لښکرګاه (پژواک ۳١ ورى ۹۳): د هلمند امنيتي مسوولين وايي، د پوليسو او نورو امنيتي ارګانو په مسلکي کېدو او تجهيز سره په دغه ولايت کې امنيتي ساحه پراخه شوې ده.
دغه څرګندونې د هلمند امنيه قوماندان پاسوال ارکانحرب عبدالقيوم باقي زوى په يوې خبرې ناستې کې وکړې.
نوموړي وويل، له روان لمريز کال را په دېخوا يې په ځانګړو عملياتو کې ۱۸ وسله وال وژلي، ۱۶ ټپيان شوي او اوه ژوندي نيول شوي دي.
د ده په وينا، چې په همدې موده کې يې ۱۵۸ کړۍ ماينونه، اوه ميله وسلې، درى پايې مخابرې، اته موټرسايکل بمونه او تر دوه زره زياتي مرمۍ يې هم نيولې دي.