جنرال منان: در نا امنی های شمال گروه های مسلح غیرقانونی دست دارند

 
مزارشريف (پژواک ٣ مرغومى ٩١): په شمال کې د ډاياګ پروګرام مسوول وايي، چې په دغه زون كې د وسلوالو طالبانو په پرتله له پخوا جګړو پاتې غيرمسوولې وسلوالې ډلې د سيمې په نا امنۍ كې ډېر رول لري.
په مزارشريف كې د شمال زون له ناقانونه وسلوالو ډلو د وسلو راټولولو د پروګرام (ډاياګ) مسوول جنرال عبدالمنان له پژواك خبري اژانس سره د مرغومي په ٣مه په ځانګړې مركه وويل،چې اوس هم په شمال زون كې له پخوا پاتې لسګونه ناقانونه وسلوالې ډلې د وسلو او د نشه يي توكو د قاچاق د خوندي ساتلو په موخه د سيمې په ناامنه كولو كې پوره لاس لري.
نوموړي زياته كړه، چې د شمال زون په نسبي ډول ناامنو سيمو كې د وسلوالو طالبانو شتون تر هغې كچې نه دى، چې مهار نه كړى شي.
خو د هغه په وينا، په همداسې سيمو كې غير مسوول وسلوال ګروپونه يا د طالبانو په شكل او يا هم د زورواكو په توګه د خپلو ناقانونه سوداګرۍ د خوندي ساتلو لپاره وسلوال فعاليتونه كوي.
جنرال منان وايي:((په شمال كې وسلوال طالبان دومره فعال نه دي،لکه څومره چې پخواني جنګي قوماندانان د خپلو وسلوالو ډلو له لارې سيمه نا امنه کوي.))
نوموړي زياته كړه، چې د دې پروسې په پيل كې دوى په ټول شمال كې ۵۰۰ غيرمسوول وسلوال ګروپونه ثبت كړي وو، چې تر دې مهاله ۱۵۴ بې وسلې شوي دي.
خو د هغه په وينا، ښايي له پاتې نورو (۳۴۶) يو شمېر يې د وخت په تېرېدو په خپله له منځه تللي وي.
د ډاياګ مسوول وويل: ((په اوس وخت كې يې له موږ سره دقيق شمېر نشته، چې څومره به لا هم فعال وي؛ خو دا خبره يقيني ده، چې د شمال زون ځينې سيمې د همداسې بانډونو د وسلوالو فعاليتونو له امله په نسبي ډول ناامنې دي.))
نوموړي زياته كړه، چې په شمال كې ډېرى نامسوول وسلوال بانډونه د نشه يي توكو او وسلو د قاچاق کاروبار کوي.
د هغه په وينا، چې د وسلو ټولونې د پروسې له پيل څخه تر دې دمه يې ۱۰ زره او ۳۰۰ بېلابېل ډول سپكې او درنې وسلې راټولې كړې دي.
جنرال منان وويل، چې په ټول شمال كې يې د وسلو او مهماتو ۲۴۲۳ زېرمې، چې په وسلوالو ډلو پورې اړوند وې، كشف او ترلاسه كړې دي.
نوموړي زياته كړه، چې له يادو زېرمو څخه څه باندې ۸ زره ټنه بېلابېلا ډول مهمات ترلاسه شوي، چې ۲زره يې د كارېدو وړ وو او هغه يې په شمال كې د ملي اردو عمومي قرارګاه، ۲۰۹ شاهين قول اردو ته سپارلي دي.
د هغه په وينا، چې د وسلې ټولونې د پروسې له پيل څخه تر دې دمه يې په ټول شمال كې ۱۸ ولسوالۍ له نامسوولو وسلوالو ډلو پاكې كړې او د سولې په نوم نومول شوې دي.
د ډاياګ پروسې مسوول جنرال منان وويل، چې په فارياب او جوزجان ولايتونو كې پنځه پنځه، په سرپل او سمنګان ولايتونو كې درې درې او په بلخ ولايت كې دوه ولسوالۍ د سولې په نوم نومول شوې دي.