شبرغان ( پژواک، ٩ زمرى ٩٢):په جوزجان ولايت کې څلور وسله وال مخالفين او يو سيمه ييز پوليس ووژل شول او دوه نور ټپيان دي .
دجوزجان ولايت د درزاب ولسوالۍ اوسېدونکى رحمت الله حشر وايي،چې دغه څلور وسله وال مخالفين ددغې ولسوالۍ په قطارسُم سيمه کې تېره شپه ٩ بجې دسيمه ييزو پوليسو په کمين کې ووژل شول .
هغه پژواک ته وويل، چې په دغه کمين يو بل وسله وال مخالف ټپي شوى، خو يو ميل کلاشينکوف او يو موټر سايکل دپوليس لاس ته ورغلي دي.
حشر زياته کړه ،چې د وسله والو مخالفينو مړي په سيمه کې پاتې دي او پوليسو ته زيان نه دى اوښتى .