيا په موخه وېستل شوې وه.
په دې سيمه کې د ځمکې د ۸۰۰ مترو په ژوروالي سره لاندې تل کې د سلفر اوبه دي، چې د طبابت په برخه کې ترې ګټه اخيستل کيږي،خو په هېواد کې د جنګونو له پيل سره سم د دې څاه چارې په ټپه ودرېدې.