يک پوليس برای تامين صلح و محو فساد از ۱۰ ماه بدينسو روزه ميگيرد

 
مزارشريف (پژواک ٢٧ لېندۍ ٩١): په بلخ ولايت کې د عامه نظم يو پوليس له تېرو لسو مياشتو راهيسې هره ورځ په هېواد کې د اداري فساد د له منځه تلو او سولې لپاره روژه نيسي.
دغه پوليس نظام الدين فروتن نومېږي، ٣٢ کاله عمر لري او د بغلان ولايت اوسېدونکى دى.
نوموړى اوس په مزارشريف كې د شمال زون د عامه نظم د شپږم نمبر لوا په تخنيكي امريت کې دنده لري.
نظام الدين فروتن د لېندۍ په ۲۷مه له پژواك خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل: ((د دې په خاطر روژه نيسم، چې زموږ مشران ما وګوري او وشرمېږي، سوله راولي او له اداري فساد څخه لاس واخلي.))
نوموړي، چې برګه دريشي يې پر ځان وه، پر شونډو يې د روژه لرونكي په څېر سپين پتري له ورايه برېښېدل، له تېرو لسو مياشتو يې په هېواد كې د سولې راتلو او د اداري فساد د وركېدو په موخه روژه نيولې ده.
د هغه په وينا، هېواد يې له يوې خوا د جنګ او له بلې خوا د اداري فساد له امله هره ورځ د تباهۍ كندې ته په غورځېدو دى؛ نو ده تر خپلې وسې خداى ته مخ ور ګرځولى، چې له هېواد سره يې مرسته وكړي.
فروتن به په خبرو خبرو كې پر خپل ښي مټ لګېدلي د هېواد پر بيرغ لاس كېښود، له قسم خوړولو وروسته يې وويل، چې كه چېرې يې مشران لكه څنګه چې خبرې كوي، همداسې عمل هم وكړي؛ نو ټولې ستونزې به هوارې شي.
هغه په هېواد كې د سولې له روانې پروسې خوښ نه دى؛ ځكه چې له يوې خوا د سولې خبرې كېږي او له بلې خوا ځانمرګي بريدونه روان دي، په جوماتونو كې چاودنې كېږي، چې هره ورځ لسګونه بې ګناه افغانان په كې خپل ژوند له لاسه وركوي.
د هغه په وينا، په خپله له اداري فساد سره نه دى مخ شوى؛ خو هره ورځ په رسنيو كې اوري، خلك ورته كيسې كوي، چې هېواد يې په پوره توګه په فساد كې ښكېل دى.
نظام الدين په داسې حال كې، چې د افغانستان د نوم له اخيستو سره يې ستونى راډك شو، په ژړغوني غږ وويل: ((دا نو اوس د شرم خبره نه ده، چې د هغو افغانانو وطن چې يو وخت به يې خلكو د رښتنيولۍ او بهادرۍ كيسې كولې، نن يې وطن په ټوله دنيا كې د فاسد هېواد په توګه اعلانيږي.))
نوموړي زياته كړه، له همدې امله چې د دندې پر مهال له كوم بهرني سرتېري سره مخ كېږي، نو د شرم احساس كوي.
هغه له ولسمشره هيله وكړه، چې له دې وروسته دې د سولې د پروسې لپاره روانې هڅې لا پسې ګړندۍ كړي او همداراز په فساد كې ښكېل چارواكي ونيسي او د افغانستان د قانون په رڼا كې پرې شريعت پلى كړي.
فروتن وويل، چې له تېرو لسو مياشتو يې د خپل هېواد لپاره د خداى د رضا كولو په نيت روژه نيولې او تر هغه به يې نيسي، ترڅو په هېواد كې سوله نه وي راغلې او فساد ورك شوى نه وي.
نوموړي زياته كړه، چې دغه ديني كار يې د خپلې كورنۍ په خوښه او تشويق پيل كړى دى.
د هغه په وينا، كه چېرې د ده روژه نيول پر چا اغېز ونه كړي، چمتو دى، چې په دې لاره کې ځان هم قرباني كړي او دغه لړۍ به يې بيا د كور نور غړي پر مخ وړي.
فروتن وويل، چې دى څلور زامن (۷كلن، ۹ كلن او ۱۱كلن) او يوه درې كلنه لور لري او اوسمهال په پلخمري كې د ده له مېرمنې سره ژوند كوي.
كه څه هم د روژې نيولو په لومړيو پړاوونو كې نظام الدين له يو څه ستونزو سره مخ شوى؛ خو بيا يې هم له خپل هوډه مخ نه دى ګرځولى.
نوموړي وويل، چى په پيل كې ورته يو څه سخته تمامېده؛ خو ورو ورو ورسره عادت شو، تر دې چې اوس يې ورته ګټه هم رسولې ده.
د هغه په وينا، ده د معدې ناورغي درلوده، چې د روژې له نيولو سره سم يې دغه ناروغي په بشپړ ډول ورکه شوې ده.
فروتن په ډېرې هيله مندۍ وويل، چې كه په هېواد كې سوله راشي او فساد هم له منځه تللى وي، نو تصميم لري، چې مكې معظمې ته ولاړ شي او هلته خپله روژه ماته كړي؛ كنه ټول عمر به روژه وي.
د عامه نظم د شپږم نمبر لوا مطبوعاتي مسوول عبدالمصور احمدي د فروتن د روژې نيولو په اړه وويل، چې د ده په دغه اسلامي كار ټوله لوا وياړي.
نوموړي زياته كړه، چې نوموړى په هېواد كې د مثبت بدلون راوستو په هيله دغه كار كوي، نو ټوله لوا ورسره ښه چلند كوي.
احمدي پژواک ته وويل: ((موږ ټول د هېواد د ساتنې لپاره له كوره راوتلي يو، خو فروتن له موږ څخه لوړ مقام لري، د سرښندنې د ميدان ترڅنګ يې پر نفس هم غالب دى، چې د خپل هېواد د ساتنې لپاره له تېرو لسو مياشتو روژه دى.))
د عامه نظم د شپږم نمبر لوا ارشد ضابط او د همدې لوا د جومات امام، عبدالمتين واحدي پژواك اژانس ته وويل، چې فروتن سربېره پر دې چې په هېواد كې د سولې راوستو او د فساد د وركېدو په هيله يې له تېرو لسو مياشتو روژه نيولې، پرهيزګار مسلمان هم دى.
نوموړي زياته كړه، چې ډېرى وخت يې پنځه وخته لمونځ په جماعت وي او له ټولو سرتېرو سره ښه رويه كوي.
د هغه په وينا، كله چې دى خبر شو، چې فروتن په پر له پسې توګه د سولې راوستو او د فساد د وركېدو لپاره روژه نيسي؛ نو په زړه كې يې ورته قدر لا پسې زيات شو.