New Kandahar council chief vows new projects

کندهار (پژواک، ٦ لېندۍ ٩٣): د کندهار د ولايتي شورا رييس وايي چې په دغه ولايت کې به د امنيت، د دولتي ادارو د  اصلاح، د فساد د مخنيوي او د ولاړ اقتصادي او پرمختيايي حالت د ښه کېدو په موخه په پراخه کچه هلې ځلې وکړي.
حاجي سيد جان خاکرېزوال چې په تېر کې هم د کندهار د ولايتي شورا رييس و، دغه ځل هم د ولايتي شورا د رييس په توګه ټاکل شوى دى.
خاکرېزوال له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې دغه ځل د کندهار د ولايتي شورا د غړو شمېر ډېر شوى چې له مخې به يې د تېر په پرتله په ښه توګه خپل کارونه او اړوند چارې ترسره کوي.
په تېرو دواړو دورو کې د کندهار د ولايتي شورا د غړو شمېر ١٥ تنه وو، خو په دې دوره کې يې شمېر ١٩ ته لوړ شوى دى.
نوموړي وويل، له هغه مهاله چې د ولايتي شورا د مديره پلاوي لپاره ټاکنې شوې، تر دې مهاله يې درې غونډې کړې او ډېرې هلې ځلې يې د دغه ولايت د امنيت د سمون، د دولتي ادارو د اصلاح، د فساد د مخنيوي او د پرمختيايي چارو د بېرته پيلېدو لپاره دي.
هغه د کندهار اوسنى امنيت وضعيت ښه و ارزاوه او ويې ويل په روانو شرايطو کې د کندهار امنيتي وضعيت د هېواد د ډېرو ولايتونو په پرتله ښه دى، خو په لرې پرتو سيمو کې لا هم ستونزې شته چې د هواري لپاره يې له ولايتي ادارې سره په ګډه کار کوي.
نوموړي د نا امنۍ په لړ کې پر هدفي وژنو اندېښنه وښودله او په دغه ولايت کې وروستيو شوو پېښو ته په اشاره يې وويل، دښمن له ډېر پخوا د سر خلک په نښه کوي او دا لړۍ اوس د مرکز کابل په ګډون په ټول هېواد کې پيل شوې ده.
هغه په هېواد کې د وروستيو ناامنيو اصلي عامل د ولسمشر او اجرائيوي رييس تر منځ اختلافات ګڼي او وايي، چې د کابينې ځنډ هم له همدې امله دى.
ده په دې حالت خواشيني وښودله او زياته يې کړه، که دغه اختلافات دوام پيدا کړي، کابينه ژر اعلان نه شي او په ولايتونو کې بدلونونه او اصلاحات رانه شي نو ناامني به نوره هم وغځېږي.
د نوموړي په باور په داسې حالت کې به نړۍ هم د افغانستان له ملاتړه لاس واخلي، چې پايلې به يې ډېرې خرابې وي.
هغه هيله وښودله چې که په مرکزي اداره کې اختلافات حل شي او اداره سمه شي، نو هغوى به هم وتوانېږي په بېلابېلو برخو کې د اصلاحاتو او سمون لپاره کار وکړي، که هلته ستونزې وي، نو دوى هم نه شي کولاى خپل کارونه په سمه توګه تر سره کړي.
د ولايتي شورا رييس له ولايتي او مرکزي ادارې سره هم د خپلو اړيکو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې په دې برخه کې ستونزې نه لري، خو که ستونزه راتله هم نو هغه به يوازې له دولتي چارواکو سره د بوديجې پر لګولو او د قرارادادونو د څار پر سر وي.
نوموړي ولايتي شورا د پارلمان په څېر وګڼله او ويې چې هغوى کولاى شي له والي تر ولسوال پورې را وغواړي او له هغوى د هغوى د کړنو په اړه معلومات وغواړي.
هغه د کندهار په دولتي ادارو کې فساد او نورې ستونزې مني او وايي چې په تېر کې يې هم د هغو د اصلاح هڅې کړې او اوس به يې هم کوي.
ده زياته کړه: ((په تېر کې په ګڼو ولسواليو کې د ملي پيوستون د پروګرام په پلي کولو کې ستونزې وې، د ملي پيوستون د پروګرام ځينو مامورينو د سيمه ييزو شوراګانو له غړو سره لار يوه کړې وه، د دې پر ځاى چې پيسې پر اړوندو پروژو ولګول شي، په خپل منځ کې يې وېشلې، دغه راز د پوهنې په برخه کې هم ستونزې وې، په ځينو ولسواليو کې ښوونځي تش په نامه وو، خو بوديجې يې شخصي اکاونټونو او جېبونو ته تللې.))
د نوموړي په خبره، په تېر کې يې په دې برخه کې اقدام کړى، د هغوى په هلو ځلو هغه مامورين بنديان شول چې د ملي پيوستون په پروګرام کې يې فساد ته لاره هواره کړې وه او د پوهنې په برخه کې يې دوه ځلې رييسان او نور چارواکي بدل کړل.
هغه ډاډ ورکړ چې په راتلونکي کې به په دې برخه کې نور هم جدي کار کوي، د ټولو دولتي ادارو هغه چارواکي به له اسنادو او شواهدو سره افشا او اړوندو ارګانونو ته ور وپېژني چې په فساد کې ښکېل دي.
خاکرېزوال په کندهار کې له مودو راهيسې د درېدلې بيارغونې او پرمختيايي چارو بيا پيل کول هم د ولايتي شورا مسووليت ګڼي او وايي چې په دې برخه کې به پراخې هلې ځلې وکړي.
ده وويل، پلان لري چې راتلونکې اوونۍ کابل ته سفر وکړي، له بېلابېلو وزيرانو سره وګوري او د کندهار پر ستونزو او د بيارغونې پر چارو ورسره خبرې وکړي.
د هغه په وينا، تمه دا وه چې نوى حکومت ژر تر ژره نوې کابينه اعلان کړي او دوى له نوو وزيرانو سره وګوري، خو دا چې دغه کار نه دى شوى، نو اړ دي له پخوانيو وزيرانو سره وګوري.
نوموړي زياته کړه چې په کندهار ولايت کې د بيارغونې ټولې چارې په ټپه درېدلې او ان د هغو لويو پروژو کارونه درېدلي، ځکه ټول چارواکي سرپرستان دي او نه شي کولاى د چارو د تمويل لپاره پيسې ورکړي.
نوموړي دغه راز د کندهار د برېښنا له خراب حالت څخه هم يادونه وکړه او ويې ويل چې بهرني ځواکونه نور د دغه ولايت د برېښنا لپاره تېل نه ورکوي، ځکه خو اوس په دغه ولايت کې برېښنا پر نشت حساب ده.
هغه له حکومت څخه وغوښتل چې اختلافات پاى ته ورسوي او ژر تر ژره کابينه اعلان کړي، تر څو د هېواد په کچه د امنيت ساتلو او نورو چارو د سمون لپاره بېړني ګامونه پورته شي.