مزارشريف (پژواک ٧ ورى ٩٢): هغه پوليس، چې په هېواد کې يې د فساد د مخنيوي او وسله والو طالبانو ته د سولې پيغام رسولو په موخه روژه نيولې وه، د روژې نيولو يې يو کال پوره شو.
پژواک خبري اژانس په لومړي ځل په بلخ ولايت کې د شمال زون د عامه نظم پوليس له نظام الدين فروتن سره شاوخوا درې مياشتې وړاندې ځانګړې مرکه کړې وه، چې له تېرو لسو مياشتو راهيسې هره ورځ په هېواد کې د اداري فساد د له منځه تلو او سولې لپاره روژه نيسي.
نوموړي نن (د وري ۷مه) په ځانګړې مرکه کې وويل، چې د روژې نيولو يې يو کال پوره شو.
فروتن، ٣٢ کاله عمر لري، واده يې کړی، د پنځه اولادونو پلار دی او د بغلان ولايت اوسېدونکى دى.
نوموړى اوس په مزارشريف كې د شمال زون د عامه نظم د شپږم نمبر لوا په تخنيكي امريت کې دنده لري.
نظام الدين فروتن وويل: ((ما د فساد د ورکېدو او طالبانو ته د سولې پيغام رسولو په موخه روژه نيولې او تر دې دمه يې يو څه نتيجه ورکړې ده.))
نوموړي، چې برګه درېشي يې پر ځان وه، زياته کړه، چې دی يو سرتېری دی او له عامو خلکو د خپل وطن پر ارزښت ډېر ښه پوهېږي.
نوموړي د خپلې روژې د نتيجې په اړه وويل، داسې خوب يې ليدلی، چې تعبير يې د وطن ابادي او پرمختګ دی.
د هغه په وينا، په خوب کې ويني، چې دی خلکو ته د فساد د مخنيوي په اړه تبليغ کوي او حضرت محمد صلی الله عليه وسلم ورته راشي او يو څه ورکړي.
فروتن له دې زيات د خپل خوب په اړه معلومات ورنه کړل؛ خو ويې ويل، چې کوم نېک سړي ورته د هېواد د پرمختګ په مانا تعبير کړی دی.
 نوموړي زياته کړه، چې د روژې نيولو يوه موخه يې طالبانو ته د سولې پيغام رسول دي.
نوموړى وايي: ((هغه طالبان، چې د افغان ځواکونو مرګ روا بولي؛ نو رادې شي له ماسره دې کښېني، چې هغوی ډېر اسلام عملي کړی که ما پر ځان ډېر عملي کړی دی.))
فروتن وويل: ((طالبان نه پوهېږي، پردي يې د خپل وطن خلکو په خلاف کاروي او دوی ورته د اسلام نوم ورکوي، طالب دې راشي که ما ته يې د قران په رڼا کې قناعت راکړ نو زه ورسره يو ځای کېږم او که ما ورته د شريعت له مخې قناعت ورکړ، نو وسله دې وغورځوي او له خپل دولت سره دې يو ځای شي.))
نوموړي په ژړغوني غږ زياته کړه: ((زه نه پوهېږم، له پلاره نېکه مسلمانان يو، خو بيا مو هم پردي خلک د اسلام په نامه له يو بل سره جنګوي، د خپلو وروڼو له مرګه خوند اخلو، الله دې ورحمېږي.))
د هغه په وينا، چې هېواد يې له يوې خوا د جنګ او له بلې خوا د اداري فساد له امله هره ورځ د تباهۍ كندې ته په غورځېدو دى؛ نو ده تر خپلې وسې خداى ته مخ ور ګرځولى، چې له هېواد سره يې مرسته وكړي.
فروتن وويل، چې د افغانستان د ژغورنې يواځېنۍ لاره د الله پاک د حکمونو عملي کول دي؛ که نه وطن به مو لا پسې خراب شي.
نوموړي زياته کړه، چې په خپله له اداري فساد سره نه دى مخ شوى؛ خو هره ورځ په رسنيو كې اوري، خلك ورته كيسې كوي، چې هېواد يې په پوره توګه په فساد كې ښكېل دى.
هغه له ولسمشره هيله وكړه، چې د افغانستان د ژغورنې په موخه دې په ټول هېواد کې په يو مهال د ډله ييز لمانځه ترسره کولو لپاره امر وکړي، چې ټول افغانان په يو وخت کې الله ته په سجده شي او دعا وکړي.
فروتن وويل، چې له تېر يو کال يې د خپل هېواد لپاره د خداى د رضا لپاره روژه نيولې او تر هغه به يې نيسي، ترڅو په هېواد كې سوله نه وي راغلې او فساد ورك شوى نه وي.
نوموړي زياته كړه، چې دغه ديني كار يې د خپلې كورنۍ په هڅونه او خوښه پيل كړى دى.
د هغه په وينا، كه چېرې د ده روژه نيول پر چا اغېز ونه كړي، چمتو دى، چې په دې لاره کې ځان هم قرباني كړي او دغه لړۍ به يې بيا د كور نور غړي پر مخ وړي.
فروتن وويل، چې دى څلور زامن (۷كلن، ۹ كلن او ۱۱كلن) او يوه درې كلنه لور لري او اوسمهال په پلخمري كې د ده له مېرمنې سره ژوند كوي.
كه څه هم د روژې نيولو په لومړيو پړاوونو كې نظام الدين له يو څه ستونزو سره مخ شوى و؛ خو بيا يې هم له خپل هوډه مخ نه دى ګرځولى.
نوموړي وويل، چى په پيل كې ورته يو څه سخته تمامېده؛ خو ورو ورو ورسره عادت شو، تر دې چې اوس يې ورته ګټه هم رسولې ده.
د هغه په وينا، ده د معدې ناورغي درلوده، چې د روژې له نيولو سره سم يې دغه ناروغي په بشپړ ډول ورکه شوې ده.
فروتن په ډېرې هيله مندۍ وويل، چې كه په هېواد كې سوله راشي او فساد هم له منځه تللى وي، نو تصميم لري، چې مكې معظمې ته ولاړ شي او هلته خپله روژه ماته كړي؛ كه نه ټول عمر به روژه وي.
د عامه نظم د شپږم نمبر لوا مطبوعاتي مسوول عبدالمصور احمدي د فروتن د روژې نيولو په اړه وويل، چې د ده په دغه اسلامي كار ټوله لوا وياړي.
نوموړي زياته كړه، چې نوموړى په هېواد كې د مثبت بدلون راوستو په هيله دغه كار كوي، نو ټوله لوا ورسره ښه چلند كوي.
احمدي پژواک ته وويل: ((موږ ټول د هېواد ساتنې لپاره له كوره راوتلي يو، خو فروتن له موږ څخه لوړ مقام لري، د سرښندنې د ميدان ترڅنګ يې پر نفس هم غالب دى، چې د خپل هېواد د ساتنې لپاره له تېرو لسو مياشتو روژه دى.))
د عامه نظم د شپږم نمبر لوا ارشد ضابط او د همدې لوا د جومات امام، عبدالمتين واحدي پژواك اژانس ته وويل، چې فروتن سربېره پر دې چې په هېواد كې د سولې راوستو او د فساد وركېدو په هيله يې له تېر يو کال راهيسې روژه نيولې، پرهيزګار مسلمان هم دى.
نوموړي زياته كړه، چې ډېرى وخت يې پنځه وخته لمونځ پر جماعت وي او له ټولو سرتېرو سره ښه رويه كوي.
د هغه په وينا، كله چې دى خبر شو، چې فروتن په پر له پسې توګه د سولې راوستو او د فساد وركېدو لپاره روژه نيسي؛ نو په زړه كې يې ورته قدر لا پسې زيات شو.