لښکرګاه ( پژواک، ٢، چنګاښ، ٩٢): د هلمند چارواکي وايي، چې د دې ولايت د خلکو اقتصاد په کرنې ولاړ دی او د پخوا په پرتله په کرنيزو حاصلاتو کې د پام وړ زياتوالی راغلی دی.
د هلمند د کرنې رييس روح الله روان وايي، هلمند يو کرنيز ولايت دی، چې د خلکو ۸۵ سلنه اقتصاد يې په کرنې ولاړ دی.
هغه وويل، په تېرو څو کلونو کې د کوکنارو د کر له امله د غنمو حاصلات کم و ؛ خو برعکس د غنمو حاصلات زيات شوي دي.
نوموړي زېاته کړه، چې په تېرو دوو کلونو کې يې د بېلابېلو ولسواليو کرونده ګرو او د هغوى استازو ته دعامه پوهاوي پروګرامونه  پيل کړي ، چې په ترڅ کې يې کروندګر مسلکي شوي دي.
روان پژواک اژانس ته وويل، چې د اصلاح  شويو تخمونو او کيمياوي سرو وېش او د کوکنارو د کښت کموالي د غنمو د حاصلاتو پر ډېر والي مثبت اغېز ښندلی دی.
هغه زياته کړه، د امنيتي ځواکونو د ډېر فشار له امله اوس په دې ولايت کې د کوکنار کر او قاچاق کم شوی، بازارونه يې له لاسه ورکړي او بيه يې خورا راښکته شوې، چې ورسره د غنمو کر زيات شوی دی.
نوموړي وويل، هملند اوس د غنمو د واردونکي ولايت پر ځای د غنمو په صادروونکي ولايت بدل شوی دی.
د ده په خبره، هلمند دوه فصله حاصلات ورکوي، چې په دويم فصل کې يې شنې او تورې مۍ، جوار، ممپلي او پنبه کرل کېږي، چې د خلکو له اقتصاد سره ډېره مرسته کوي.
هغه زياتوي، هلمند ټولټال څه باندې ١١  سوه زره هکټاره کرنيزه ځمکه لري، چې پنځه سوه او پنځو زره  يې اوبيزه او پاتې يې للمي ده.
نوموړي وويل، اوبيزه ځمکه نږدي ټوله هر ډول مېوه لرونکو ونو ته جوړه ده، چې د دولت په پوره پاملرنې او امکاناتو په برابرېدو سره به په مېوه لرونکو ځمکو وپوښل شي.
ستونزې او پرمختګونه:
د هلمند دکرنې رييس وايي، چې دغه ولايت د ډېرو اوبو او مناسبې هوا په لرلو سره لا هم يولړ ستونزې لري، چې د لويو دښتو نه خړوبول، د اصلاح شويو تخمونو او په دې برخه کې د عامه پوهاوي، سړو خونو، د پروسس د فابريکو او بازار موندنې يې مهمې او سترې ستونزې دي.
روح الله روان زياته کړه، د طبيعي ناروغيو د تشخيص او پېژندنې امکاناتو، د پنې د پروسس فابريکې جوړولو او بازار ته د کرنيزو حاصلاتو د پر وخت رسولو لپاره د سړکونو جوړولو او يوشمېر نورو اړينو کارونو تر سره کولو ته ډېره اړتيا ده.
دده په خبره، اوس په هلمند د کرنې له ډېرو څېړنيزو فارمونو څخه ايله دوه يې فعال دي، چې هر کال په کې د نيالګيو او تخمنو څېړنې کوي.
هغه وايي، د پاتې نورو فارمونو ډېره برخه غصب شوې او يوشمېر نور يې بيا خلکو ته په اجاره ورکوي.
د هلمند د کرنې رييس زياته کړه، پخواني ټول حيواني فارمونه چې د هېواد په کچه يې نوم درلود، اوس له منځه  تللي او ويجاړ پراته دي.
نوموړي وويل، خو له دې سره سره د کرنې رياست او مالدارو ګډو هلو ځلو ښه پايله ورکړې او په لښکرګاه کې يې د حيواني محصولاتو ( لبنياتو ) د توليد سل مرکزونه لري.
دی وايي، چې په لښکرګاه کې اوس د چرګانو د ساتلو او پاللو فارمونه هم  لري، چې خصوصي سکتور يې چارې پر مخ وړي.
روان زياتوي، که دولت او ملي سوداګر ورسره په هلمند کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې لازمې مرستې وکړي، نو دغه ولايت به د ټول هېواد په کچه کرنيز او حيواني توليدات وړاندې کړي.
په لښکرګاه کې د چرګانو د فارم مرستيال ډاکټر محب الله پژواک ته وويل، په هردو دوو ورځو کې درې نيم زره چرګوړي توليدوي.
د ده په خبره، چې د چرګانو د توليد ترڅنګ د چرګانو د روزنې او هغوى ته د خوراکي توکو د جوړېدو توليدات هم لري، چې پر خپل فارم سربېره يې يوشمېر نورو فارمونو ته هم ورکوي.
نوموړي وويل، هغه نسل چرګان ،چې دوى يې په خپل فارم کې د هګيو لپاره لري تر شپږ مياشتو وروسته په هګيو راځي او بيا يې هګۍ د چيچيانو د توليد ماشين کې ځاى پر ځاى کوي.
نوموړي زياته کړه، دوی يوشمېر چرګوړي پر هلمند سربېره نيمروز او نورو ولايتونو ته هم استوي.
د ډاکټر محب الله په وينا، اوس مهال يواځې په هلمند کې په بېلابېلو سيمو کې دوه سوه د چرګانو د پلور څانګې لري، چې سلګونه کسان ورسره په کار بوخت دي او له همدې لارې خپلې اقتصادي ستونزې ختموي.
نوموړی وايي، دغه فارم چې د بولان په پخواني فارم کې جوړ شوی، دمګړى پنځه زره او پنځوس چرګان لري، چې هره ورځ  درې نيم زره هګۍ ترې تر لاسه کوي.
 
هغه وويل، د چرګانو نسل يې له هالنډ او پاکستان نه راوړی، چې د افغانستان او په ځانګړي توګه د هلمند له هوا او اوبو سره سرخوري، چې تر پنځه څلويښت ورځو پورې دوه کيلو غوښه ورکوي.
ده زياته کړه، که پانګوال په دې برخه کې نوره هم پانګونه وکړي، ډېر ژر به د چرګوړو له اړخه د بهرنيو هېوادونو له اړتيا خلاص شو.
د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي عتيق الله، چې قومي مشر او ځمکوال دى وايي، دولت په تېرو څو کلونو کې ونه توانېده چې د خلکو د اقتصادي ودې لپاره يو ښه مېکانيزم رامنځته او عملي کړي.
د ده په خبره، کروندګر توليدات لري، پنبه، جوار، غنم او نور کرنيز حاصلات لري؛ خو حکومت ورته لازمه بازار موندنه نه ده کړې او نه يې هم ورته د پروسس زمينه برابره کړې ده.
حاجي عتيق اله وويل، که دولت يو ښه مېکانيزم جوړ کړى واى، کروندګرو او ځمکوالو ته يې د مېوو،کرنيزو حاصلاتو د ساتنې، پروسس او بازار ته د وړاندې کېدو په برخه کې عامه پوهاوی ورکړی وای، نو د خلکو له اقتصادي ودې سره به يې ډېره مرسته کړې وه.
نوموړي غوښتنه وکړه، چې د هلمند د کرنې او مالدارۍ برخې ته دې دولت زياته پاملرنه وکړي او ملي او سيمه ييز سوداګر دې وهڅوي، چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.
 
سوداګري:
د هلمند د ملي سوداګرو د ټولني مشر حاجي علي احمد ناصري وايي، په دې ولايت کې د پانګونې زمينه نه ده برابره شوې او که په دې برخه کې شته ستونزې لرې شي، ډېر سوداګر به پانګونه وکړي.
د ده په خبره، د پانګونې پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ نا امني، د پانګونې په اړه د حکومت د ژمنو نه پوره کېدل، د صنعتي ښارګوټي نه جوړېدل او نور دي.
نوموړي وويل، په دغسي حالاتو کې هم سوداګرو په شخصي توګه تر ١٥ پورې وړې او لويې فابريکې جوړې کړې دي، چې د برېښنا او امنيت نشتون يې ځوروي.
ناصري زياته کړه، ډېرى وخت شتمن کسان د ځينو کړيو له خوا ګواښل کېږي، د کورنۍ غړي يې تښتول کېږي او دا چارې لامل شوي، چې ډېری سوداګر او پانګوال په کورونو کېني.
هغه وايي، سوداګرۍ وزارت هم په دې کې پاتې راغی، چې د افغان سوداګرو مالونو ته په بهر کې مارکېټونه پيدا او د انتقال زمينه يې ورته برابره کړي.
د هلمند د سوداګرو مشر وويل، په دې ولايت کې ډېرې داسې مېوې او غلې دانې شته، چې بهر کې ښه بازار او ګرانه بيه لري؛ خو د ستونزو له امله نشي کولای بهر ته يې صادر کړي، چې دې کار افغان سوداګري سخته زيانمنه کړې ده.
ناصري له دولت څخه غواړي، چې په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي، د پروسس فابريکې جوړې کړي، سوداګرو ته د پانګونې او سوداګرۍ زمينې برابرې کړي.
د لښکرګاه ښار اوسېدونکی دوکاندار عبدالودود وايي، که سوداګر د خپلو پانګو په اندازه په هلمند کې پانګونې ته مخه کړي، چارواکي يې ځوروي، ستونزې ورته جوړوي، پيسې ترې غواړي او په مقابل کې يې وسله وال د کورنۍ غړي تښتوي.
دغه هټيوال زياته کړه، څو ورځې وړاندې د دوی په سيمه کې د يوه ډاکټر زوی له ښوونځي له دې امله وتښتول شو، چې پلار يې شتمن و، چې څو ورځې وروسته د پنځه لکه ډالرو په بدل کې را خوشې شو.
هغه وايي، د پانګوالو د راجلبولو لپاره لومړی ګام امنيت او ورپسې هغوی ته د اسانتياوو برابرول دي.
 
لاسي صنايع:
په هلمند کې اوس مهال تر نارينو ډېر ښځې په لاسي صنايعو بوختې دي، چې بېلابېل توکي جوړوي.
د ګرشک ولسوالۍ د لاسي صنايعو د ټولنې مشره نورزۍ وايي، په دې ولسوالۍ کې کابو پنځه سوه ښځې په لاسي صنايعو بوختې دي.
دې وويل، دوى په بېلابېلو وختونو کې د ښځو په لاس د جوړو شويو توکو نندارتونونه هم جوړ کړي، خو لا هم يې حکومت لاسنيوی نه دی کړی.
هغه زياتوي، چې په لاسي صنايعو اخته کسان له ګڼو ستونزو سره مخ دي چې عمده هغه يې د توکو د بازار سړېدل دي.
نوموړې زياتوي، که دولت ورسره مرسته وکړي، ستونزې يې ختمې او توکو ته يې بازار پيدا کړي؛ نو د ډېرو کورنيو اقتصادي ستونزې به ورسره ختمې شي.
د لښکرګاه اوسېدونکې ګلالۍ شېرزاد وويل، تر اوسه يې لسګونه ښځې د لاسي صنايع جوړولو ته هڅولې دي.
هغه وايي، دغه ښځې جامې، خولۍ، د نارينه وو لپاره پټوان، ملاتړوني، پردې او نور ډول ډول توکي جوړوي، چې د بازار د نشت له امله يې په ټيټه بيه پلوري.